نن په فېسبوک کې د قندهار ښکلي ښار د مهمند روغتون د هیله بښوونکي انځور په لیدو ، لکه د نورو هیوادوالو په شان خوښ شوم . د ټولنیزو خدمتونو په اډانه کې به دا روغتون هله د ځانګړي ارزښت څخه برخمن شي، چې روغتیایي چارې پکې په معیاري توګه تر سره شي، او هیوادوالو مو اړ نه وي ، چې د درملنې لپاره بهرنیو ملکونو ته ولاړ شي. لکه څنګه ، چې لیدل کیږي له کالونوکالونوراهیسې هره ورځ موله سهاره تر بېګاه بېوزله هېوادوال ( ښځې ، واړه ، ځوانان او بوډاګان ) د پاکستان د سفارت او قونسلګریو مخې ته په اوږدو کتارونو کې د خپلوناروغانو د وېزو د ترلاسه کولو لپاره په اونیو اونیو انتظار باسي . اوآن دا چې څه موده وړاندې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ نه د ویزې د تر لاسه کولولپاره د ورغلوکسانو د ګڼې ګونې له امله زمونږ یوشمېر افغان مېرمنو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . چې دا پېښه د افغان فاسدې ادارې او د تش په نامه مسلمان ګاونډي هېواد (پاکستان) لپاره خورا د شرم ځای او د بشري جنایت یوه داسې ستره بېلګه ده، چې تر دې دمه یې په نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی .
سره له دې ، چې دافغانستان په یو زیات شمېر پوهنتونونو کې د روغتیاپالنې په بېلابېلو برخوکې څانګیز پوهنځي شتون لري او هر کال یو زیات شمېرځوان ډاکتران ټولنې ته وړاندې کوي ، خو بیا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د پاکستان په لور زمونږ د ناروغانو په شمېر کې کوم د پام وړکمښت ونه لیدل شو او ویزې اخستلو هم یوه ( پټه ) مافیایي سوداګریزه بڼه غوره کړې ده ، دلته پدې پوهیدل پکار دي ، چې آیا داد پاکستانیانو پوهه لوړه ده ؟ ،طبي وسایل یې عصري دي ؟ او که د افغانانو د وړتیا کمزوري ده ؟ .
که څه هم د پوهې لوړتیا د یو انسان د لېوالتیا ، زیار، زحمت، استعداد ، هلو ځلو او شونتیاوو پورې تړلې ده . خو که د لېوالتیا خبره راواخلو او له سلو پېغلو، زلمیانو اوآن ماشومانو څخه و پوښتل شي ، چې په کومه رشته کې به مو غوښتل زده کړې ترسره کړئ ، ۹۰ سلنه به د روغتیاپالنې رشته درته په ګوته کړي. دا ځکه چې په دې رشته کې د کار موندنې شونتیا اود خلکو اړتیا ډېره لیدل کیږي.
د ګاونډیوسره دمتقابلو همکاریواو احترام پر بنسټ د اړیکوساتل خورا اړین دي ، خوکه کله پدې وپوهیږو ، چې بد نیته ګاونډيان او په تېره بیا پاکستان مو په خوښیوناخوښ او پر خپلو پښوولاړ افغانستان ورته د زغم وړ نه دی او په خپل ټول ځواک اوتوان په ډېره بې شرمۍ اومهارت سره له پیدایښته تر دې دمه هڅه کړې ، چې افغانانو ته د ژوند په ټولو ډګرنو کې زیان واړوي، چې آن د هیواد د اقتصادي او ټولګټو بنسټونو نه نیولې، د ډېورند خیالي کرښې په اوږدو کې دافغان صادراتي توکو په وړاندې د لګول شوو دروازو بندول خو یې یوعادي همېشنی عادت ګرځېدلای دی .
