طالبان د ځان ساتنې لپاره ملکي وګړي ځان سره ساتي

نویداحمد څرک

822

تازه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ یخچال سیمه کې د طالبانو پر هغې ډلې برید شوی چې د یو پوځي مرکز د چور کولو لپاره ورغلي و.

یخچال سیمه کې د پوځ یو مرکز څخه پوځیان وتلي و، ځینې وسایل پکې پاتې و چې طالبانو غوښتل چور یې کړي .

طالبانو د دې چور کولو او د ځان خوندي ساتلو لپآره ملکي وګړي هم په دې پلمه له ځان سره وړي و چې برخه به ورکړي.

کله چې طالبان دې سیمې ته ورغلي او د پوځي مرکز په چور کولو یې لاس پورې کړی، افغان ځواکونو پرې برید کړی چې ۲۰ طالبان پکې وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

طالبانو د خپلې غلا د پټولو او خلکو راپارولو لپاره عکسونه خپاره کړل چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او د دوی کسان پکې نشته.

خو وروسته ښکاره شوه چې د سیمې خلکو په اعترافونو کې وویل چې طالبانو خلکو ته ویلي و چې پوځ مرکز چور کړئ، غنیمت دی او کله چې د طالبانو له لوري چور تالان ګډ شو، هوایي برید پرې وشو.

په دې برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده، هغه ملکي وګړي چې طالبانو په لالچ باندې له ځان سره ملګري کړي و، په دې برید کې زیانمن شوي دي.

خو طالبانو ته په دې برید کې سخته درنه مرګ ژوبله اووښتې او د دې مرګ ژوبلې د پټولو لپاره یې د ملکي وګړو یو څو تصویرونه خواله رسنیو کې خپاره کړل.

عام خلک باید خبر وي چې له طالبانو سره همکاري و نه کړي، طالب سره همکاري د افغان حکومت د دښمنۍ په مانا ده او د طالبانو په لیکو او څنګ کې ګرځیدل، حتما د مرګ سبب کیږي.

خلک باید پوه وي چې طالب هر ځای کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې دی او هر ځای چې پرې واره برابره شوه، ګوزار پرې کیږي.

طالب جګړه د مادیانو لپاره کوي، که د جګړې له درکه ورته پيسې او ښه ژوند نه برابریدلی، یوه ورځ یې هم جګړه نه کوله.

د طالب جګړه د مواد مخدر، کانونو چور کولو، باج اخیستلو، انسان تښتونو او بهرنیو استخباراتو څخه د خلکوپه وینو تویولو پيسې اخلي او په همدې یې ژوند روان کړی دی.

نو پکار ده چې هر څومره کیدلی شي، له طالبانو فاصله واخلئ او هیڅ ورسره همکاري مه کوئ او مه یې څنګ کې ګرځئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.