په دې وروستیو وختونو کی په سویډن کی د قرآن شریف د سوځیدلو له امله په اسلامی هیوادونو او همدارنګه د نړی په نورو هیوادونو کی په پراخه پیمانه غبرګونونه ، خبرونه او تبصیری روانی دی . چی په دغه لړکی د ډنمارک د خبرونو سرلوحه هم دا موضوع ته ټاکل سوی ده.
او پردې موضوع خبری روانی دی چی د مقدسو کتابونو سپکاوی منع سی ،که څه هم دا کارد ډنمارک د بیان د آزادی د قانون (ytringsfrihed )
سره په ټکر او تضاد کی دی . خو بیا هم ځنی سیاسی پارټۍ اوسیاستوال غواړی چی د اوسنیو نړیوالو شرایېو په پام کی نیولو سره د نومودی قانون په متن کی بدلون راولی او دا کار یو تخریبی عمل وګڼي .
دا هم ځکه ګی د نړۍ د مسلمانانو نارضایتی په تیره بیا د سویډن ډنمارک څخه ورځ په ورځ مخ به زیاتید دي .
همدا نن (۱/۸/۲۰۲۳) د نړی د ۵۷ اسلامی هیوادونو چی کابو د یونیم ملیارډ مسلمانانو استازیتوب کوی ،لویه غونډه جوړه سوی چی په سویډن او ډنمارک کی د قرآن شریف د سوځیدو موضوع یې د اجنډا په سر کی ځای لری .
دا په داسی حال کی ده چی د ډنمارک د استخباراتوPET پخوانی مشر Hans Jørgen Bonnichsenهنس جان بوچسن ، دا وړاندیز کړی وو چی تر دې وروسته دی د مقدسو کتابونو سوځل د خرابکاره عمل په توګه د سزا په قوانینو کی ور اضافه سی څو د دې ناوړه کار مخنیوی وسی .
هنس یانس دا خبره د محمد د کارتون یا انځورکښلو په وخت کی پخوا لا کړی ؤ .
له همدی امله د دنمارک د عدلې د وزیر د امر سره سم د ډنمارک پر پولو په تیره بیا د جرمنی سره پر سرحد باندی د پولیسو او استخباراتو کډ سخت کنټرو لګول سوی دی . دا هم ځکه چی د ډنمارک د استخباراتو PET د را پور له مخی ډنمارک ،د ترور د سخت خطر سره مخامخ دی . همدا ډول سویدن هم پء خپلو پولو باندی سخت کنټرول لګولی دی .
همدا اوس د منځنی ختیځ د میډیا یا ډلیزو رسنیو غټ عنوانونه په سویډن او ډنمارک کی د قرآن شریف سوځولو ته وقف کړی دی .
دغه راز د OIS یا دنړی د مسلمانانو د ۷۵ هیوادونو د استازوه په غونډه کی پریکړه سوی ده چی ډنمارک او سویډن باندی د اقتصادی ، کلتوری او نور ډول ډول فشارونو څخه کار واخستل سئ .
د پرمخ تللو هیوادونو په اساسی قوانینو کی عمومآ د دین او مذهب په هکله داسی لیکل سوی وی : « هر څوک آزاد دی چی هر دین او مذهب چی یې زړه غواړی انتخاب کړی ، خو په عین حال کی هر څوک دا حق لری چی پر هردین او مذهب انتقاد او نیوکه وکړی .»
باید وویل سی چی د قانون دا پرمختللی ماده هم د کلونو کلونو د مبارزو په نتیجه کی تثبت سوی ده .
د بیلګی په توکه په ډنمارک کی د مقدسو کتابونو د توهین په هکله لاندنی پړاونه وهل سوی دی :
د توهین پاراګراف تاریخ :
په ډنمارک کې د توهین لومړی حکم په 1683 کې (د پنځم عیسوی ) په زمانه کی نافذ شو.
د دغه قانون په اساس که چا خدای ته سپکاوی کړی وای نو یې ژبه او یا سر ور پریکوی .
