اوچا: روان کال د طالبانو د جګړو؛ له کبله ۱۰۰ زره کورنۍ کډوالې شوې

704

د اوچا ادارې د راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو د جګړې له امله یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه ۱۰۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې ۹۳ سلنه «۹۷ زره او ۱۲۰» تنه د جګړې او پاتې اووه سلنه«۷۳۰۱» یې د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي.
دوی وايي، چې ۸۸۶۲۷ بېځایه شویو کورنیو سره یې مرسته کړې او د دوی اړینې اړتیاوې یې پوره کړې دي.
د اوچا د راپور له مخې، یوازې د کندهار له ارغستان ولسوالي څخه ۲۸۴۲ کورنۍ کندهار ښار ته بېځایه شوې.
دغه راز په شمال شرقي ولایتونو کې ۱۰۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.
په ورته وخت کې د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د وري میاشتې له پیل تر اوسه په څلور ولایتونو کې اته زره کورنۍ بېځایه شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په هلمند، کندهار، بغلان او  کندوز کې د بېځایه شویو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې ده.
دوی وايي، چې طالبان د جګړې پر مهال د خلکو له کورونو سنګر په توګه کار اخلي او دوی اړ دي، چې؛ له خپلو کورونو څخه بېځایه شي.
دغه راز دوی زیاته کړې، چې ډیری بېځایه شوي د جګړې او بېوزلي له امله نه شي کولای؛ بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.