په شپيتمو کلونو کې چې ما په راديو افغانستان کې کار کاوه ۔ يو ورځ مي له پاس کړکۍ ليدل چې د هيواد يو مشهور سندرغاړي لاندي په انگړ کې چکر وهي او څو واري تاو را تاو شو ۔ اخير مي صبر ونه شو ، را کوز شوم ما ويل استاده نو خير خو دي چي څنگه د سودايي په شان گرځي ۔ هغه راته کړه : سودا يې نه يم دا نجوني چې په مخ را ځي، ته يې په کاليو کې گوري او زه فکر کوم چې دا لوڅي دي. نو سوله مل هم کسان لوڅ گوري او د ده د ېوې پر ځاې څلور دي .
او په دې څلورو د ترين سواري هم لوڅه ويني . نابلده کسان به داسې وانگيري او يا به فکر وکړي چې سوله مل له دې يو شې (۱) پرته په بل هيڅ شي فکر نه کوي ۔ خو خبره داسې نه ده ۔ خبره له دې وړاندي ده .« دا د پټي سر دي پټى وروسته سورور دي .» د دې کيسې د کرکتر مثال هغه ليوني ته ورته دى چې په يوه غرنې سيمه کي ېې د کلي يوه ژرنده ساتله خو کله چې به کومه نجلۍ يا ميرمن ژرندي ته ورغله، نو ورو به ورنیږدي شو ورته به يې وويل : « حوري (خوري ) دي حي (شي ) ته مي زړه کيږي . » نو کله چې به نجلۍ يا ميرمن پوهه شوه چې ليونی څه غواړي نو بس د ژرندي د گوډو د ډکولو لرگی (چمنډ لرگی ) به يې را واخيست او نږدي به وه چې لرگی د ليوني په ۔۔۔۔ ننباسي .
خو دلته زه د بل واده کيسه کوم ۔ د کيسي يو لنډيز را اخلم خو که لوستونکي وکړاي شي ټوله کيسه په کتاب کې ولولي نو نور الله نور ، خو زه به يې يو لنډ نچوړ راواخلم .
«گل ولي په ترين کې کښيني ، دوه نجوني گوري چې ډېرې ښکلي دي بيا هم د عطرو بوي يې دې ليوني کوي بيا هم هينداري ته گوري لږ څه ارایش يا سينگار کوي خو د گل ولي خوله ورته د دروب جن غوايي په څير خوله اوبه کوي ۔په ليد ويې نه مړيږي ۔ بيا د نجونو سينو ته گوري ، څيرو ته يې گوري ۔ او همداسې د هغو د ښکلا په اباسين کې لاهو کيږي . هغوي په بل تم ځاې کي کښته کيږي ۔ خو يوه بله ښکلي خو طنازه اوشوخه را پورته کيږي ۔ گل ولي ته مخامخ کښيني، گل ولي د دې نوې پرښتي په تماشه کيږي ۔ کله خپل لاس دخپلو پښو منځ ته تيروي، سترگي د هغي په سينو گنډي ، نجلي هم احساس کوي چې گل ولي خو په ټکټ سينما موندلي ده نو ناز او نخرو ته دوام ورکوي کله کښته شي چې د سينو شاه يې مالومه شي اوکله پښي وازې کړي خو گل ولي ته يو قيامت ورښیي ۔ گل ولي چې په بل تم ځاي کي بايد کښته شي د دې رواني سينما په ليدو ترې تم ځاې پاتي کيږي او همداسې روان دي په دويم تم ځاې کې نجلۍ له ناز او نخرو ورسته کښته کيږي گل ولي هم پښي سپکوي لکه چې هغې ورته غاړه کي پړی اچولي وي ۔ له ځان پسى يې ر اکاږي، دې هم ورپسې کوزیږي ۔ د هغي شاه نيسي، ورنيږدي کيږي غواړي ورته ووايي چې کوم رستورانت يا کافه شاپ ته يې وبولي چې په همدي کي د هغه ملگرى گل مرجان يې په اوږه لاس ايږدي او مخ وراړوي ۔ وايي ته چيري وي :
گل مرجان ورته وايي له ډيره ليري ځايه مي کتلي .
دلته په دې کيسه کې څو عنصره ډېر دپام وړ دي :
يو د کليوالي ساده فرهنگ او او د مودرن ښاري فرهنگ شخره وينو ۔
بل په کليوال گل ولي کې د جنسي محروميت هغه ژوره تنده وينو سره له دې چې هغه واده لري خو لوږه او تنده يې دومره زياته ده چې نجلۍ خو څه چې په خپل ځان هم اړ نه دى ۔ دا د سوله مل هنر دې چې څنگه يي ترسيموي .
ډېره مهمه مساله په گل ولي کې د هغه د درون يا دنني وجود دپټولو او د هغه د جنسي غوښتنو د اور د لمبې پټول دي. غواړي چې خپل باطني شخصيت د دين او مذهب په سيوري کې پټ کړي او پر مخ د ريا او تظاهر پرده را کاږي .
گل ولي له جيبه تسبيح راباسي ذکر او اوراد وايي ۔ تسبيح اړوي ۔ او له ځانه سره وايي :
« د دې لغړو هلکانو او نجونو په منځ کې سړي د الله د نامي په اخيستو او ذکر هم گناهکاريږي . »
يا دا چې له ځانه سره وايي :
«تولعنت ! د خداى په غضب اخته شئ
ښځه چې لنډه لمن يې اغوستي او له نري نيکره يې هر څه په ډاگه ښکاريدل د خان ولي سترگې ېې د تيز روښانه لمر په څير وبريښولي ۔
له ځانه سره وايي : خداېه مه يې را باندي گوره ! »
«ځان گرم او ملامت گڼي ، وايي
-شيطان څنگه سړى گمراه او او بي هوښه کړي چې هر څه ترې هېر شي . ښځه لکه په ده يې چې زړه بايللي وي ، د ده هر څه په غور اومينه وڅاري . له ده سترگي نه اړوي او په ټول مکيز خپلې سينې ښکته پورته او مخته بيايي. خان ولي له ځانه سره و وايي :
ـــــ لکه دا ډمه چې را باندې ځان تاوانوي ۔۔ هسې تش ست لکه چې غواړي ، ناببره يې گړۍ ته پام شي ،
-اخ ۔! شيطانه کور دې وران شه دا خو رانه لمونڅ هم قضا شو !»
اوس را څو د داستان د کرکتر يو لړ اروايي اوشخصيتي مسايلو ته .
کرکتر يو کليوالي فرهنگ لري . او په ښار اودکډوالي په هيواد کي د عصري او بافرهنگه نجونو چې ازادي لري او لوړې زده کړي لري جلا فرهنگ لري ۔ دلته په کيسه کي موږ د دوه فرهنگونو ټکر ليدلې ،شو ۔ په بدوي اووروسته پاتي انسان کي دهغه غرايز په بدوي پړا وکي پاتي وي .دلته هم کرکتر هغه وحشي غریزي لري چې لا دکنترول فرهنگ نه بي برخي دي. دتمدن اولوړ فرهنگ يوه لويه لاس ته را وړنه داده چې انسان په کې خپل حيواني غرايز په قابو کي راولي ،هغه ټولي هغه غوښتني چې د حيوانيت په سطحه کي دي ،هغو ته تعالي ورکوي او په خپل تن اوروان کي يې ځپي يا ورته لوړ اخلاقي معيارونه ټاکي . دلته گل ولي هغه کرکتر دې چې رواني تظاهر ته زياته زمينه لري خو ددې وس اوظرفيت نه لري چې حيواني غرايزپه انساني چوکاټ کي بند کړي . نو ځکه کله چې نجلي ويني اوبيا دښار ښکلي نجوني گوري هغه په هماغه يوڅه فکر کوي .
له بلې خوا دجنسي محروميت مساله ده . په وروسته پاتې ټولنو اوپه وروسته پاتي انسان کې د اجدي هغه ده ۔ هغه له کوچنيولي څخه يوډول ځپل شوې روان لري ،همدا علت دى چې په هغه کي شهواني او حيواني تمايلات تر دې حده زيات وي چې ښځه دانسان او د خپل وجود د بشپړوونکي مثل په تله کي نه گوري بلکي حيواني چلند ورسره کوي ۔ ان دېوې پر ځاې دوه درې، څلور او داسې نور ې ميرمني لري ۔ ددې عمليي ريښه بيا هم په سنتو او بدوي فرهنگ کې هم ده چې په ځينو مواردو کې يې ورته مذهبي او تقدسي جنبه يا اساس ورکړي دى ۔
۔ همدارنگه بله يوه جدي مساءله د کرکتر دوه گوني شخصيت دى ـ چې له يوې خوا د پرهيز گارۍ او مسلمانۍ دعوا کوي خو له بلي خوا ان د خپل وجود غړي د هغه له واکه بهر دي ۔ له يوې خوا تطاهر کوي اوله بلې خوا يې روان او دروني طينت پاشلي دي ۔ له يوې خوا ځان پرهيزگاره اوعابد بولي ملامتي د موجد هيواد په فرهنگ او ټولنه او شيطان اچوي خو له دي نا خبره دي چې شيطان دده په تن او روان کي ځاې نيولي دي او يا پخپله په شيطان بدل شوى دى .
ډېره مهمه مساله په گل ولي کې د هغه د درون يا دنني وجود د پټولو او د هغه د جنسي غوښتنو د اور د لمبې پټول دي . غواړي چې خپل باطني شخصيت د دين اومذهب په سيوري کې پټ کړي اوپر مخ دريا او تظاهر پرده را کاږي. حا ل دا چي دا کومه نوې خبره نه ده ۔ زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې چې ملا طايفه د ښځو دازادي او حقوقو او د هغو د تعليم سخت مخالف ده د دې خبرې زياتي ريښې د ملا طايفي په محروميت او د ټوک په ډوډې باندې دلويدو او د بدي او بدرنگي څيرې په درلودو کي هم ده ۔
دا خيل دروغ وايي . دروغ هغه څوک وايي چې يو ارواېې کمښت په خپل روان کې لرې يعنې د ناستو کسانو، د ملګرو دوستانو، چم ګاونډ اونورو کسانو نه چې ورسره رابطه لري ځان کم احساس کړي ۔ نو د روانې اڼډول د جوړېدو له پاره دروغ واېی ـ چې ځان له مقابل لور کم را نه ولي۔ نو کرکتر له خدايه سره دروغ پيل کړي دي . د دې له پاره چې يو څوک .دکمښت احساس له منځه يوسي ۔ نو دروغو ته مخه کوي ۔ دروغ ژر رسوا کيږي ۔ بله سر چينه چې له لومړى سره تړاو لري هغه دا ده چې ځيني کسان په نارسيسيزم اخته وي يعني په ځان عاشق وي دا کاذب عشق له ځانه سره هغه دې ته رابولي چې بايد باټې ووهي ۔ دې باټو اولاپو ته په ښارې چاپيريال کې ښکره ور دروغ او په کليواله ساحه کې چې ما اورېدلي دي دروغجن ته لکي دروغجن وايه شي.
که خبري لنډي کړو دروغجن انسان د يو لوى وسوسې خاوند هم وي ۔ له نورو ځان کم احساسوي ۔ هغه فکر کوي چې نور خلک احمقان دي او د هغه په دروغو نه پوهيږي ۔ خو په واقعيت کې د دې تصور لرونکي پخپله د عقل په کمښت اخته وي .
اوس که خبري را لنډي کړو په درې ټکو کي د خپلو خبرو جاج ته غوټه اچولي شو او هغه دا چې ؛
گل ولي د ښاري او تمدني تولني سره په تقابل کې واقع دى، نه يوازې گل ولي بلکي وروسته پاتې کرکتر چې دلته په کيسه کي ننگول کيږي .
کيسه يوازې په جنسي مسايلو راټوله نه بلکې په شخصيت متمرکزه ده ، د گل ولي شخصيت بدوي او حيواني پړاو کي شخصيت دي .
گل ولي تسبيح هم اړوي اوراد هم وايي ۔ خو يو دروغجن ، مکار اودخپل وجود او تن د يو غړي نوکر دى ۔ د نيچه خبره چې حيوان يوازې په يو فصل کې دخپل سيال اوجوړې سره يوځاې کيږي خو انسان هر وخت دې ډول تېري اوتجاوز ته تيار دي ۔ د گل ولي دا کړنه په نورو مذهبي درواغجنو چې له فرهنگ او تمدن نه لېري وي هم تعميم کيداى شي .
او وروستي خبره د جنسي محروميت او د ځپل شوي روان خبره هم ده ۔ ځپل شوى روان چې که کنترول نه شي طبعا چې له چتي نه بهر کيږي ۔
پاى .
د مارچ ۱۰ نيټه ۲۰۲۱
بل واده
له خان ولي سره یو ځای میترو ته د خلکو لویه جوپه هم راپورته شوه. ده سترګې اخوا دېخوا واړولې راواړولې، په بېړه د دوو نجونو منځ کې پر تشه څوکۍ کښېناست. له ناستې سره سم یې په هغې نجلۍ سترګې ولګېدې چې له سینګار بکسه يې کوچنۍ هنداره له لب سېرین سره یو ځای راوویسته او د شونډو په رنګولو يې ځان بوخت کړ. همدا چې د هغې په بربنډو لېچو او لغړو پښو یې سترګې ولګېدې، لکه څوک یې چې په ناپامۍ په لاس پښه کېږدي ټکان وخوړ او له ځانه سره وبوګنېد:
ـ د خدای په غضب اخته شې نو کور کې دې څه کول؟
سر یې ځوړند ونیو چې ځان له ګناه راوګرځوي، بیا یې په ورو له ځانه سره وویل:
ـ نو ترکومې ورځې به دې د کفر ملک کې سترګو ته لاسونه نیسې؟ دا مې لسم کال دی چې هره ورځ د دې نخرو په لیدو ځان ګنهکاروم.
سر یې بېرته راپورته کړ، پورته او ښکته یې ډبه له نظره تېره کړه. دوو تنو هلک او نجلۍ یې چې یو بل یې کلک په غېږ کې نیولي او یو اوبل ېې سره ښکلول پام ځانته راواړاوه، لکه مچۍ یې چې وچیچي:
ـ دا چې د خلکو په وړاندې لکه خره یو په بل سپرېږي په کور کې به يې څه حال وي؟
له ځانه سره همداسې بوخت و، کرل او رېبل یې چې په دم ګړۍ کې میترو تمځای کې ودرېده؛ ګڼ کسان ترې کښېوتل او نور راپورته شول. د ده تر خوا هغه نجلۍ هم له ځایه پورته او له میترو ووته چې د ده ترخوا یې پخپل سینګار د ده خوا بدوله. هغه جوړه چې یو بل يې کلک په غېږ کې نیولي او یو د بل په مچولو ګرده لار بوخت وو هم له میترو ووتل. خان ولي لکه ساه يې چې د دوی په موجودیت کې بنده وه د ارام ساه وکښله. په ډبه کې یې هر لور نظر واچاوه. د خوښۍ احساس یې وکړ، ځکه په ډبه کې د ناستو ښځو په شته والي کې یې ځان داسې احساسوه لکه کوم ملا چې دې په زور د نڅا او سندرو په تاوده مجلس کې کښېنولی وي.
شکر یې وکېښ، له جېبه یې تسپې راوویستې او ذکر ته یې ځان جوړ کړ؛ مخکې له دې چې په ذکر او د تسپو په اړولو بوخت شي له ځانه سره یې وویل:
ـ ددې لغړو هلکانو او نجونو په منځ کې سړی د الله د نامې په اخېستو او ذکر هم ګنهګارېږي.
د تسبپو په اړولو یې ځان بوخت کړ، لا دوه دقیقې نه وې تېرې چې د میترو بل تمځای راورسېد. دا ځل لږ کسان کښېوتل خو ګڼ نور راوختل. په ډبه کې دواړو خواو ته په خالي څوکیو بیا څو جټې پېغلې چې د ښایسته عطرو وږم ترې خوت، کښېناستې. ده د سترګو په رپ کې له نظره تېرې کړې. تسبیح یې بېرته جیب ته واچولې، لکه څوک یې چې په ستوني کې ونیسي ذکر یې دستي ودراوه. سترګې یې ټیټې ونیوې. شېبه سوچ کې لاړ خو زر یې بېرته سر راپورته کړ او مخامخ یې وکتل لکه تر مخه یې چې بم وچوي:
ـ تو لعنت د خدای په غضب اخته شئ!
ښځه چې لنډه لمن یې اغوستې او له نري نېکره یې هر څه په ډاګه ښکارېدل د خان ولي سترګې د تېز روښانه لمر په څېر وبرېښولې. ده ته مخامخ ځوانې نجلۍ نه یوازې لنډه لمن او خورا نری نیکر اغوستی و، له سینه بنده لویو راوتلو تیانو یې هم له لېرې د نارینه د شهوت رګونه تخڼول. خان ولي لکه له کومې بلا سره چې مخ شي او د تېښتې هڅه وکړي له خپلې څوکۍ په منډه را پاڅېد. هڅه يې وکړه ځای او چوکۍ بدل کړي خو چې هره خوا یې نظر وځغلاوه په خالي څوکۍ یې سترګې ونه لګېدې. ټولې څوکۍ په خلکو ډکې وې. بېرته پخپله څوکۍ کښېناست. د اعتراض په پار یې پخپلو سترګو لاسونه کېښودل.
