ملي امنیت شورا: د دوحې تړون د افغانانو په خیر نه و

0 1,287

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، افغانان هغې سولې ته ونه رسیدل، چې په دوحه کې یې د طالبانو او امریکا له تړون څخه تمه لرله.
د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ سیحون نیوز ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، چې یاد تړون یوازې د طالبانو او امریکا ترمنځ اوربند یقیني کړی، خو د افغانانو په وړاندې د طالبانو بریدونه، وژنې او وحشتونو دوام لري.

د اندړ په خبره، بین الافغاني خبرې هم د طالبانو له لوري په خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
هغه زیاتوي، چې د سولې په نوم طالبانو یوازې وخت ضایع کړی، افغانان یې وژلي او افغانستان ته یې زیان رسولی دی.

بل لور ته بیا د ملي پخلاینې عالي شورا هم وایي، چې د طالبانو او امریکا له تړون څخه یو کال تیریږي، خو طالبان لاهم په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، اوربند ته نه دي حاضر شوي او له بهرنیو ترورستي کړیو سره یې اړیکې نه دي پریښي.
د پخلاینې شورا ویاند فریدون خوځون وایی، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له تړون څخه د افغانانو هیله دا وه، چې جنګ به پای ته ورسیږي، بین الافغاني خبرې به ژر پایله ورکړي، اوربند به رامنځته شي، خو ولې له بده مرغه چې طالبانو هغسې ونکړل.

د خوځون په خبره طالبان لا هم بین الافغاني خبرو ته اماده شوي نه دي او د یاد تړون پر ژمنو یې عمل نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د د سولې او اوربند هوکړه لاسلیک شوه، چې لا یې هم افغان ولس ته بغیر له شره، خیر نه دی رسیدلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply