دې ته وايي بې حسي، حماقت او د يوه ملت د غميزې په اړه بې پروايي

نویداحمد څرک

788

طالبانو ويلي چې د استنبول په ناسته کې هغه وخت ګډون کوي چې دا غونډه مشخصه اجنډا ونلري، تصميم نيوونکې غونډه نه اوسي، طالبان به په ټيټه کچه ګډون پکې کوي او غونډه بايد له درې ورځو اوږده نشي.

دا د خدای ظالمان په ډېره سپين سترګۍ د سولې په پروسه کې وخت ضايع کوي او د وينو روان سېلاب یې وجدان ته هيڅ ټکان نه ورکوي. نه یې زړه درد کوي او نه رحم لري. ښه چې غونډه مشخصه اجنډا ونلري نو غونډه د څه لپاره؟ تر قيامته به د قطر دفتر په څېر بنډارونه ګرم وي او دلته به د خلکو وينې بهېږي؟ د هېواد زېربناوې به ړنګېږي او د خلکو هستي نېستي به لولپه کېږي؟ چې غونډه تصميم و نه نيسي، نو چکر ته ځئ؟ وايي غونډه بايد له درې ورځو زياته نه وي، ته یې څوک چې د غونډې وخت ته ټاکې؟ که معضله حل کول ستاسې هدف وي‌ ته په کوم صلاحيت او اخلاقو ځان ته دا حق ورکوې چې د غونډې موده ته وټاکې، پر ځای د دې چې دريمګړي یې وټاکي او يا تر هغې غونډه دوام وکړي‌ چې موافقه نه وي شوي. که وخت نلرئ، نو کوئ څه؟ ستاسې بوختيا څه ده؟ د ملت د قتل عام تر درولو بل لومړيتوب څه دی؟

ښکاره خبره ده چې ته سوله نکوې. اراده دې سولې ته نشته. ته لا هم فکر کوې چې ته به په جبر حاکم شې. دا خلک له تاسې کرکه لري. وېره لري. لکه له لېوانو او وحشيانو چې انسان وېره لري. همدا اوس چې ستاسې د راتګ وېره خپره شوې، ټول وطن په وېره کې دی. له تاسې فرار کوي. سوداګر پانګې وباسي. چې لږ یې هم وس کېږي هند، ترکيې او بل خوندي‌ ځای ته خپل ماشومان او مېرمنې انتقالوي. ځکه چې ته ظالم یې،‌ وحشي یې،‌ بې پاسه یې،‌ بې غيرته او بې ننګه دښمن یې. په تا باور نشته چې ماشوم ته یې، مېرمنو ته یې، کورنۍ ته یې یې صدمه و نه رسوې. پانګه یې چور نکړې او ستا د بدنامې جګړې په اور کې و نه سوځي. که ستا راتګ ته دا خلم خوشالېدل. د دې ولس په زړه کې تا ځای درلود، اوس خو بايد جشنونه وای. کوم ځای چې ته ونيسې له هغه ځايه خلک کډې باروي. له هغه ځايه تمدن او ژوند کډه کوي. ته څومره منفور یې، څومره ډاروونکی او وحشي یې. ستا د راتګ له امکانه لرې عادي خبر له امله خلک تشویش لري. عمومي وېره خپره ده. لږ دې خپله څهره په ايينه کې وګوره. دا یې تا نيولې، څو کاله به په جبر واکمن شې؟ پنځه کاله؟ لس کاله؟ شل کاله؟ بيا به څه کوې؟ ته فکر نکوې په خپله توره پنجابۍ لونګې به دې دا خلک اعدام کړي؟ ته دې په ۲۰۰۱ کې خپل حال در مالوم کړه. د امريکا د راتګ په لومړيو ورځو کې د دې وطن خلک له تا سره څه ونکړل؟ د مړو جسدونه دې د کابل په ويالو کې نه ځايدل؟ هغه د خپلو مړو بويونه دې هېر شو؟ ستا سره د کرکې له امله خلکو حتا دوه دوه لوېشتې ږيرې په يوه ورځ کې وغورځولې. د کابل په سلمانيانو ځای نه و. ته فکر کوې ته له دومره ډېر شل کلن وحشت وروسته محبوب شوی؟ خلک به ګلان په غاړه کې در واچوي؟ ته هماغه منفور دښمن نه یې چې په شمال کې به ښځو که نور وس نه و جوش او ګرمې اوبه له بالاخانو در باندې اچولې، خو ته یې په خپله سيمه کې نه پرېښودې. ستا ناولی قدم یې په خپله سيمه کې نه مانه. تا د دې ولس الادونه وژلي. تا هر کور ته دوه درې جنازې دننه کړي. تا ته هيڅ کله هر کلی نشي‌ ویل کېدای. يوازينۍ ښېګړه چې در سره کولی شي،‌ همدا ده چې تا د يوه تريخ، یې خونده، ناچاري او بد حقيقت په صفت ومني. لږ دې دې سړيتوب دايرې ته ننباسي. ته به نشې سړی خو حد اقل اولادونه به دې بيا نه طالبان کېږي. چې د دې وطن د يتميانو داستانونه واوري، اولادونه به دې ستا په قبر لعنت ووايي. ستا اولادونه به پنجاب ته ستا د وفادارۍ له امله د غدارانو په ليست کې شامل کړي. ته به هيڅ کله محبوب نشې. دا ياد لره. يوازې يو څه چې کولی شې دا ده چې دا خونخوارې داړې دې پاکې کړه. د وينو څښل بس کړه. وخت مه ضايع کوه. د دې خلکو قهر او غوسه به تا خس و خاشاک کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.