د ډیورنډ فرضی کرښه او د خلکو غبرګونونه

زمری محقق

1,233

لکه چی خبر یاست د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار پرون (5 جنورۍ) ویلی دی :

 « د افغانستان سره پوله نړیوال سرحد دی او دا باید د ډیورنډ لاین په توګه یاد نه شي. »

دی موضوع یو ځل بیا د افغانانو او د کرښۍ په آخوا د پښتنو ملت پاله ګوندونو احساسات، را پارولی دی .

د بیلګی په توګه :

د پښتون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان د امریکا ږغ راډیو سره په مرکه کی ویلی دی :« د امير عبدالرحمان او انګريزانو ترمينځه دا معاهده د 99 کاله د پاره شوې وه.

هغه څو کاله وړاندې ختمه شوې ده، اوس د دې قانوني حيثيت نشته، ولې چې دا د پښتنو تقسيم دی، طالبان دا پوله نه مني او طالبان نه که په افغانستان کې نور هم د چا حکومتونه راغلي هغوي دا د پولې په توګه نه ده منلې، نوموړي وويل په دې زمونږ د ګوند موقف دا دې چې د پښتنو تقسيم مونږ نه خوښو د هغې خلاف يو….»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او صوبايي سيکټري عبدالرحيم زيارتوال هم وایی چی ” دا پوله د افغانستان د ټول افغان ولس د خوښې بغېر ،نه شی هوارېدی، هغوی به کښېني او د دې حل به راوباسي په دې وخت کې مونږ د پاکستان د ايين لاندې يو او افغانستان په بل حال کې دی”. دغه راز

د قومي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي، “د هغه په نظر د ډېورنډ د کرښې مسله داسې نه ده چې دا به د پاکستان د پوځ يا حکومت د خواهش مطابق حل کيږي ….”.

د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر منظور افريدې وايي، په ډېورنډ د پاکستان ازادۍ وروسته مسلې روانې دي او د دواړو هېوادونو تعلقات هم پرې اغېزمن شوي دي خو د دې شخړې هواری پکار دی.نوموړی وايي”پاکستان او افغانستان په خپل مېنځ کې هم د دې حل راويستلی شي، او که د نړيوالو سرپرستي دې خبرو ته ترلاسه شي نو دا به نوره هم ښه شي”.

پاکستان چی د ډیورنډ پرکرښه د ۲۶۷۰ کلیومترو په اوږدوالی د اغزن سیم د غزولو کار پیل کړی دی ،

اوس یې ، د پاکستان د پوځ په حواله ، کار په سلو کی پنځه نوی برخه پای ته رسیدلی ده ، برسیره په دی پاکستان د دغې کرښې په اوږدو کی د ۳۳۸ پوځي چوڼیو او تاسیساتو جوړولو د پلان د بشپړولو په لټه کی دی .

ویل کیږی چی دغه کرغیړن سیم په ځینو سیمو کی ، د افغانساتان خاوری ته د شلو څخه تر شپیته کیلومترو پوری ر اتیر سوی هم دی .

په وروستيو کې په ټولنيزو رسنيوکی داسې ويډيوګانې خپرې شوې وې چې افغان طالبان د ډېورنډ په پوله لګول شوی ازغن تار را ټولوی (لری کوی یې ) او په دغه هکله د موجود امنيتي ځواکونو ترمنځه خبرې اتر هم روانی دی .

په اول کې افغان طالبانو د مومندو او کوشتې ترمېنځه د پولسۍ په مقام دغه شخړه راوچته شوې وه بيا د کونړ، نمروز او په جنوبي پولو باندې هم دغسې پېښې پرله پسې رامېنځته شوي چې طالبان پکې ليدل کيږي چې ازغزن تار راټولوي. دا په داسی حال کی ده چی د طالبانو د خارجه دفترد ترجمان عبدالقهاربلخي دوه ورځې وړاندې په ټوېټر پېغام کې ویلي طالبان د مفاهمت، خبرو او د ښه ګاونډیتوب په بنیاد مسلې په حل کولو یقین لري او په دې مسله به د سفارتکارۍ دلارې خبرې وکړی شي.

دغه راز په ډلیزو رسنیو کی  لیدل کیږی چی په دغه هکله وخت په وخت شخړې راپورته سوی او په نزديو کې د افغان طالبانو لخوا د ډيورنډ کرښې نه ازغن تارونه راټول کړې شوې دی .