په داسې شرایطو کې مونږ افغانان ددې پر ځای ، چې ټوله ورځ ګاونډیان ګرم وبولو ، پدې باید فکر وکړو ، چې څنګه کولای شو د درملنې چارې په معیاري توګه د هیواد په دننه کې تنظیم کړو. تر څود یوه پلوه مو له هیواده د اسعارو د فرار مخه نیول شوي وي او د بل پلوه مو د پاکستاني ویزو (د سیاسي فشارونو) څخه خپل هېوادوال وژغورلي وي.
زه د طبابت په رشته کې کوم تخصص نه لرم، خو د منجمنټ او اقتصادیت (ګټورتوب) له اړخه اود هېوادوالود روغتیا په وړاندې د پرتو ستونزو دلېرې کولو په پار، که څه هم د پراخه فساد د شتون له امله کومه تمه پکار نه ده، خو بیا هم د نیوکو پر ځای غوره بولم، د ځینو تدابیرو نیولو لپاره دیو شمېر معلوماتو را ټولول اړین بولم:
۱ ــ دا باید جوته شي ، چې د کوموناروغیو د درملنې په چاروکې کمزورۍ او نیمګړتیاوې زیاتره لیدل کیږي ؟ د کومو دلایلو له امله یې د هیواد په دننه کې درملنه ناشونی ده ؟ ایا د پوهې ټیټه کچه ، د اړوندو طبي وسایلو کمښت اوکه د روغتیایي څانګوتر منځ د همغږۍ نشتوالی .
۲ـــ هر کال په منځنۍ توګه د درملنې په موخه د ویزو اخستونکو د شمېرو اوهم د اټکل له مخې په منځنۍ توګه ټول لګښت ( د لارې او کور کرایه ، د معاینې لګښت ،د دوا قیمت ، د بستر او درملنې ارزښت او نور لګښتونه ) باید د روغتیایي چارو اړوند د وټپوهانو( اقتصادپوهانو) د یوې ځانګړې څېړنیزې ادارې له خوا وسنجول شي .
۳ـــ د دې ډول معلوماتوراټولو لپاره د روغتیا وزارت له خوا باید د اړېکوځانګړې شمېرې د ټولنیزورسنیوله لارې د هیوادوالو په واک ورکړل شي. ترڅو هیوادوال د امکان په صورت کې وکولای شي خپل مالومات دغه وزارت سره شریک اود اړونده څېړنیزې ادارې له خوا ددغه معلوماتوله مخې یو نچوړ جوړ او د هر اړخیزو ارزولو وروسته د ګټورتیا اواغېزمنتیا په پام کې نیولو سره په معیاري توګه د هېواد په دننه کې د درملنې لپاره په یو ځانګړي میکانیزم اود دې ستونزو د اوارولولپاره په عملي لارو چارو غور او کار وشي .
د ځینوسرچینوله قوله که د هیواد دبیارغونې لپاره د ۲۰۰۲ زکال نه تر دې دمه د متحده ایالاتو د ۱۳۵ ملیارده مرسته شوو ډالرو شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالر په بډه نه وای وهل شوي، اودولتي اکادمیکو اوټولنیزو بنسټونوپه تېره بیا د روغتیا پالنې په برخه کې کارول شوي وای ، نو به مو د پاکستان د ویزې اخستلو پر مهال د هیواد پتمنې میرمنې په سازمادهي شوې ګڼه ګوڼې کې نه وای وژل شوې .
خو بیا د هیواد عیني شرایطو اود وخت غوښتنو په کتو دولت ته پکار ده ، د روغتیا پالنې په برخه کې خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې کړي ا و پرېنښودل شي ، چې هیوادوالو موخپلې په سختۍ ګټل شوې سپماوې د درملنې لپاره له هیواده بهر له لاسه ورکړي .
د روغتیایي خدمتونو د ښه سمون لپاره د مرستندوی فکتور ( وړاندیز ) په توګه د ځینو کړنو تر سره کول اړین بولم .
وړاندیز :
۱ـــ په اتو غټو ولایتونوکې د خطرناکو ناروغیود درملنې لپاره باید په عصري تکنالوژۍ (وسایل ) سمبال شوې ځانګړي روغتونونه پرانېستل شي .