د 1930 م کال را ورسته د جزاد قانون په وروستي نسخه کې،
دا درج سول چی د مذهب په وړاندی جرمونه او سپکاوی د ټولنی د عامه امن او نظم د خرابولو په څیر منع او سر غړونکی یې د قانون منګولو ته سپارل کیدۍ .
دا حکم نه یوازی د دین د ساتلو بلکی د ټولنیری سولی او ارامی سره مرسته کڼل کیدل .
چی د دې مادی څخه په سر غړونه په وارو وارو خلک په سزا رسول سوی دئ .
په 1938 کې، د نازیانو یوه ډله د هغو پاڼو د ویشلو په تور محکومه شول چې یهودان یې د غیر یهودي نجونو په ځورولو تورن کړی ول . سزا یې هم د 20 څخه تر 80 ورځو پورې د بند موده وه.
په هغه وخت کې د نژاد پرستۍ قانون شتون نه درلود. نو کله چې د اجتماعي بدنامۍ خبره راغله ، نو به یې د همدغه ماده پر تطبیقوله .
په ۱۹۴۶ کې، یوه ډنمارکي جوړه هغه وخت د شپږو ورځو بند او لس کورونو جریمې سزا ورکړل کله چې دوی د مذهبي جامو اغوستلو په وخت کې د کارنیوال لپاره یو یو ناوکی ( ډیوبڅ) (۱) کړل .
………………………………………..
(۱)
ډیوبڅ : کله چی یوهلک یا نجلی وزیږی بیا نو کلیسا ته وړل کیږی او هلته د ډیوب Døbt مراسم تر سره کوی .)
…………………………………………………………………………………………..
په ۱۹۷۱ م کال کی
د ډنمارک راډیو دوه مسؤل مدیران د دې لپاره محاکمه شول چې سندرغاړي (ټریل) ته یې د هغی سندرې ویلو اجازه ورکړه چې خدای ته سپکاوی په کی سوی ؤ .
Jens Jørgen Thorsen دغه راز په ۱۹۷۶کال هنرمند ینس
د محکمی څخه هغه وخت وتښتیدی کله چی یې په یوه فلم کی د عیسی او
مریم مګدالین سره جنسي صحنې وښودلی .
۲۰۰۴ کال ډنمارک راډیو د ( سب میژن ) په نوم یو اسلامی فلم په ښودلو سره تر پوښنی لاندی راغله خو محاکمه نه سول .
Jyllands-Postens په دوه زره شپږم 2006میلادی کال کی سهارنی ورځپاڼه
د پیغامبر محمد ( ص) د یوه بم سره انځورکړی او خپورکړی دی . خو نه د تصویر کښونکی او نه هم نوموړی ورځاپاڼه محاکمه سوی ده .
دغه راز په ۲۰۱۷ کال یو سکاند ویا یې شخص ، له دې امله تر پوښتنی لاندی نیول سوی دی چی د قرآن شریف د سوځولو ویدیوو یې په فیس بوک کی خپره کړی وه . خو مخکی له دی چی دي محکمه سی د مقدسو کتابونو د توهین مربوط پرګراف لغوه سو نو ځکه دی هم د مجازاتو څخه خلاص سوو . سر چینه :
Kristeligt Dagblad og DR
په نتیجه کی داسی ښکاری چی که سویډن او ډنمارک که په خپلو دغو کړونو کی بدلون را نه ولی نو به د اسلامی نړۍ د نورو اقتصادی ، کلتوری …. فشارونو سره هم مخا مخ سی .
اوس هم یو شمیر زیاتو اسلامی هیوادونو د سویډن سفاران ، د قرآن شریف دسوځولو له امله را احضار کړی دی چی په دی جمله کی افغانستان هم د سویډن یو شمیر مرستی چی په بیلا بیلو برخو کی د افغانانو سره کیدی ور جواب کړی دی . چی دا کار یې زموږ د بیچاره ملت په حق کی ظلم ګڼل کیږی . ځکه چی دا مرستی زموږ د مصیبت ځپلو خوارو خلکو ته چی پر سر ټوپی او په پښو څپلی نه لری ، په تیره بیا په اوسنیو شرایطو کی ډیر اړین دی .
پای .
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.