د شهید میوند وال د کودتا او «ځان وژني » په هکله نوی څرګندوني

زمری محقق

485

د شهید میوند وال د کودتا او «ځان وژني » په هکله نوی څرګندوني

څو ورځی مخکی (  ۹/۲/۲۰۲۳ ) د بهار تیلویزیون د ښاغلی حبیب هوتکی په یوه برنامه کی د ښاغلی خدایداد بشرمل په میلمه توب په یوه برنامه کی د نورو مسایلو تر څنک د خدای بخښلی شهید میوندوال د شهادت او «کودتا» په هکله ډیري خبري وسوی .

په دغه برنامه کی ښاغلی بشرمل په ټینګار سره وویل چی شهید میوند وال واقعآ کودتا کول نو ځکه ونیول سو ….

غواړم چی په لنډه توګه د خپلوسترګو د لیدلی حال ترڅنګ زما د پلارمرحوم محمد علم بڅرکی

  د سوسیال دموکرات (مساوات) د ګوند منشی او نورو د نظر څښتنانو اندونه در سره شریک کړم .

( باید وویل سی په هغه کنګره کی چی په ۱۳۴۹ ه ش کال کی زموږ په کور خیر خانه کی جوړه سول د رایو په اتفاق ښاغلی میوندوال د عمومی منشی او ښاغلی محمد علم بڅرکی د هغه دمرستیال او او دګوند د منشی په توګه وټاکل سو )

ښه می پیاد دی چی  د ۱۹۷۳ م کال دسنبلی په شلمه نیټه د را ډیو څخه د ا خبر خپور سو چی میوند وال او یو شمیر ملګري یې د یوه بهرنی هیواد په مرسته کودتا کوله او ونیول سو .

په دغه وخت کی زه خپل پلار( مرحوم بڅرکی ) سره پر یوه دسترخوان ناست وم چی دا خبر خپور سو نو بڅرکی صاحب په ډیر تعجب سره ماته مخ راواړوی او وه یې ویل :

« څنګه کیدای سی چی ښاغلی میبوند وال دی دومره غټه خبره زما څځه پټه کړی وی »

په هر صورت څرنګه چی د میوند ول پر کودتا یې هیڅ باور نه کاوه ځکه یې نو د پټیدو لپاره هیڅ تپ او تلاښ ونه کړ .

ماته یې ویل چی زموږ ګوند ځانته خاصه مرامنامه او اساسنامه لری چی د کودتا سره هیڅ اړخ نه لګوی . او د داودخان تر کودتا ورسته ما خپله دسوسیال دموکرات د ګوند د منشی په توګه په داسی حال کی چی ښاغلی میوند واال په خارجی کی و د ښاغلی عزیز الله واصفی چی هغه و خت د جلال اباد والی و ، په لاس زموږ د ګوند دریځ د تبریک په تر ځ کی،  ښاغلی داود خان ته ولیږی او هغه هم خپله خوښی څر ګنده کړل ( لیک د محمد علم بڅر کی د ژوند ځنی برخی کتاب۸۶ مخ کی ثبت دی )

څرنګه چی د داود د کود تا پر وخت ښاغلی میوند وال په خارجی کی و . نو د مرحوم بڅرکی سره یې اړیکی ساتلی .

مرحوم بڅرکی راته وویل چی ما د ګوند په استازیتوب میوند وال صاحب ته دا مشوره ورکړل دی باید اوس دستی هیواد ته رانسی خو ده ونه منل ویل دومره لویه پیښه سوی ده زه څنګه رانه سم ….

لنډه دا چی مرحوم بڅرکی په ټنګارسره د شهید میوندوال کود تا  ، ردول او دایې یوه دسیسه ګڼل .

دا وو زما د سترګو لیدلی حال اوس به نو د مرحوم بڅرکی لیکل سوی نظر ته، ستاسو پاملرنه را واړوم :

 مرحوم بڅرکی په دغه کتاب ( دمحمد علم بڅرکی د ژوند ځیني برخي ۸۷ مخ) کی لیکی :

« … ښاغلی میوند وال سمدلاسه هیواد ته را ستون سو او په هیواد کی یې پرله پسی

دجمهوریت دتا ئيد غونډي هم جوړي کړي او دسردار محمد داود څخه یی دلاښي ډیموکراسی او په هيوادکي دازادی، رفاه، استقلال اویوه واقيعي جمهوريت دتامین به خاطرخپل ملا ترهم اعلان کړ.

 خو بیا هم دبده مرغه په هيواد كي هغه عنا صر دسردار محمد داود پر شاه و خوا را تاو سوي ، چي په هیواد  په چارو کی یې مشوره د پردیو څخه اخیستل . او میوند وال هغه کس و چی هم یې په روشنفکرانو او هم یې په تکنو کراتانو کی ، پوره محبوبیت در لودی . چی دغه محبوبیت د دې سبب سو چی د وخت واکداران په ډارکی سول او ښاغلی میوند وال یې د د ښمن او کودتاچی په نوم بندي کړ  او د هغه په اړوند یې یو لړ مشهور هیواد پال هم ورسره ونیول چی نامتو کسان یې عبارت دی له :

: محمد عارف شینواری ، دسپن زرد شرکت مشر سرور ناشر، عبدالرزاق میونداو ځيني نور ملي ،مخورخلک، عسكري صاحب منصبان اوداسي نور…. ونيول سوه. خو دکوند دغړو څخه یوازي په دغه شپه چي ميوندوال صاحب نيول کيږي دمحمد علم بڅركي كور هم محاصره . کيږي او خپله محمد علم بڅرکی یی هم دکوره وایسته او په وزارت داخل کي نظر بند کړ په دې وخت كي محمد علم بڅرکي په کابل کي دخير خاني په شمالي برخه کي چي پنجشیروات يي باله هلته په یوه کرايي كوركي هستوګنه کول.

 نوموړې سیمه دپولیسواوپټوپولیسو دخوا تر کنترول لاندي را غله او په شپه کي یې مرحوم محمد علم بڅرکی دځانه سره بوتلی ، چي دځای په باب يي هیڅوک هم نه پوهیدل، خو پسله هغه چي په هراړخيزه توګه يي دكور تلاشي واخيسته او هیڅ کوم داسي سند یې هم پيدا نه کړ، چي پر هغه دي دمساوات دګوند ثبوت دکودتا په باب وسي ، يا دي دمر حوم محمد علم بڅرکی څخه داسی خبري ترلاسه سي، چي نوموړې کودتا دي دمساوات یا محمدهاشم میوندوال دخوا څخه تر تیب سوې وي .

 نو یې پسله څو ورخوتحقیق څخه دمساوات دګوند منشي محمد علم بڅركي بيرته راخوشي کړ. ولي دنور تحقیق دپاره تقریبا دوی مياشتي وزارت داخلي ته هره ورځ دپوښتنو دپاره ورتلی په نوموړي تحقيق كي ديادولوور كيسه دوزیر صاحب فیض محمدخان خبري او تحقیق دی چي په مخامخ ډول يې ديوه ډیالوک په څیر د مرحوم محمد علم بڅركي سره په لاندي ډول ترسره کړ:.

لومړی پوښته وزیر صاحب داخله : تاسي کودتاکوله دافغانستان دجمهوري دولت په مقابل کی ؟

ځواب : محمد علم بڅرکی: زموږ دمساوات دگوند په مرام کي کودتا نه ده تا ئید سوې ، ځکه زموږ مبارزه مسالمت آمیزه ، قانوني او پارلماني ده .

سوال : تاسي په نظامي برخه کي جلب او جذب درلود او ځيني جنرالان مو دځانه سره دنظامي عمل دپاره جذب کړي دي . .

