افغان خبریالانو ته د امریکا د ملي امنیت شورا له لوري د ملاتړ ډاډ

0 1,231

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا افغان خبریالانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د امریکا د ملي امنیت شورا تازه د یو ټوېټ له لارې افغان خبريالان زړور بللي او زیاته یې کړې یې ده چې امریکا یې د کارونو د ستاینې سربېره تر څنګ ولاړه ده. د امریکا د ملي امنیت شورا دغه راز په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې یو ننګونکي او سپک کار بللی دی. یادې شوروا پر نورو نړیوالو هم غږ کړی چې د افغان خبریالانو پر وړاندې بریدونه وغندي او خپل ملاتړ ترې څرګند کړي.
د دې شورا په ټوېټ کې ویل شوي:« ټول هغه کسان چې افغانستان ورته اړین دی او ورسره تړاو لري؛ باید د افغان خبریالانو پر وړاندې بریدونه وغندي او ددوی د خوندیوب هڅې وکړي.»
له افغان خبریالانو د امریکا د ملي امنیت شورا د ملاتړ ډاډ داسې مهال دی چې دې وروستیو کې پر افغان خبریالانو او مدنې ټولنو د وسلوالو له لوري هدفي بریدونه ډېر شوي او دې چارې د کورنیو غبرګونونو سربېره بهرني غبرګونونونه هم راپارولي دي. د یادونې وړ ده چې تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې ۶  افغان خبریالان په کابل، ننګرهار، غزني او هلمند کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply