پوره پنځوس کاله پخوا په شاهي نظام کې تازه د ښوونځي څخه خلاص شوی وم ، کارنکور ته لا وخت ډېر و، د بېکارۍ او نادارۍ له وجې اړ وم ، چې د لنډ وخت لپاره ځان ته کار پېدا کړم ، د کانو او صنایعو وزارت د کنټرول شعبه کې په یو خالي بست کې را ته کار پیدا او مقرر شوم . په شعبه کې مونږ څلور کسان ( مدیر، دوه پخواني مامورین او زه ) وو . میاشت لا تېره نه وه، چې د ټولې شعبې کار مې په یواځې سر په غاړه واخیست . یوه ورځ مې د غرمنۍ وروسته د تفریح پرمهال د شعبې په الماریو کې په یو شمېر د لاسوندونو ډکو کارټنو، چې ګردونه او دوړې پرې پرتې وې ، سترګې ولګېدې . دا هغه اسناد وو ، چې کالونه مخکې باید چاڼ، محاسبه، کنترول او ارشیف ته لېږدول شوي وای. خو داسې مالومېده ، چې یو شمېر مامورینو پرې خواري کړې ، خو تر پایه یې په ځیر سره د کتلو او محاسبه کولو څخه ډډه کړې وه . د یو پلوه د اسنادو ډېروالی او د حساب د ماشینو نه شتون او د بل پلوه د موضوع د حساسیت له کبله د ټولو اسنادو د بشپړ او قانوني پړاوونو د سر ته رسولو ، ارزولو او محاسبه کولو مسئولیت ته چا غاړه نه وه اېښودې . دلته به د کار ثقلت ښایي هومره مطرح نه وه ، لکه څومره چې په راتلونکې کې د یو احتمالي پلټنې په ترڅ کې د یوې کوچنۍ اشتباه د رابرسېره کېدو څخه وېره ، ډاراو ترهه پکار وه . د کنټرول د شعبې دنده درلوده ، چې د خدماتي او محاسبوي شعبو اسناد په ځیز سره وڅېړي او نیمګړتیاوې یې د ځانګړو پوښتنپاڼو( استعلامونو ) له لارې مربوطه ادارو ته د سمون او بشپړېدو لپاره واستوي .
هیوادنۍ میني او د ځوانۍ احساساتو دې ته اړ ایستلم ، چې د دغه لاسوندونو د ټولو قانوني پړاونو د بشپړولو چارې په غاړه واخلم ،
کله چې مې اسناد راوسپړل او ځغلنده کتنه مې پرې وکړه ، مامورین هم تر یو برېده ملامت نه و ، په دې اسنادو کې ټول د هغه قیمتي ډبرو چې د ارګ د ځمکې لاندي پوړ کې ساتل کېدل او د وخت دربار وزارت له خوا د لزوم دید او اړتیا پصورت کې د یوې ځانګړې ادارې له خوا لمړی حواله او د شاهي مقام معتبرو بهرنیو میلمنو او یا بل کوم چاته ، چې مناسب ګڼل کېدل د ډالۍ کېدو وروسته د ارګ اړوند خونديځایو په خرڅ باید مجرا شوي وای .
د ټولو قانوني مراحلو د ترسره کېدو او یقیني کېدو وروسته به په سره رنګ د کنټرول شعبې د مدیر له خوا تائید کېدل. دا ټولې هڅې په دې موخه وې ، چې نه چېرې کومه ټنګه ( پول ) د اشتباه له مخې لږه ا ویا زیاته محاسبه او کنټرول شوي نه وي او په راتلوونکي کې د کوم احتمالي پلټنو په ترڅ کې د غیر عمدي تېروتنو د را برسېره کېدو له امله د کنټرول د چارو ماموین له کومو ستونزو سره مخامخ نه شي .
لږه موده وروسته په دوه بسته لوړ امتیاز د استخدام په نوم شعبې ته تبدیل شوم . او د کنترول شعبې سره مې اړېکې پرېشوې ، له همدغه ځایه د سرتاسري کانکور وروسته د یوسکالرشیف نه په ګټه پورته اخستلو سره د لوړو تحصیلاتو لپاره له هېواده بهر واستول شوم . او د داودخان د ټولې واکمنۍ پر مهال له هیواده بهر وم. په دغه پیرکې د ارګ دننه د لګښتونو چارې به څه ډول سمبالېدلې مالومات نه لرم .
خود ثور پاڅون وروسته تر یونیم کال پورې چا د یو پول د بېځایه لګښت خوب هم نه شو لېدلای ، او وروسته نوخدای پوهېده ، خود یوې ژورنالستې سره په مصاحبه کې پر ډاکتر نجیب الله باندې د حسن شرق له خوا په ارګ کې د خوندي شوي ملي ثروت د بیځایه کولو تور ، چې دا به تر کومه ځایه رښتیاوي د ډېرو هیوادوالو پام ځان ته راواړاوه .
خوکله چې جهادیان کابل ته راورسېدل او د کابل ښار اړوند شخصي ، خصوصي او ملي شتمنیو لوټ او تالان پیل شول ، د صبغت الله مجددي د لنډمهاله ماموریت په لمړیو کې کوم هېواد د مرستې په توګه د څوسوه زره ډالرو چک ارګ ته ډالۍ کړی و. زما یو دوست ، چې په یوه فابریکه کې په کار بوخت و وایي : کله ، چې د پېسو د دغه چک څخه خبر شوم په سبا مې د یو بل چا په ملتیا او مرسته ځان ارګ ته ورورساوه ترڅو دغه ډالر د یوې فابرېکې د بیا رغونې ( ريکنسټرېکشن ) لپاره ، چې تخنیکي ــ اقتصادي څېړنې یې تر یو برېده د مخه بشپړې شوې وې وغواړم ، صبغت الله مجددي ( چې اوس مړ دی ) وعده وکړه ، خو په دوهمه ورځ ، د لیکلي امر اخستلو په پار ورغلو د پېسو( ډالرو) چک له ارګ څخه ژوندی ورک شوی و او پته یې ونه لګېده ، چې چک څه شو ، په ارګ کې د پېسو د غلا نوی پړاو له همدې چکه پېل شو“ ، خو بیا د بې واکه واکمن برهان الدین رباني په پاد شاهي کې زما (لیکوال ) سره یوځای د صدارت په نظارت خانه کې د حزب اسلامي ګوند اړوند یو بل کس خپل لیدلو حال دا ډول بیانوي : چې دی د روس د اشغال پر مهال پخوا هم څو کاله په پلچرخي زندان کې بندي و ، خو کله چې د کابل په ښار کې د جهادیانو انډوخر پېل شو، هغه هم له زندانه په داسې حال کې ، چې د کابل ښار دولتي ودانۍ ، ادارې ، تصدۍ او فابرېکې یو پر بل پسې د جمعتیانو، نظاریانو او وحدتیانو له خوا لوټ کېدلې ، راخلاص شوی و او هڅه یې کړې وه ، چې ارګ ته د ده په وینا د دوه درې کسانو سره یوځای ننوځي او د ارګ یو برخه په خپله ولکه کې راولي ، خو دوئ کم او د نظاریانو شمېر ډېر و، نو یې ونشو کولای د هغوی په مقابل کې مقاومت وکړي ،چې په پایله کې د نظاریانوله خوا نیول کیږي او بیا ځل زندان ته اچول کیږي . نوموړي د ارګ د چور او چپاول د تراژیدۍ د خپلو سترګو لیدلی حال ټکي په ټکي بیان کړ ، جالبه خویې لا دا ، چې د ټولو لیږدیدونکو توکو د لوټ او تالان تر څنګ یې ټولې غالۍ او میزونه په منځ ټوټه او په خپلو منځونوکې سره ووېشل .
