پاکستان ولې ور خطا دی؟

نویداحمد څرک

942

ښاغلي محب تېر یو نیم کال د ولسي جرګې له ۹۷ سلنه غړیو، سیاسي مشرانو، ځوانانو او د ټولنې له اکثریت مخکښانو سره کتلي دي. زه د دې عیني شاهد یم او هر مجلس کې مې حضور درلود. تاسو ورشئ ولسي جرګه کې له خپلو استازو وپوښتئ، چې ایا ډاکټر محب په هر ډله ییز او انفرادي مجلس کې د افغانستان په اړه د پاکستان له شوم پلان نه یاست خبر کړي؟ ایا دا خبره یې درته تل نه ده کړې، چې مونږ له پاکستان سره ډیورنډ نه دی منلی، ځکه له مونږ افغانانو سره د پاکستان مشکل په ډیورنډ نه حل کېږي؛ پنجابیان پلان لري، چې له افغانستان قبایل جوړ کړي، چې سر پرې ورکوو، خو دې کار ته یې نه پرېږدو. ایا له دې یې نه یاست خبر کړي، چې هغه هېواد کې لسګونه وارې د افغان پوځ د له منځه وړلو پلانونه جوړ شوي، خو مونږ په هسکه غاړه خنثی کړي، ایا له دې یې نه یئ خبر کړي، چې پنجاب هڅه کوي، زمونږ ټولې ترانزیټي لارې او ګمرکات ناامنه او بېرته مو تورخم ته اړ کړي؟

ښاغلي محب چې په ننګرهار کې د پاکستان خلاف کومې څرګندونې وکړې، هغه یې شخصي نظر نه و، د حکومت قاطع او ښکاره موقف همدا دی. محب ټول وکیلان او سیاسیون د همدې شریر ګاونډي له پلانونو خبر کړي وو، خو جلال اباد سفر یې ښه فرصت و چې ولس هم ترې باخبره شي.

د وطن د ارمانونو پوره کېدو برخه کې د محب عزم قاطع دی؛ نه یې مخکې چاته سرټیت کړی، نه به یې وروسته خم کړي.

نن یې همدا شان په زغرده بیا ورته وویل، چې افغانستان سره اړیکې مه پرې کوئ، له ټروریستانو سره یې قطع کړئ، چې له شره مو خلاص شو.

ده وویل دا مهمه نه ده چې پاکستان اړيکي غوڅوي، يا رابطې شکوي، ځکه په خبره يې اوس هم چندان رابطې نه لرو، مهمه دا ده چې پاکستان که د اړيکو په شکولو کې دومره تکړه وي، له طالبانو او نورو ترهګرو سره دې اړيکي غوڅ کړي.

لومړی خو له پاکستان سره د اړیکو پرېکول او نه کول کوم اغېز نه لري، زموږ اړېکي له پاکستان سره اوس هم ښه نه دي او پخوا هم ښه نه وو، په همدې اساس زموږ توقع دا ده چې که پاکستان غواړي اړيکي ښه شي، نو د هغو ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي چې په پاکستان کې دي او خپل اړيکي دې له هغوی سره پرې کړي او له ټروریستانو سره د اړیکو جوړولو پر ځای دې راشي د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره دې اړیکي جوړ کړي. ”

محب د کابل په برچي سیمه کې په سیدالشهدا ښوونځي برید، د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښه او په لغمان، هلمند او کندهار کې د وروستیو حملو یادونه وکړه او ویې ویل، کومه یوه دا پېښه له پاکستان سره د ښو اړيکو څرګندونه کوي؟

لدې وړاندې ښاغلي محب په ننګرهار کي یوې غونډي ته ویلي و، (چي پاکستان په افغانستان کي د ۴۰ کلني جګړې ملاتړی او کومک کوونکی دئ.) دا واضح خبره ده چي جګړه سمه له پاکستان سره ده او پاکستان هم په ډیر ښکاره ډول مني خو اوس بیخي مات دئ. ځکه هره ورځ یې شیطاني څېره رسوا کیږي، تر ۱۱۶میلیارډ ډالر قرض پر باندي دئ، د مذهبي سرغړونو په نړیوال تورلیست کي شامل دئ او هم د ترهګرۍ په تور په خړ لیست کي شامل دئ، اوبه د غار خولې ته ورته ډڼډ دي.

د محب له حقیقته ډکې دغه وینا د پاکستان پوځ، استخبارات او ملکي حکومت سخت په غوسه کړی دی، څو ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل پارلمان ته سخت شکایتونه وکړل او ویې ویل چې افغانستان ولې په پاکستان تورونه لګوي؟ چې وروسته بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ قریشي ته د ده د پوښتنې تفصیلي ځواب ور کړو او ورته ویې ویل، تر څو پورې چې د طالبانو نظامي شوراګانې د پاکستان تر تسلط او ملاتړ لاندې په پېښور، کوېټه کې فعالې وي، د دوی د جنګیالیو درملنه په اسلام اباد کې کیږي، په ټل کې طالب رهبري په افغانستان کې د جګړې لپاره په ډاګه تصمیمونه نیسي، نو افغانستان مجبور دی په پاکستان ته خپل اعتراضات وړاندې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.