د ژورنالیزم د ورځی په مناسبت

زمری محقق

0 894

د ژورنالیزم د ورځی په مناسبت :

د خواخوږی او تبریکی پیغام

خپلو هم مسلکه ژورنالیستانو ته د مبارکی ویلو تر څنګ د هیواد او خلکو هغو دښمنانو ته چی زموږ وطنپال ژورنالیستان یې په بی رحمانه ډول ترور او شهیدان کړی دی ، کرکه او نفرت لیږم .

په اوسنی دوران کی چی د افغانستان په شمول د نړی په ګوټ ګوټ کی د اور لمبی بلی دی ، رسنیو (میډ یا ) د جګړی د تودو سنګرونو په شان د پاملرنی وړ ګرځیدلی دی . دا ځکه چی فکری او عقیدوی جګړی د هیوادونو د کړکیچونو او ستونزو د حل په برخه کی کله کله د تودی جبهیی او وسله والی جګړی په پرتله ، زیات ، قاطع او فیصله کوونکی رول لرلای سی .

په تاریخ کی ډیری زیاتی پیښی موجودی دی چی دښمن د هرڅه لومړی پراطلاعاتی خپرونو ، راډیو ګانو او د عامه افکارو د تنویر پر بیلا بیلو وسایلو با ندی یرغلونه کړی او د هغوی په له منځه وړلو سره یی د ولس پر خوله پښه ایښی او تر وسه وسه یی زیار ایستلی دی چی د هغوی ږغ خاموشه کړی د بیلګی په توګه د ۱۹۹۲ کال د اپریل په پنځمه نیته د بلګراډ پر راډیو باندی حمله ،دغه راز په وارو وارو د الجزیری پر تلویزیون چی په منځنی ختیځ کی په انګلیس او عربی ژبو خپرونی کوی ، باندی وسله وال یرغلونه، او په دی وروستیو وختونو کی د طلوع د تلویزیون پر راپورترانو او کارکوونکو باندی وسلواله حمله (چی طالبانو پخوا لا هم په وارو وارو په دی ټنګار کړی ؤ چی هغه تلویزیونونه او خپرونی چی د دوی پر ضد نشرات کوی ددوی دهدف په لومړی سر کی واقع دی ) ، د فکری جکړی د یوی بیلګی په توګه یادولای سو.

څرنګه چی د عامه اطلاعاتو وسایل د هیواد دټولنیز سیستم د مغز حیثیت لری ، د ټولنی پر ذهنیت باندی ستره اغیزه ښندی نو د دښمن د نیزی تیره څوکه هم همدغو وسایلو ته متوجه ده . ځکه نو تر هر څه لومړی لازمه ده چی د هغوی د ساتنی او پیاوړتیا په لاره کی مادی او معنوی مرستی وه نه سپمول سی . په تیره بیا په اوسنیو شرایطو کی چی زموږ ګران هیواد افغانستان د تیرو څه د پاسه درولسیزو په اوږدو کی د بهر څخه پر موږ باندی تحمل سوی کورنی جګړی سره لاس او ګریوان دی ، د ا اړتیا احساس ده چی چارواکی د رسنیو امنیت ، ساتنی او پیاوړ تیا ته جدی پاملرنه وکړی . څو د هیواد قسم خوړلی دښمنان په سر کی د پاکستان ای اس ای ونه کړای سی چی زموږ پر ملی خپرونو او رسنیو باندی اغیزی وښندی.

او س چی زموږ په ګران هیواد کی د ر سنیو قانون ، د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې د حكم له مخې او د بشر د حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمې مادې په رعايتولو سره، د فكر او بيان د آزادۍ د حق د تاْمين او په هېواد كې د ټوليزو رسنيو د فعاليت د تنظيم په موخه وضعه شوی دی هیله ده چی ددی قانون په مرسته د عامه اطلاعاتو د وسایلو څخه په استفادی او استفاضی سره د خلکو د تنویرسطحه لوړه سی څو چی خلک وکړای سی خپل واقعی د دوستان او دښمنان و پیژنی .

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته وايي چي د افغان ژورنالستانو پر وړاندي تاوتريخوالی دتیرکال په پرتله زيات شوی دی.

احصائې ښې چی :
د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نيمايي کي په افغانستان کي لږ تر لږه ۱۰ ژورنالستان وژل سوي دي، چې داشمیره په ټول تیرکال کې ۱۳ تنه وه.

د راپور له مخي د تير ۲۰۱۶ کال د لومړيو ۶ مياشتو په پرتله د روان مېلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د افغان ژورنالستانو په وژنو کي ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېتې د راپور له مخی «د ۲۰۱۷ کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي ۷۳ پيښي ثبت سوي چي پکښي ۱۰ وژني، ۱۹ د وهلو ټکولو او ۱۲ د ژوبلېدو پیښې شاملې دي.»

د یونما د یوه راپور په بنسټ : « د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې په افغانستان کې ۱۱ ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ هدفي وژنو په مجموع کې پر روان بهیر د خلکو باور کم کړی دی او دغه کار بیا د مهاجرت او ځان سانسور کولو سبب شوی دی. ډېرو ژورنالیستانو او مدني فعالانو لا پخوا دغه هیواد پريښې او مهاجر شوي دي »

دغه راز د ملګرو ملتونو دغه ماموریت د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱م کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو او مدني فعالانو د قتل یا وژل کیدو ۶۵ پيښې ثبت کړي دي.

تر ټولو ډير قربانیان په پلازمېنې کابل کې ول. دلته په دې وروستیو کې تندلارو افراطیانو په خپلو بریدونو کې له مقناطیسي بمونو څخه استفاده کړې ده

دی کی شک نشته چی حکومت هم نه یوازی داچی د ژورنالیستانو د امنیت ساتلو په برخه کی ، لکه څنګه چی لازمه ده ،هڅه او تلاښ نه دی کړی بلکی تر ډیره بریده یې لازم معلومات هم د رسنیو په واک کی نه دی ورکړی . او د بیان پر آزادی یې د سانسور تورې منګولو ښخی کړی دی .

په پای کی د نړی دګوټ ګوټ وژل سوو ژورنالیستانو، اروا ښاده او نوم دې تلپاته غواړم .

عکس :

د ترور او وحشت قربانیان ژورنالیستان :

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply