فوزیه کوفي: تر شلو کلونو وروسته هم طالبانو ته؛ د بیان ازادي د منلو نده

0 1,024

د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، چې تر شلو کلونو وروسته بیا هم طالبانو ته د افغانستان د رسنیو پرمختګ، د بیان او فردي ازادي او په ټوله کې اوسنۍ تنوع د منلو نه ده.
هغې نن په کابل کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې وسلوال طالبان لا هم د افغانستان د بیان ازادي نشي منلی او په ټوله کې د رسنیو هېڅ ډول پرمختګ ته ژمن ندي.
اغلی کوفي دغه راز د افغانستان سولې دوهم پړاو خبرو ته په اشاره وویل، چې د سولې د خبرو دوهم پړاو به د روانې جنوري میاشتې پر پنځمه نېټه په دوحه کې پیل شي، دوی چمتو دي چې دې خبرو کې ګډون او د خپل هېواد استازولي وکړي. هغې زیاته کړه« مهمه خبر دا ده چې دا ځل د سولې په خبرو کې پر بشري او د مېرمنو پر حقونو خبرې کېږي.»
هغې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د رسنیو پر مختګ، د بیان او فردي ازادي او اوسني رامنځته شوي ارزښتونه ومني او د سولې تر هوکړې وروسته له نورو افغانانو سره یوځای د شته ارزښتونو په شتون کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یواځې څو ورځې وروسته د افغانستان سولې خبرو دوهم پړاو د قطر مرکز دوحه کې پیلیدونکی دی او د افغانستان حکومت مرکچي پلاوي ورته د هېواد له چارواکو او سیاسي مشرانو سربېره د مدني ټولنو له استازو، قومي مشرانو او ولسونو سره هم سلاح مشورې کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply