طالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیو

0 1,000

په لومړي ځل د طالبانو یو مهم مشر په یوه ویډیو کې د پاکستان دننه د خپلو مشرانو اوسېدل او د خپلو ټپیانو درملنه تاییدوي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال دی، په ټولنیزو شبکو په خپره شوې یوه ویډیو کې وايي، دوی د مجبوریت پر بنسټ، پاکستان ته ځي.

دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی، چې پکې د ټپي طالبانو درملنه کېږي.

د پاکستان حکومت لا د ویډیو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر خپله خاوره د طالب مشرانو موجودګي رد کړې.

خو افغان حکومت وايي په پاکستان کې د وسله والو شتون په افغانستان او سیمه کې د امنیت خرابې وضعې لامل دی.

د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه بې خبري ښوولې

په ویډیو کې څه دي؟

په دې ویډیو کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هغو طالبانو ته وینا کوي چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي او زیاتوي، د دوی درملنه په افغانستان کې سخت کار دی.

دی وايي: “دوی هر څه راسره کړي، دلته له موږ سره څه پېښ شوي دي، خو بیا هم موږ مجبور یوو چې راځوو به. دلته یوازې محدود کسان نه‌شته، دلته زموږ او ستاسې ټول مشرتابه په دې ځای کې ده.”

په دې ویډیو کې ملا برادر له ټپي طالبانو غوښتنه کوي چې اوسنی درد او تکلیف وزغمي.

هغه په خپلو خبرو کې پر امریکا طالبان برلاسي بولي، خو په افغانستان کې د یوه نوي نظام د راتلو هیله کوي.

ملا برادر هغه ځای ته چې دی په کې ولاړ دی او خبرې کوي په اشارې سره وايي، د سولې په خبرو کې له هر ډول پرمختګ دلته خپل مېشت مشران خبروي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دې ویډیو د کره‌ والي او ځای په اړه بې خبري ښيی.

محمد نعیم د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: “په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول ویډیو ښکته پورته کېږي” خو په وینا یې دی یې “په اړه معلومات نه لري چې دا څومره حقیقت لري او په کوم ځای او څه وخت شوې ده. “

دا ویډیو تر هغه وروسته خپرېږي چې په قطر کې د سولې خبرې د دواړو لوریو په هوکړه ۲۱ ورځې وځنډول شوې او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ.

د افغانستان حکومت هغه مهال ویلي ول چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر له دوی سره په مشوره شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د وسله والو ډلو او د هغوی د مشرانو شتون په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت خراب کړی دی.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت تل د هغو ډلو په اړه چې په افغانستان کې د سولې بهیر زیانمنوي او په پاکستان کې دي، خپلې اندېښنې له دې هېواد سره شریکې کړي دي.

دی زیاتوي: “هغه ډول چې په وېډیو کلېپ کې ښکاري، طالبان په زیات شمېر په پاکستان کې مېشت دي. له همدې کبله پاکستان پر طالبانو او د دوی پر مشرانو پوره اغېز لري. موږ په پاکستان کې د هغو عناصرو د پټنځایونو او مېشتځایونو بندېدا غواړو، کوم چې د افغانستان سوله او ملي امنیت ګواښي.”

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې هم پر طالبانو له دې کبله نیوکه کړې چې مشران یې په پاکستان کې دي، تر دې چې ولسمشر غني له پاکستان او طالبانو دواړو غوښتنه کړې چې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت وړاندې کړي.

mashaalradio.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply