طالباني سانســور

  زمری محقق

243

لکه چی خبریاست د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت له پوهنتونونو د “حنفي فقهې خلاف” کتابونو راټولولو امر کړی دئ. (۲۲ ډیسمبر ۲۰۲۳)

دوی زیاتوی چی “ټول هغه کتابونه چې د حنفي فقهې خلاف، سياسي او عقيدوي مشکلات رامنځته کوي له کتابخونو دې لېرې او پر ځای يې د نبوي سيرت کتابونه ځای پر ځای شي.”

دغه لیک چې د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد رياست مشر شکرالله وحدت لاسليک کړی، خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو ته سپارښتنه کوي چې د نويو کتابونو فهرست یا نوملړ دې له وړاندې دوی سره شريک کړي.

ســانســــور څه ته وایي؟

سانسور د وینا، عامه اړیکو، او نورو معلوماتو منع کولو یا حذف کولو ته ويل کېږي. دا ممکن له دې امله ترسره شي چې دا ډول معلومات کېدای شي تر نیوکې لاندې، مضر، حساس یا “ځوروونکي” وي. سانسور کېدای شي د حکومت، خصوصي بنسټونو، یا نورو کنترول کوونکو اشخاصو له خوا په لار واچول شي.

کېدای شي حکومتونه  او خصوصي بنسټونه سانسور وکړي. نورې ډلې یا بنسټونه کولای شي د سانسور لپاره وړاندیز او غوښتنې وکړي. عمومي سانسور لکه د وینا، کتاب، موسیقي، فلمونو او نورو هنري کارونو، مطبوعاتو، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ په بېلابېلو رسنیو کې واقع کېږي، لکه ملي امنیت، د فحشا کنترول، د ماشومانو د فحشا کنترول، او د کرکې وینا، څو د ماشومانو یا نورې زیان منوونکې ډلي خوندي، سیاسي یا دیني نظریاتو رواجولو یا محدودلو، او له تهمت او سپکاوي څخه مخنیوی وکړي. (۱)

خو د دې عام تعریف معنا دا نه ده چی د فکر اوعقیدې آزادي دي محدوده او سانسور سئ .

یو خو په اوسنۍ پرمخ تللی نړۍ کی چی د انترنیټ په مټ هرڅه هرځای لیدل او لوستل کیدای سی نو د پخوا په څیر دسانسور پروسه کمزوری سوی او حتی ناممکن سوی ده .

د بلي خوا انسانان آزاد پیداسوی او د فکر او عقیدی آزادی یې د ملګرو ملتونو په منشورکی هم تضمین سوی ده افغانستان کی د اوسني دیفکتو De facto رژیم په راتګ سره چی د ملګرو متونو د نړیوالو منل سوو پرنسیبونو څخه په سرغړوني سره د خلکو حقه حقوق ، د قانون د نه موجودیت له امله ، تر پښو لاندی سوی دي ، اوس یې بیا د کتابونو سانسور ته لاس اچولی او یوازی هغو کتابونو ته په کتابتون کی د پریښولو اجازه ورکوی چی د حنیفی شرعی سره سمون ولری .

 په داسی حال کی چی زموږ په ګران هیواد کی لږ تر لږه په سلو کی دیرش برخه غیر سونی مسلمانان  یعنی شعیه ګان اوسیږئ همدارنګه سیکان او هندوان هم زموږ د هیواد اوسیدونکی او د خپلو مذهبی ازادیو دلرو مستحق دئ.

آیا هغوی حق نه لری چی په کتابتونو کی د خپلو دیني عقایدو مربوط کتابونه ولری ؟

حتی په خپله د سونی حنیفی فیقی  پیروانو ته هم دا لازمه ده چی د نورو مذهبونو. او ادیانو په هکله معلومات ولری . تاسو وګوری د نړی ستر اسلامی عالمان او د حنیفی فقی پیروانان هم د نورو ادیانو په هکله د زیاتو معلوماتونو څښتنان دئ چی د اړتیا په صورت کی په خپلو بیانونو کی خپلو خلکو ته د نور ادیانو په پرتله د حنیفی فیقی د حقانیت د ثبوت ادعا او یادونه کوی .

 د بیلګی په توګه  ډاکتر ‌ذاکر نایک  تل د خلکو ډول ډول پوښتونو ته ځکه ښه ځوابونه ورکولای سی چی د نورو مذاهبو او ادیانو څخه پراخ معومات لری .

نو که زموږ مسلمان ولس د هر اړخیزه دینی او مذهبی اومدنی علومو د زدکړو د پراخی نړی څځه بی برخی او یوازی د حنیفی فیقی په تنګ چوکاټ کی محدود پاته سی ، دا به د دوی په حق کی بیله شکه، ستره جفا وی .

دی کی شک نشته چی مطلقه او بی بندوباره آزادی د نړی په هیڅ ګوټ کی نه شی عملی کیدای

خو د سانسور لپاره هم ټاکلی چوګاټ موجو وی چی دا بیا په بیالا بیلوهیوادونو کی په ډول ډول طریقو سره د عمل جامه اغوندي .

د بیلګی په توګه په ډنمارک کی چی د مطبوعاتو آزادی د قانون په چوکاټ کی (اساسی قانون ۷۷ ماده) تضمین سوی ده .

بیا هم د هلکانو سره د جنسی اړیکو عکسونه او تبلغات یا هم د راسیزم یا نژادی تو پیر مسایلو ته لمن وهونکی فعالیتونه او تبلیغات منع او سانسور کیږی .

د ســـانسور ډولونه :

  سانسور ډیر ډولونه لری چی تر ټولو عام یې په لاندی ډول دئ :

  • اخلاقي سانسور د هغو موادو حذف دی چې فحش وي یا له اخلاقي اړخه په بل ډول تر پوښتنې لاندې راشي. د بېلګې په ډول فحش فلمونه ډېری د دې منطق پر بنسټ سانسور کېږي چې په ځانګړي توګه د ماشومانو فحشا فلمونه د نړۍ په ډېری قضایي نظامونو کې ناقانونه او سانسور دي.   (۲)
  • د دیني سانسور پر بنسټ هغه مواد چې د یو ځانګړي دین له خوا د نیوکې وړ ګڼل کېږي له منځه وړل کېږي. په دې ډول سانسور کې ډېری وختونه یو مسلط دين په یو غیر مسلط دین محدودیتونه راولي. په بله وینا، یو دین د بل دین کارونه ممکن له دې امله  محدود کړي چې فکر وکړي دا ډول منځپانګې د هغه دین لپاره مناسبې نه دي.

پوځي سانسور له دښمن څخه د پوځي استخباراتو او تاکتیکونو محرم او لرې ساتل دي. دا ډول سانسور د جاسوسۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

  • سیاسي سانسور د حکومتونو له خوا له خپلو اتباعو څخه د معلوماتو د محرم ساتلو په و خت کې پېښېږي. دا ډول سانسور ډېری وخت د خلکو د کنټرول لپاره کېږي او د هغه ازاد بیان مخه نیسي چې ممکن بغاوت رامنځ ته کړي.
  • شرکتي سانسور هغه بهیر دی چې له مخې یې ایډیټوران یا تصحیح کوونکي په سازماني رسنۍ کي لاس وهنه کوي څو د هغو معلوماتو خپرول محدود کړي چې د دوی سوداګرۍ یا سوداګریزو شریکانو په اړه منفي وي، یا له دې امله لاس وهنه کوي چې خلکو ته د بدیلو وړاندیزونو د رسولو مخنیوی وکړي. (۳)

         که څه هم پورتنی ډول سانسورونه او بندیزونه په یوه یا بل شکل توجه کیږی خو له بده مرغه په اوسنی نړی کی ډیر ستر هیوادونه چی ځانونو د ډموکړاسی او د بیان د آزادی بنسټ ایښودونکی او اتلان ګڼي ، بیاهم د خپلو ګټو د تآمین لپاره د ملګرو ملتونو د منل سوو مثاقونو او اصولو څخه په سر غړونی سره د بیان  او مطبوعاتو آزادی  په عمل کی نه پلی کوی .

د بیلګی په توګه موږ وینو چی د اوکراین د جکړی ښکیلی دواړی خواوی یو د بل مطبوعات سانسوروی او نه پریږدی چی د بیان د آزادی د منل سوی اصل مطابق خلک وکړای سی چی د دواړو خواوو مطبوعاتوته رسیدګی ولری ، څو د مسایلو په هکله خپله ، آزاد قاضاوت وکړای سئ .

د سانسور تاریخ ته یو ځغلنده نظر :

له میلاد مخکې په 399 کال کې یوناني فیلسوف سقراط، په داسې حال کې چې د یوناني دولت له خوا د هغه د فلسفي زدکړو سانسور کولو هڅو په مقابل کې  سرغړونه کوله، د اتن ځوانانو په فساد تورن کړ او  د هملاک hemlock زهرو څښلو سره په مرګ محکوم شو.

د سقراط د محکومیت جزئیات د افلاطون له خوا په لاندې ډول لیکل شوي دي. سقراط له میلاد مخکې په ۳۹۹ کال کې محکمې ته یوړل شو او وروسته د اتن د ځوانانو ذهنونو فاسدولو او بې ایمانۍ (اسبیه، asebeia“د دولت په خدایانو عقیده نه درلودلو”) له امله  مجرم وګڼل شو او د هیملاک لرونکي مخلوط د څښلو په واسطه د مرګ په سزا محکوم شو. (۴)

افلاطون چې د سقراط شاګرد و د جمهوریت په اړه په خپله مقاله کې د سانسور ملاتړ کړی ؤ چې د ولسواکۍ له شتون سره مخالف و. یوناني ډرامه لیکونکي یوریپایدز (۴۸۰ – ۴۰۶ کلونو تر منځ مخکې له میلاد نه) د افلاطون برعکس د آزاد زیږېدونکو نارینه او په آزاده توګه د خبرو کولو له حق څخه دفاع وکړه.