د دی نوی کړکیچ په اړوند لازمه ده چی د ډیورند د ناسوری کرښی تاریخی او حقوقی برخی په هکله دې لنډۍ څرګندونی ته ستاسو پاملرنه راوړوم :.

د ډیورند د فرضی کرښه حقوقی او تاریخی اړخ :

 دا کرښه نه یوازی دافغانستان د خلکو د ارادی په خلاف (تقریبآ ۱۲۷ کله مخکی) پر افغانانو باندی تحمیل سوی ده بلکی به نړی کی یو شمیر زیات نور هویوادونه هم د تاریخ په اوږدوکی د دا ډول بی عدالتی سره لاس ا و ګریوان سوی دی د بیلګی په توګه .

د فرانسی د هیواد الزاس او لورین ایالتونو یادولای سو چی دغه دوی سیمی د المان فرانسی د ۱۸۷۰ـ ۱۸۷۱ کلونو په جکړه کی د جرمنی له خوا اشغال سوی اود یوه غیر عدلانه تړون پر فرانسه باندی تحمیل  سو . خو د لومړی نړیوالی جګړی وروسته نوموړی تړون لغوه او دغه سیمی بیرته د فرانسی د خاوری یوه برخه سوه .

دغه راز هانګ کانګ چی د نولسمی پیړی د څلورمی لسیزی په لومړیو وختونو کی د انکلسانو له خوا اشغال او د انګلستان په مستعمره بدل سو انګلسانو موافقه وکړه چی پرته د پوځی شخړی څخه ، دغه ستر تجارتی ښار، بیرته په سولیزه توګه په ۱۹۹۷ م کال ، چین ته وسپارسو .

برسیره په دی د مکاوا ټاپو چی په ۱۵۹۷ کال کی د پرتګال د استعمار په نتیجه کی د چین څخه بیله شوی وه وروسته تر ۴۲۲ کلونو ، بیاهم په سولیزه توګه بیرته خپل څښتن ته ور وسپارل  سوه .

نو د اافغانانو دغه سیمی چی تحمیلی جګړو په نتیجه کی د هغه وخت د سترنړیوال استعماری ځواک له خوا د افغانستان د خاوری څخه بیلی سوی، ولی به بیرته ترلاسه نه شی ؟

د  ډیورنډ د پریکړی (موافقتنامه ) د حقوقی بنسټ په هکله هم د ویلای سو چی د نړیوالو حقوقی معیارونو له مخی کله چی یوه معاهده یا تړون دغه لاندی شرایط ولری هغه په حقوقی لحاظ د منلو وړ نه دی :

 لومړی: تطمیع  او ویره   .

دوهم : د معاهدی لاسلیک کوونکی د دریم هیواد ته د موادو د تطبیق په هکله هیڅ ډول مسؤلیت نه لری .

 دریم : د تړون لاسلیک کوونکی شخص او یا هیئت  باید د خلکه رښتنی ټاکل سوی استازی وی .

څرنګه چی په نومړی تړون کی تطمیع موجوده وه یعنی ( د سلطنت د نیونکو حریفانو په مقابل کی (امیرعبدالرحمان خان )سره مرسته او همایه کولو لوړه سوی وه .

ویره ( د افغانستا په پلو کی د ځواکونو ځای پرځای کول ) .

ځکه نو نوموړی تړون حقوقی ارزښت نه لری .

برسیره په دې د مؤرخ پوهاند حسن کاکړ په حواله ویلای سو چی هغه (حسن کاکړ ) د ډیورنډ د سند انګلیسی اصل په خپله لیدلی دی او په ټنګار سره وایی چی اول خوا دا یوه معاهده نه بلکی یوه موافقت نامه ده ځکه چی معاهده په انګلیسی کی په اګریمنټ (۱) سره ژباړل کیږی خو موافقت نامه په ټریټی (۲) باندی ترجمه کیږی .

 په نوموړی سند کی اګرمینټ لیکل سوی دی چی د حقوقی پلوه دا دوی اصطلاوی توپیر سره لری او تر ټولو مهمه یی لا دا چی خپله امیر دا سند نه دی لاسلیک کړی .

په نتیجه کی باید وویل سی په اوسنی وخت کی چی زموږ ګران هیواد افغانستان د اقتصادی پوځی او سیاسی پلوه په ډیر کمزوری حالت کی واقع دی ، د دی سترۍ ملی داعیې ، چی حل او فصل یی په خلکو او ولسونو اړه لری ،د حل مناسب وخت نه دی .

په درنښت

زمری محقق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.