. که څه هم له ارګه بهر هر څه مونږ په خپلو سترګو لیدل او د هغه موسسې چې ما پکښې کار کاوه یو زیات شمېر لوی او وړې عرادې موټرې ، د ملیونونو افغانیو په ارزښت په لکهاو متره ټوکران ، د میلیونو ډالرو په ارزښت احتیاطې پرزې او د خرادۍ ماشینونه په لوټ او په پاکستانیانو وپلورل شول . یوه ورځ د وخت د ارګ بې واکه واکمن ته د دغه فابرېکې یو مسـؤل کس ورغلی و او د چور او چپاول څخه د مخنیوي لپاره یې ترې مرسته غوښتې وه ، خو په ځواب کې یې ورته ویل و : „ زه د چمن حضوري هاخوا چا ته نشم ویلای ، چې دا کار وکړه او دا کار مه کوه „ ، ډېر وخت لا نه و تېر شوی ، چې فابریکه یې د شپې له خوا د اور خوراک وګرځوله اوپه نیم ساعت کې نږدې درې زره کارکوونکو خپل کار له لاسه ورکړ او د هغه وخت هڅې اوخوارۍ ، چې د هرې لګول شوې افغانۍ پسې به ( شونټۍ) راخیستل کېدله په سیند لاهو شوې .
ښایي کله ، چې په لمړي ځل طالبانو قدرت تر لاسه کړی وي، په ارګ کې به یې هېڅ شی نه وي موندلي . خو کله چې د تروریزم سره د مبارزې په پلمه افغانستان یو ځل بیا اشغال کړلای شواو تش په نامه جهادیان او حرفوي غله ، چې د جهاد له وخته او د خپلمنځي جنګونوپر مهال غربیانو ته ښه معلوم ول ، د بن په کنفرانس کې په افغانانو حاکم او بې کچې باد راوړلو ډالرو لړۍ پېل شوه ، د دې تر څنګ ارګ ته هم په پټه د بېلابېلو سرچینو له خوا د نقدو ډالرو دروازې پرانستل شوې ، او پرته له دې ، چې د دولت اړوند په کوم ځانګړی بانکي حساب کې خوندي کړلای شي ، لکه د یو شخصي ملکیت په توګه د حساب او روڼتیا پرته په جیبونو کې واچول شوې . تر ډېره دا خبره پټه پاته وه ، خو کله ، چې دا موضوع بربنډه شوه ، نو ښاغلي حامدکرزي پرې په ډېر ماهرانه ټوګه ګواکې ، چې هېڅ خبره نه ده ، اعتراف وکړ . خو تر پایه د دغه ډول پېسو حساب ملت ته چا ورنه کړلای شو . او په دې ورځو کې په یو بېله بڼه په ارګ کې د ۹۱ کود نه د ناوړه ګټې پورتکونې آوازو خورا ډېر زور اخیستی دی . وبه ګورو ، چې ارګ د دغه تورونو په اړه ملت ته څه سپیناوی ورکولای شي .
خو کله چې د دولتي واکمنۍ په مرکز ارګ کې حساب ورکولو ته غاړه نه ایښودل کیږي څنګه کېدای شي ، چې له ارګه بهر دې د فساد اوغلاو مخه ونیول شي. د دولت په تشکیلاتي جوړښت کې ټولو ټومبل شوو کسانو ، چې لا د مخه یې د لوټ او چپاول سره پوره اشنایي درلوده او اوس په خلاص لاس ټول باد راوړي ډالر په دې او هغه نامه لوټ او د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د لېږدیدونکو او غیر منقول شتمنیو خاوندان شول . د نړۍ بانکونه یې له پېسو ډک او په معذرت سره داسې هم ویل کیږي ، چې د ډېرو لامېرمنې د ارایش لپاره د دوبۍ په چکر هم ځي .
د دې پورتنۍ لیکنې نه مې هدف دا دې ، چې که به پخوا د دولتي ملکیت یا شتمنۍ نه چا بېځایه ګټه پورته کوله اویا که به کوم خس دزد په فساد ملوس و ، نو تر یو برېده به یې د پلټنو په ترڅ کې د رابرسېره شوو نیمګړتیاوو څخه وېره درلوده ، خو اوس اوښان په بډه وهي او سرې سترګې ګرځي .
لعنت پر داسې یو فاسد نظام .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320