شهید بلا مري په ۱۹۸۲ کال کې د پاکستان د پوځ له ظلم او ستم د نورو بلوچ کډوالو تر څنګ افغانستان ته هجرت وکړ او هلمند کې اوسېده.

کله، چې په ۱۹۹۰ کال د BLA بنسټ کېښول کېده بیا یې وسله واخیسته او بلوچستان کې یې د خپلو ملګرو تر څنګ د مرګ تر شېبې د پاکستان د یرغلګر تاسیسي هیواد پر وړاندې د ازادي د جګړې سوګند یاد کړ.

پرون د اپرېل ۱۲ نېټه د پاکستان د پوځ مزدورانو په یوه بزدلانه او فریب‌ورکوونکې دسیسه کې په شهادت ورسولو.

د BLA ویاند ازاد بلوچ د شهید بلا مري د شهادت په مناسب درې ورځینی ماتم اعلان کړی او ویلي یې دي، چې بلوچ ملت به د پاکستان له پوځ د خپل مبارز بچی پوښتنه ډېره ژر وکړي!

د BLA سازمان لخوا شهید بلا مري ته د (سګار بلوچ) اعزاز ورکړل شو، چې د یادې ډلې تر ټولو لوړ پوځي نښان دی او تر بلا مري وړاندې د بلوچ ملت د ازادي د کاروان دوو نورو مخکښو جنګیالیو ته ډالۍ شوی.