ولسمشرغني: طالبان دې د افغان وژنې پر ځای پر روغې جوړې فکر وکړي

844

افغان حکومت په خپل ټول توان هڅه کړې، چې طالبان د سولې لار ته راولي؛ خو یاده ډله لاهم په جګړې باور لري، چې دا چاره د هیچا په ګټه نه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ کې د «مسلکي تعلیماتو د لوړولو» په پار جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې طالبان هره ورځ د پردیو د ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه کوي او افغان حکومت هڅه کوي، چې یاده ډله نوره د پردیو له لاسونو راوباسي؛ خو طالبان د افغان حکومت له دومره قربانیو سره سره په جګړه باور کوي او د بې ګناه افغانانو وینې تویوي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې اوس مهال د افغانستان کورني تضادونه له منځه تللي او دوی باید د افغان وژنې پر ځای د روغې جوړې پر حل لارې فکر وکړي.

هغه دغه راز د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلی، چې افغان ځواکونه تر پخوا څو چنده پیاوړي شوي او هیچاته به په افغان خاوره کې د پردیو اجنډاو د پلي کېدو اجازه ور نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.