امریکا د بګرام اډه افغان سرتېرو ته سپاري

914

ټاکل شوې، چې امریکايي ځواکونه به راتلونکو دوه اونیو کې خپله تر ټولو مهمه نظامي اډه«بګرام» افغان ځواکونو ته وسپاري.
د راپورونو له مخې د یادې نظامي اډې د سپارلو چارې له تېرې دوشنبې ورځ پیل شوې، چې په راتلونکو  ورځو کې به په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
دغه راز ملي دفاع وزارت هم د یادې نظامي اډې د سپارلو د پیل چارې تاییدوي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا د یادې نظامي اډې تجهیزات، چې میلیونونه ډالره ارزښت لري افغان ځواکونو ته سپاري.
په یاده نظامي اډه کې د راکټ ضد دفاعي سیستم به هم افغان امنیتي سرتېرو ته وسپارل شي.
بګرام نظامي اډه په تېرو شلو کلونو کې د سیمې په کچه د امریکا تر ټولو  غټه او مهمه اډه وه، چې خپل ټول مهم عملیاتو به یې له یادې اډې تنظیمول.
باید یاده شي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه تېره میلادي میاشت پیل شوې او تر اوسه یې ځينې مهمې اډې هم افغان امنیتي سرتېرو ته له نظامي تجهیزاتو سره یوځای سپارلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.