ـ خدایه مه يې راباندې ګوره!
شېبه نه وه تېره چې له سترګو یې لاسونه لیرې کړل، لکه د ښځې تصویر چې په کامره اخلي؛ سترګې یې بېرته په ښځې کې خښې کړې، ښځه لاندې ټیټه شوه، په ټیټېدا یې بربنډ تیان نور هم له سینه بنده دباندې راووتل، دې تصویر او حالت یې په وجود اور بل کړ، تندي یې ګونځې وکړې، سترګې يې بې واکه پټې کړې او له خدایه یې وغوښتل:
ـ خدایه! څه کېدل که په داسې حالت کې دې د نارینه په مخ پرده راخورولی؟
لکه د ښځې څېره چې د جاذبې له قوې برخمنه وي سترګې یې بېرته د هغې لور ته سیخ او کږې شوې. دا ځل ښځه بیا پورته او ټیټه شوه لکه په زور یې چې غوښتل د خپلو راوتلو سینو ننداره بیا خان ولي ته وړاندې کړي؛ د خان ولي سترګې لکه د لمر وړانګې چې یې په سترګو ولوېږي وبرېښېدې ،ناببره خندا ورغله.
ـ دا څه بې شرمه ده په زور لکه چې ځان راباندې تاوانوي!
ښځه هم لکه د ده په احساس چې پوهېدلې وي موسکۍ شوه، یوه سترګه یې لکه سترګګ چې ووهي پټه او وغړېده. خان ولي په شونډو ژبه تېره کړه، ژبه یې لکه کوچنی ماشوم چې تږی وي بې واکه د باندې راووته:
ښځه تا به ویل د خپلو سینو تمرین کوي نوره هم ښکته او پورته شوه، پښې یې نورې هم ارتې ونیوې؛ لمن يې پوره پورته شوه او خان ولي بېرته له غوسې سور راواوښت:
ـ تو لعنت دې په شیطان شي!
ښځه لکه په ژبه چې یې پوه شوې وي او یا د هغه د احساس تصویر په ذهن کې جوړوي نوره هم خوله له خندا وېړه کړه. د هغې کرشمې دا ځل په ده جادو وکړ د ده په شونډو هم نرۍ موسکا وځلېده، میترو ودرید او بل تمځای راورسېد خو د خان ولي سترګې دا شېبه په ښځې کې داسې ښخې دي ته به وايې ویده او یا يې هم کومې نشې هوښ له منځه وړی دی. هر څه ترې هېر شول، میترو له لنډ تم کېدو وروسته بېرته روانه شوه، له روانېدو سره سم د واره د خان ولي سترګې له میترو دباندې د تمځای په نوم ولګېدې او تندي ته یې ټس ورکړ.
ـ دا خو مې ستېشن و.
ځان یې ګرم او ملامت وګاڼه:
ـ شیطان څنګه سړی ګمراه او بې هوښه کړي چې هرڅه ترې هېر شي.
ښځه لکه په ده یې چې زړه بایللی وي د ده هرڅه په غور او مینه وڅاري، له ده سترګې نه اړوي او په ټول مکېز خپلې سینې ښکته، پورته او مخته بیايي؛ خان ولي له ځانه سره ووايي:
ـ لکه دا ډمه چې راباندې ځان تاوانوي…هسې تش ست لکه چې غواړي.
نا ببره يې ګړۍ ته پام شي.
ـ اخ! شیطانه کور دې وران شه دا خو رانه لمونځ هم قضا شو!
بل تمځای راورسېد، میترو بیا ودرېده، دی اوس پوهېږي چې مترو ولاړه او درېدلې ده خو د ښځې په نشه کې د هېڅ شي په کیسه او اندېښنه کې نه دی، اوس یې ټول حواس په ښځه کې راټول دي او په دې فکر کوي چې څنګه یې په لومه کې ونښلي خو ښځه چې تمځای يې رارسېدلی دی له ځایه ولټېږي. د هغې له پاڅېدنې سره دی هم لکه له دې سره چې تړلی وي له خپلې څوکۍ راپاڅي. ښځه شا ته راوګوري چې دی هم جوخت پسې روان دی، ښځه ګړندۍ او چابکه روانه شي، مزل ته زور ورکړي خو دی هم چابک او تېز قدمونه واخلي، پوره ورنږدې شي، زړه نازړه بې واکه یې له خولې راووځي.