 سویډن په ۱۷۶۶ کال کې لومړی هېواد شو چې سانسور یې د قانون په بنسټ لغوه کړ.( ۵)

سانسور د نامناسبې کړنې په توګه او د پرمختګ پر وړاندې د خنډ کېدو له امله د تاریخ په اوږدو کې تر نیوکې لاندې راغلی. ، ټولنیز تبصره کوونکی مایکل لینډېر په ۱۹۹۷ ز کال کې د انټرنېټ د سانسور په اړه په یوې مقالې کې ادعا وکړه چې سانسور د مولدیت خنډ دی ځکه چې سانسور د دې لامل کېږي چې یوه موضوع له بحث څخه پاتې شي. لیندیر د دې ادعا سره خپل استدلال پراخوي او وایي، هغه څوک چې سانسور پلي کوي باید دا په پام کې ونیسي چې سانسور اړین دی او که نه؛ ځکه هغه کسان چې ځانونه سم ګڼي باید له هغه فرصت څخه چې مخالف لیدلوری کسانو د ردولو لپاره یې لري، هرکلی وکړي. [۰۶)

په ټولنه کې سانسور ډېری د اخلاقي ارزښتونو د پلي کولو لپاره کارول کېږي لکه، د هغو موادو سانسور کې چې فحش ګنل کېږي. انګریزي ناول لیکوونکی اي ام فورستر د فحش یا غیر اخلاقي موادو د سانسورسخت مخالف و، هغه د اخلاقو د شخصی توب او د اخلاقی ارزښتونو د دوامداره بدلون موضوع راپورته کړه. کله چې د ۱۹۲۹ ز کال د (لیډي چاتلرلي مینه) ناول په ۱۹۶۰ ز کال کې محکمې ته وړاندې شو، فورستر لیکي:

د (لیډي چاتلرلي مینه) ارښتناکه ادبی کار … زه فکر نه کوم چې دا به فحش وي، خو دلته له دې امله په مشکل کې یم چې زه هېڅکله  نه یم توانېدلې چې د فحشا په قانوني تعریف پوه شم. قانون ماته وایي چې فحشاء ممکن یو کس بدلمن او بدنام کړي خو تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، دا هیڅ کله د فساد او بدلمنۍ تعریف نشي کېدلی.

د سانسورشویو معلوماتو پلویان هڅه کوي چې  د توجیه لپاره یې بېلابېل دلیلونه راوړي:

ښکاره سانسور د جګړې په وخت کې د هغو معلوماتو د خپریدو مخنیوي لپاره ترسره کېږي چې ممکن دښمن ته ګټور وي. معمولاُ په دې کې د وخت یا ځایونو پټ ساتل، یا د معلوماتو خپرولو ځنډول (د مثال په توګه یوه عملیاتي موخه ) تر هغې چې د دښمن د ځواکونو لپاره نور د کارونې وړ نه وي، شامل دي. په دې ډول سانسور کې ډېری اخلاقي مسایل په یو څه توپیرسره لیدل کېږي، ځکه چې د دې ډول سانسور پلویان استدلال کوي چې د تاکتیکي معلوماتو خپرول د ځواکونو ترمنځ د تلفاتو لوی ګواښ را منځ ته کوي او ممکن د جبهې د له لاسه ورکولو لامل شي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترځ کې د بريټانوي سرتېرو لیکونه باید سانسور شوي وای. په دې کې د افسرانو یو ډله ګمارل شوې وه چې لیکونه یې تور مارکر چک کول او هر هغه شی یې خط وهل چې ممکن د لیک له استولو مخکې د عملیاتو محرمیت له ګواښ سره مخ کړي. د دویمې نړیوالې جګړې شعار “Loose lips sink ships” د رسمي جګړې پرمهال د سانسور کولو لپاره کارول کېده او یو کس دې ته هڅېده چې د ممکنه حساسو معلوماتو د شریکولو پرمهال پټه خوله پاتې شي.

د “حذف” یوه پالیسي چې د ستالین په وخت کې او په پخواني شوروي اتحاد کې حاکمه وه د هغو خلکو عکس بدلول وو چې د ستالین له خوا په اعدام محکوم شوي وو. که څه هم اصلي انځورونه په یاد پاتې یا پټ ساتل شوي وو، خو د خلکو په ذهنونو کې د تاریخ دا قصدي بدلون د ستالین د مکتب او د هغه وخت د استبداد یو له مهمو تګلارو څخه و.

 ۲۴/۱۲/۲۰۲۳

 

مآخـــــــــذونـــــــه او سر چینې :

 یکپیډیا  (۱).

Child Pronography ( 2)

David Goldberg; Stephan G. Verhulst; Tony Prosser (1998). Regulating the Changing Media: A Comparative Study.

Oxford University Press. (3)

(4)  Debra Nails, A Companion to Greek and Roman Political Thought Chapter 21 – The Trial and Death of (Socrates John Wiley

& Sons, 2012

(5)  “The Long History of Censorship”, Mette Newth, Beacon for Freedom of Expression (Norway), 2010

Internet Censorship is Absurd and Unconstitutional” Archived 2019-06-29 at the Wayback Machine., Michael Landier, 4 June 1997  )

(۷)  د ی بی سی د خبرونو پاڼه

 (۲۴/۱۲/۲۰۲۳ )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.