د امریکا حکومت ظاهرآ ادعا کوي، چې القاعده ځپل شوې، طالبان بیا جګړې ته نه ګرځي او د دوحې د تړون؛ له مخې یې ژمنه کړې، چې بیا به؛ له افغانستان سیمه او نړۍ نه ګواښي او القاعده سازمان ته به د فعالیت اجازه نه ورکوي؛ خو له بل پلو د افغان سولې لپاره د جوبایډن ځانګړي استازي خلیلزاد، د CIA مشر او د سنا مجلس سناتورانو تکرارآ ویلي، چې لا هم افغانستان کې د القاعده ډله فعاله ده، چې ښکاره بېلګه یې د ۱۳۹۹ کال د عقرب په ۴ نېټه د غزني په اندړو ولسوالي کې د هند شبهقارې لپاره د القاعده د مشر “ابومحسن المصري” وژل ګڼلی شو، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو؛ له نوموړي سره د حقاني شبکې غړي یو ځای ووژل شول او طالب همکاري یې “عبدالرحیم” ژوندی ونیول شوو.
المصري د القاعده ډلې د کلیدي افرادو؛ له جملې و، چې د القاعده د بنسټ کېښودو پر مهال یې فلسطیني عبدالله عزام؛ له هغه وروسته اسامه بن لادن او ایمن الظواهري سره کار کولو او د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو خبر و او د پلان جوړونکو؛ له ډلې یې وو.
همدارنګه د ۱۴۰۰ کال د حمل په لسمه نېټه د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې د هند د شبهقارې لپاره د ابومحسن ځایناستی “دولت بیګ تاجکي” مشهور په “ابو محمد التاجکي” د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې له طالب همکار “حضرت علي” سره یو ځای ووژل شو.
دا پېښې په ډاګه کوي، چې د القاعده سازمان ريښې افغانستان کې غوڅې شوې نه دي؛ بلکې لا غځېدلې او طالبانو سره فعالې اړیکې لري!
د امریکایي ځواکونو راتګ افغانستان ته د القاعده د له منځه وړلو لپاره و؛ نن، چې القاعده تر پخوا ډېر فعال دی او امریکایان وځي څه مانا لري؟
همدارنګه نن د ۱۴۰۰ د غوایي په ۷ نېټه د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریس “احمد ضیا سراج” مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو افغانستان کې د داعش ۴۰۸ غړي نیولي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د ۱۴ هیوادونو اوسېدونکي دي؛ البته داعش سازمان کې د همدې هیوادونو استازي دي، چې له جملې یې ۹۶ ښځینه دي!
د داعش نیول شوي غړي په ترتیب سره ۲۹۹ د پاکستان اتباع دي، ۳۷ یې ازبکستاني، ۱۶ چینایان، ۱۳ تاجکستاني، ۱۲ قرغزیي، ۵ روسي، ۵ اردوني، ۴ ایراني، ۳ ترکي، ۱ الجزایری، ۵ اندونیزیایان، ۲ بنګلهدیشیان، ۴ هندي او ۲ د مالدیف هیواد اوسېدونکي دي.
د داعش د نیول شو غړو تابعتي تنوع ته په کتلو سره افغانستان عملآ د سیمې او نړۍ په نیابتي جنګ کې ښکېل دی؛ که د سیمې هیوادونه او نړیوال له دې واقعیت سترګې پټوي؛ نو یو ځل دې کابل کې؛ له نږدې د خپلو نیول شو اتباعو احوال واخلي، چې د داعش سازمان له لیکو نیول شوي!
له دې مالومېږي، چې روان جنګ او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د احتمالي پېښېدونکي جنګ انګېزه، تمویل او قومانده د سیمې او نړۍ هیوادونو پورې تړلې او افغانستان د یوې خونړۍ نیابتي جګړې جبهې ته ننباسي.
که افغانستان کې داسې څه پېښ شي د دې مسولیت به ملګرو ملتونو ته، چې امریکا ته یې پر افغانستان د پوځي برید اجازه ورکړې وه، د امریکا دولت او د ناټو سازمان ته لومړي ګام کې راجع وي او دوی به د دې نیابتي جګړو پر وړاندې د غیریمسولانه چلند کوونکو په توګه ملامت وګڼل شي!
د سولې روان بهیر کې باید د سیمې او نړۍ په کچه لومړي ګام کې؛ له همدې ۱۴ هیوادونو نړیوال ضمانتونه واخیستل شي؛ کومو، چې افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړې او د داعش لیکې تجهیزوي په ځانګړې توګه؛ له پاکستان، ایران، چین او روسیې؛ که داسې و نه شي په غالب ګومان افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د رقابت په میدان بدلېږي او د افغانانو ژوند به د دوی د نیابتي جنګیالیو د وژنو د لوبو قرباني وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320