خواب: تاسو په خپل ټوله توانايي زموږ دکور اسناد بیله کوم مشکیله تر لاسه کړي دي او دګوند پرو گرام هم دا اوس ستاسو مخ ته پروت دی په دې کي دکوم نظامي شخص نوم هم نه سته او نه په نظامي برخه کي زموږ کوم منصبدار زموږ سره په پټو خبرو يا کودتا کي شامل دی ، کودتا هغه ګوندونه کوي، چي دخلکو پر اراده با ندي عقيده او ايمان ونه لري ، چي دنيکه مرغه موږ پر خلکو باندي عقيده لرواوخلک هم زموږ سره په مسالمت آمیزه مبارزه کي شامل دي .

دوزيري داخله فيض محمد پوښتنه : میوندوال موږته يو ملي خائین دی؛ ته په دې کي څه وايي؟

ځواب : نوموړې کلمه تاسي تر وخت تر مخه استعمالوی ، ملي خيانت هغه وخت څر ګنديږي چي يوه بي طرفه علني محکمه داسنادو پر بنسټ دخلکو په مخ کي دا ثابته کړی ، چي

څوک مجریم اویا څوک بی گناه دی خو که تاسي داسي اسناد ولری نو تاسي يې محکمې ته وړاندي کړی، چي دهیواد ټوله خلک پر هغه با ندي خپل قضاوت وکړي که نه نو تاسي دزور پر چوکی ناست یاست او عدالت مو دپامه غورځولی دی … په داسي حال کي چي وزيري داخله په قهر سواودخپلي چوکی څخه ولاړ سو لاسونه یی پر میز کیښودل په ډیر درد يي مر حوم محمد علم بڅركي ته وويل :

 لږوخت بعد به دغه اسناد خلکوته وړاندي کړو .

پوښتنه : ته دګوند دوهم غړى او منشي يي ؟

ځواب : بلي هو دګوند غړو ماته دغه دنده را سپارلی ده .

پوښتنه : میوندوال یو کودتا چي دی او خائین دی!! اوته با ید  موژ ته د دغه دګوند په نماينده کي راته نویشته کړې څوستا اودګوند مسؤلیت خلاص سي. خائین دی که نه دئ ؟

ځواب : زما خپل نظر په شخصي لحاظ دادی ، چي ميوندوال زموږ. دګوند مشرووموږ دهغه په باب نه پوهیږو اونه موداسي اسناد تر لاسه کړي دي،چي دهغه دخائین توب سبب دي سي . او که مو چيري تر لاسه کړل  بیا به نو نه یوازی زه دا قضاوت وکړم بلکي ؛ گوند به هم دهغه په باب دغسي نظر وړاندي کړي .

پوښتنه : بیا هم وایم میوندوال کودتا کوله او هغه څوک چي دجمهوري نظام په مقابل کي کودتا کوي هغه با يد يو خائین وګڼل سي ته موږ ته ولیکه دخپل کوند په استازي توب چي ميوندوال هیواد ته خائین دی ، نوموږ به تا اوستاسي گوند د میوندوال څخه جلا کړو .

ځواب : ښا غلی وزیر صاحب ؛ که ته چيري زما شخصي نظر غواړي او پر ما د دې فشار راولي، چي زه ديوه فرد په صفت تاسي ته ولیکم چي ميوندوال خائین وو ؛ دابه تاسي ته څه ګټه ورسوي … او که زه دمساوات دگوند په استازي توب تا سي ته وليکم چي دگوند پریکړهمداسی ده چی نور میوند وال زموږ سره نه دی او هغه خائین دی . نو تاسو باید چی لومړی زموږ ګوند په رسمیت وپیژنۍ او هغه ته د فعالیت زمینه برابره کړئ … نو به موږ پر دې خبره باندی غور وکړو اودګوند غړي به خپل تصمیم تاسو ته اعلان کړي ،خو د بده مرغه تاسو ټوله ګوندونه منحل اعلان کړی دی .

نوهر وخت چي تاسو گوند په رسمیت و پیژند هغه وخت به موږ هم پریکړه وكرو ؛ كنه إنو زما ځانگری نظر دارزښت وړ نه دی .