۲ــ د هېواد د بېلابېلو روغتنونو څخه لایق تجربه لرونکي برحال ډاکتران د باریک تخصص د تر لاسه کولو لپاره مرستندویه هیوادو ته د زده کړې او د نوو عصري وسایلو سره د اشنائي او سم کارولو لپاره واستول شي .
۳ــ د ځینو ځانګړو ناروغیود درملنې په پار د بهرنیو متخصصانو سره د انلاین له لارې د یو ځانګړي تړون له مخې د مشورې اخستلو په لارو چارو غور وشي .
۴ــ که د درملنې هره څانګه دیو ناروغ د درملنې پر مهال د کومې ستونزې سره مخ کیږي، باید د مخه د با تجربه او مخکښو ډاکترانوڅخه د یو جوړ شوي بورد ( ټیم ) ، سره شریک کړلای شي.
۵ــ د هیواد روغتونونو ته پکار ده ، چې د نړۍ د روغتونونو سره د درملنې د نوو میتودونو د تر لاسه کولو په پاراړېکې ټینګې کړي.
۶ــ هرکال یو شمېر لایقو ډاکترانوته د روغتیا پالنې نړیوالو کنفرانسونو اوسیمینارونوکې د ګډون زمینه برابره شي .
د باریک تخصص پرته د هرې ناروغۍ د تشخیص چارې په غاړه اخیستل یو غیرممکن کار دی او دانسان د ژوند سره لوبي کول دي . دلته درملنه ، که څه هم په لویو برخو ( داخله عمومي، جراحی عمومی ، کوچنیانو ، نسایي ولادي، (غوږ ــ ستونی ــ پوزه) ، سترګې ، غاښونه او . . . . نور ) ویشل شوې . خو د هرې څانګې پورې د تړلوناروغیودرملنه بیا هم دناروغ د بدن دمقاومت او ځانګړنو د توپیرله امله د ډاکترانو لپاره د تشخیص کار پېچلی کړی دی، نو ځکه دلته د باریک تخصص درلودونکی ډاکتران د سم تشخیص په کولو کې رغنده رول لوبوي . که داسې نه وای نو بیا ولي په ډېرو هیوادو کې د ساري په توګه داخله ( کورنی ډاکتران ) داړتیا په صورت کې پرته لدې چې ناروغ ته د کومې دوا سپارښتنه وکړي او د دوا نسخه ولیکي ، باریک تخصص لروونکي ډاکتر ته یې ورپیژني ، تر څو یې ، چې د تشخیص ډاډ نه وي ترلاسه کړی ددوا سپارښتنه نه کوي .
څرنګه چې د ناروغانو د وجود فزیکي ځواکمنتیا او بیولوژیکي جوړښت د یو بل سره توپیر لري ،همدا شان یې د دوا اندازه (دوزه) اود ناروغتیا ځاګړتیاوې هم سره ورته والی نه لري. نواړینه ګڼل کیږي د هېواد په کچه لکه د نورو هیوادونوپشان یومرکزي څېړنیز انستیتوت اومجهز لابراتوار جوړ شي .
خو له بده مرغه په افغانستان کې پرته لدې ، چې د ناروغ ناروغي سمه تشخیص شوي وي ، ناروغ په یو پنډ دوا سره ، چې ښایي له ګتې یې زیان زیات وي رخصتوي. نو ځکه هیواد وال موپه کورنیوډاکترانو باورنه لري ، اوګاونډیو هیوادونوته د درملنې لپاره د لوړلګښت په کولوسره سفر کوي. که افغانان غواړي ، چې د کورنیو غړي یې د پاکستان سفارت او قونسلګریو څخه د ویزې اخستلو پر مهال د پښو لاندې شوي نه وي او هم د ډېر لوړ لګښت مخه یې نیول شوي وي ، اړینه ده ، چې پر دولت فشار راوړي تر څو د فساد پر ځای په دې ډګر کې اړین ګامونه پورته کړي .
په درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320