!په کابل کي تروریستانو یو ځل بیا په ملکی وګړو حمله ترسره کړه 

نویداحمد څرک

744

 د کابل په درییمه حوزه کی وروستۍ د کاریز په سیمه کی کاستر ډول موټر باندی د ترورسیتانو له خوا انتحاری حمله په وحشیانه ډول ترسره شوه پدی انتحاری حمله کی یو شمیر ملکی و ګړی شهیدان او  یو شمیر نور پکی ټپیان شول.

په ملکی وګړو باندی دغه ډول حملی دقران او سنتو خلاف، او همدارنګه دنړیوال حقوق بشر دقانون  پر بنسټ جرمي جنایت بلل کیږی.

دا باید ووایو تروریستان چي دغه رنګه وحشیانه حملی تر سره کوي ،یواځی دا نه ده چی موجوده مسلمانانو ته خپله ویره وروښایي ،بلکه یی دهغو کسانانو لپاره چی غواړی اسلام راوړی دهغوي ذهنونو ته داسی یو څه ورپیچکاری کړی که چیری تاسو وغواړی اسلام ومنی نوپه اسلام کی دغسی تروریستی پښې ترسره کیږی ، یعنی داسلام دین ورته دوحشت دین معرفی کوی ، او دا ورته وایي  تاسو وګوری چی مسلمانان هر ورځ پخپل منځ کی څومره  انتحار او انفجار کوی او بی ګناه وګړی وژني .

پورتنی اعمال  په اسلام کی نشته که څوک دغسی اعمال ترسره کوی دالله جل جلاله له لوری ورته سخت عذاب  ورکول کیږی .

الله جل جلاله په قرانکریم کی فرمایی: څوک چی یو بی ګناه مسلمان و وژنی داسی معنی ورکوی لکه ټول خلک یي چی وژلی وی،او که چا یو انسان ته ژوند وروبښه معنی دا چی ټولو انسانانو ته یي ژوند وربخښلی دی.

که چیرته ترورسیتان غواړی خپلو شومو موخو ته د دی ناوړه اعمالو له لاری ورسیږی دا نا ممکن ده، ښه به دا وی چی د بی ګناه انسانانو له وژنۍ څخه لاس واخلي، او د اسلام د اصولو مطابق کړنۍ تر سره کړي.

هغه تروریستی ډلی چی غواړی  دمسلمانانو ښځي، ماشومان ،سپین ږیري او ځوانان  و وژني او معنوي او مادي شتمنی له منځه یوسی باید خپلو موخو ته مخکی له رسیدو څخه له منځه ولاړ شي.

 د تروریستانو له خوا پدی وروسیتو کی پرله  پسې ډیری ناوړه حملی ترسره شوی، چی یوشمیر هیوادوال پکی  شهیدان یو شمیره نور پکی ټپیان شول.

علماو کرامو ، دیني طالبانو ، درسینو مسؤلینو مبلغینو او داسی نورو  مسلمانانو ته لارښونه کوو په هر ځاي کې چې وي ،باید خلک د داسي ناوړه اعمالو او کړنو څخه منعه کړي، لومړی دی هغویی اصلاح او که د اصلاح وړنه وی، خلک دی د هغوی د دی نا مشروع کړنو څخه وژغوری. ځوانانو ته باید اخلاق او اسلامي سالمه روزنه ورکړل شي، دوی باید په دې  پوه شي چې خپلې  دیني پوښتنې له اصلي او موثقو ځایونو څخه ترلاسه کړي ،دحکومت څخه مو غوښتنه داده چی د دغسی ترورسیتی پیښو مخه ونیسی، هغه چارواکي چي پخپلو دندو کی ناغیړی کوی ، خپلی دندی په سمه توګه نه اجرا کوی ، د دوي په ځای دی هغه مسلکی باتجربه اشخاص وګماری چی دغه ترورسیتی ډلی له منځه یوسی،او د دولت ټول مخالفین دخپلو اعمالو په سزا ورسوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.