پوښتنه : غواړې ډيپلوماسي را سره وکړی ؟

خواب : نه ، نه غواړم ؛ يوزي غواړم چي قانوني خبري سره وکړو . په دې وخت کي نوموړي وزیر صاحب تليفوني اړيکي ديوبل لور پوړي چارواکي سره ونيول ، دمرحوم محمد علم بڅرکي په وينا ډير ګمان كيږي ، چي نوموړي تليفوني اړیکي به دانقلاب ٢٦ سرطان دلارښود سره وي ؛ ولي دخبرو موضوع يې همدغه وه ، داسي معلو ميده چي دموضوع په باب گذارش ورکوي پسله هغه خبري پايته ور سيدي ، مرحوم بڅركي ته یې مخ را واړا وه اووي ویل : سخت ډیپلوماټ یې اوس ولاړسه اواینده به هره ورځ دلته را خي او د تحقیق څانګي ته به حاضري ورکوي .

 داسي معلوميد له چی ښاغلی  وزير صاحب دانقلاب دلارښود سردار محمد داود امر

پرخای کړ او د هغه ددستور سره یی سم و مرحوم بڅركي صاحب ته دکورد تګ اجازه ورکړه چي پسله هغه دلومړي ځل دپاره کورته په داسي حال کي ولاړی، چي خپلوان او دهغه انډیوالان توله ورته پریشانه وه ، په ډیره بیا ښاغلی پوهاند عبدالشکور رشاد صاحب چي دکوروڅنګ ته یې کوروو  اودپېښي ورسته يي پولړ اسناد دمساوات دگوند په ارتباط له ځانه سره وړی وه ؛ داهغه اسناد وه چي یوازي دمساوات دگوند په ډیروباوري غړو پوري یي اړه درلودله، يعني كوندي پت اسناد . .

نوموری عمل دپوهاند استاد عبدالشکور رشاد يو ددوستی، وفاداری او قربانی څخه ډک عمل وو ، چي دخپل انډیوال دپاره یی دغه خطر پر ځان ومانه او اسناد یی خپل کورته په پور دلاوری سره یووړل . .

پسله هغه هم تر ډیره وخته دمساوات ارشیف دمرحوم عبدالشکور رشاد صاحب په کورکي پروت ؤ . که څه هم رشاد صاحب دمساوات په کوند کي نه وو.اودګوند څخه وتلی وو، خو بيا يې هم خپله علاقمندي دخپلو دوستانو سره ښودل …..

پسله هغه چي محمد علم بڅركي دفیض محمد وزيري داخله څخه رخصت سو ، نودتړون له مخي به هره ورځ دتحقیق شعبي ته دتحقیق په خاطر ورتلی او تحقیق به يي ور کاوه…..»

برسیړه پردی د یو شمیر زیاتو مؤرخینو او د نظر څښتنانو د لیکنو څخه داسي ښکاري چی د مرحوم داود د دوران د ډلیزو رسنیو هغه تبلیغات چی شهید میوندوال کود تا کول او بیا یې په نیکټایی ځان  ووژی . بی اساسه او د منلو وړ نه دی . چی په دی لنډ مطلب کی د ټولو د نظر څښتنانو اندونه نه ځایږی نو به (مشت نمونه خروار ) د کاندید اکادمسن ابراهیم اعطایی نظر درسره شریک کړم :

« د ميوندوال د کودتا او قتل پیښه :

«د داود خان د نژدی همکار حسن شرق په قول د سرطان د ۲۶ انقلاب څخه تازه یوه میاشت او څو ورځې تيرې شوي وي چې د پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندوال په مشری د يوې ډلې اطلاع ورسيده چي كود تا يې کوله او ددې سره سم ميوندوال او يو شمېر ملکي او نظامي خلک ونيول شول .

د ۱۹۷۳ د سپتمبر په ۲۰ دا خبرد رادیو څخه خپور شو چې ميوندوال او يو شمير ملگري يې چې د یو خارجی هیواد په مرسته يې کودتا کوله ونيول شول:

 جنرال خان محمد مشهور په مرستیال، جنرال گل بهار خان، دگرجنرال عبدالرزاق خان، تورن جنرال نیک محمد خان ،سهاک تورن جنرال محمد رحیم ناصری، برید جنرال عبدالحکیم کټوازی او د هغه دوه ورونه دگروال زرغون شاه مشهوور په ماما زرغون شاه، دگروال سید امیر هوایی او مدافعه هوایی قوماندان جنرال عبدالسلام ملکیار دگروال کوهات ،خان هوایی دگروال محمد اکرم او ځینی نور د ولسی جرگې وکیلان حاجی الله نظر هزاربزی، مولوی سیف الرحمن شینواری، سعد الله کمالی، جنت خان غروال د پښتنې تجارتی بانک رئیس، حاجی الله گل او ورور يې مولاكل تجاران حاجی حنان ځاخی، محمد عارف رکشا او یو شمیر نور .

دا ټول بندیان شول او د یو شمیر پولیسی افسرانو څخه متشکل د تحقیق هیأت ورته وټاکل شو چې په هغه کې عبدالصمد ازهر ، نصر الله عمرخیل، فاروق یعقوبی، د پولیس اکاډمی رئیس نبی ، غلام رسول اتمر او یو شمیر نور همکاران یې چې پرچميان وو شامل شول.

 دې هيأت د شپي تحقيق کاوه او ډيرې سختې شکنجې يې متهمينو ته ورکولې، بې خوابی، وهل، په غوږو کې درانه ږغونه کول، د مځکې ویشتل، په لغتو په ګيډه کې وهل، عادي شكنجي وي. د هیأت دغه تحقیق د قدیر نورستاني له خوا چې د ژاندارم او پولیسو قوماندان و لارښوول کیدئ .

په همدغه شکنجو چې ميوندوال يې په سینه او سرکې په درنو بوتو و هلی و مړ شو او بيا يې واخيست په کوټه کې يې په نیکتایی و ځړاوه او رنگ يې د انتحار ورته ورکړ او دا قتل ارادتاد صمد از هر په وسیله سرته ورسید ..

دیوان حرب دیگر جنرال غلام فاروق په مشرۍ په غونډه کې پر متهمينو چې په تحقیق کې

مجرمین بنوول شوی وو دا مجازات اعلان او تطبیق شول :.

د جنت خان غروال ، حنان خائی، الله نظر ، اله گل او مولا گل تول جایدادونه ضبط او دوی

بندیان شول. او نور په ترتیب سره د بند په مختلفو مود و محکوم شول ..

د تحقيق هغه پاڼې چې عکسونه يې په جرايدو کې چاپ شول په ډاگه معلومیدل چې دا تحقیق په جبر او زور شوی دی. د قراینو څخه دا هم پوره څرگنده شوه چې شوروی اتحاد د ميوندوال د وژلو توطیه جوړه کړې وه او د داؤد خان تر ږيره لاندې يې عملي کړه او په تاريخ کې يې د ميوندوال نوم لوؤ او د داود خان پر عمل يې نفرتونه راولټول . »

( د افغانستان تاریخ ته یوه لنډه کتنه  ۲۸۶ مخ . د اکادمسن کاندید محمد ابراهیم اعطایې )

د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ : د ښاغلی ملکیار هغه مرکه چی د شهید میوندوال د خانمی سلطانه میوندوال سره یې کړی ده ، د ښاغلی عبدالسلام جلالی (    ۸/۹/۲۰۲۳ نیټې د فیسبوک لیکنه )

، دمحمد عیسی نورزاد ،چی په هغه وخت کی د دهمزنک عمومی آمر و، سره مرکه ( عیسی نورزاد  د پولسو د ژاندارم د عمومی قومندان ، اخښی او د اعتماد وړ شخص و )

او داسی نور  ….

د شهید میوند وال روح دئ ښاد وی .

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.