ـ سلام!
ښځه هم په مکېز سلام ځواب کړي.
غواړي د پېژندنې او ورنږدې کېدو خبره بشپړه کړي چې ناببره لکه غلا چې کوي پښه نیولی شي، شاوخوا وګوري او له ځانه سره غلي شان ووايي:
ـ بچیان او خپلوان مې چېرته ونه ویني؟
دی په همدې اندېښنه کې وي چې له شاه پسې غږ شي.
ـ خان ولي!
دغږ په اورېدو لکه څوک یې چې ځای په ځای په زنا ونیسي ټکان وخوري، وار و پار یې خطا شي او هر څه ترې هېر شي. مخکې تر دې چې په غږ پسې شا ته مخ ورواړوي، په اوږه یې لاس کېښودل شي، ځای پرځای ودرېږي، مخ راواړوي او ګل مرجان یې نور هم اوږه زور کړي:
ـ څنګه په منډو یې؟
خان ولي وخاندي، په شرمېدلي غږ ځواب ورکړي لکه ګنهکار چې پخپله ګناه اعتراف کوي.
ـ تا څه وليدم؟
ـ ما له هغه اوله لیدلی يې، څنګه مو چې په یو بل کې سترګې ښخې وې.
خا ن ولي ټکان وخوري:
ـ رښتیا!؟
ګل مرجان په ږیره لاس را تېر کړي، ځان ورجوخت کړي او غوږ ته یې خوله ورنږدې کړي:
ـ نو که له مخلوقه ځان پټ کړې له خدایه به چېرته پټ شې؟
په خان ولي د شرم خولې راماتې شي، لکه یو ګنهکار چې پخپله ګناه پښېمانه شي:
ـ دا خو رښتیا وایې خو په دې لعنتي وطن کې څنګه شیطان له ځانه شړلی شې؛ دې سرو سپینو ته به سړی څنګه ټینګ شي چې په هر ځای کې درسره بدرګه روانې اوسي.
ګل مرجان بیا په ږیره لاس راکاږي، په نصیحت او مشوره لاس پورې کړي:
ـ توبه وباسه او ایمان ټینګ ساته!
خان ولي ته خندا ورشي او خپل دلیل وړاندې کړي:
ـ چې سل ځلې توبه وباسې بېرته به په توبه بیا خېژې، په دې ملکو کې نه کېږي.
ګل مرجان بې ځوابه شي:
ـ نو چاره څه ده؟
خان ولي لکه له ډېره پخوا راهېسې یې چې د دې ستونزې په هواري په شپو شپو فکر کړی وي په بېړه په لنډو ځواب ورکړي:
ـ چاره يې دا ده چې دا د کفر ملک پرېږدو.
ګل مرجان اوږې پورته ونیسي.
ـ دا بې شرمه ملک کله پرېښودل کېږي؛ بچیان او ښځه کله درسره ځي.
دی په سړه سینه ځواب ورکړي:
ـ بس غاړه پرې خلاصه کړه چې خدای ته دې غاړه خلاصه وي نور یې پرېږده چې څه کوي هغه به کوي!
ګل مرجان ته دا پرېکړه درنده او ګرانه په نظر ورشي:
ـ دا ناشونې او ډېره ګرانه ده.
هغه وخاندي:
ـ د خدای ساده هر څه شوني دي.
ګل مرجان چې د ده خبرو ته سوچ کې تللی و لکه بیده چې وي او له خوبه راکښېني:
ـ هغه څنګه؟
ـ هغه دا چې لاړ به شې بل واده به وکړې.
په ګل مرجان یې خبره ښه ولګېږي، تصدیق یې کړي:
ـ دا خو دې ولا چې زبردسته خبره وکړه.
دی سر وخوځوي، د خپلې خبرې پخلی نور هم وکړي:
ـ پوهېږې دا کار هم ثواب دی او هم خرما.
ګل مرجان ووايي:
ـ هغه څنګه؟
ده ورلنډه کړه:
ـ هغه دا چې یو به دلته له هره ورځ ګناه خلاص یو او بل به مو زړې ښځې په ځوانو بدلې شي.
ګل مرجان لاس ور اوږد کړ:
ـ بس پنجه کړه، ته مخکې زه درپسې.
په دې سره دواړو کلکې پنجې ورکړې.
وایله ـ ډنمارک
دشپې لس نیمې بجې
د۲۰۱۹ ميلادي کال د دسمبر۲۶
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320