پسته؛ روغتيايي ګتې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

0 1,493

د وچو مېوو په ډله کې پسته د ځانګړي نوم درلودونکې مېوه ده. د ښه خوند او روغتيايي ګټو له کبله یې اکثره خلک په ډېره مينه خوري. له ښه مرغه دا مېوه د افغانستان په ځینو سيمو کې هم ښه حاصلات ورکوي. په دې لیکنه کې به د همدې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ.

د پستې غذايي ارزښت

په دې برخه کې به د هغو موادو په اړه پوه شئ، چې په پسته کې موجود دي.

ـ کاربوهايدراتونه

ـ پروټين

ـ امينو اسيدونه

ـ فیبر

ـ پوتاشیم

ـ اوسپنه

ـ کلسیم

ـ مس

ـ روی

ـ سودیم

ـ ويټامين سي، ب ۶، ای، کا، فولاد، کولین او بتایین هم لري

 

په سل ګرامه پسته کې شته مواد

ـ ۵۴ ګرامه غوړ

ـ ۱۳۰ میلي ګرام کلسیم

ـ ۵۰۰ میلي ګرام فسفر

ـ اوسپنه ۵/۷ میلي ګرام

ـ نشايسته یي مواد ۱۵ ګرامه

ـ اوبه ۵/۲ ګرامه

ـ  ۲۰ ګرامه پروتين

ـ ۹۵۰ میلي ګرامه پوتاشیم

ـ ويټامین ای ۲۳۰

د پستې روغتیایي ګټې

ـ پستې د ونې د پوټکي جوشانده د مېرمنو د تناسلی الې د خارښت په لرې کولو کې مرسته کوي.

ـ همدارنګه د مقعد د درد او خارښت په ښه والي کې هم ګټور ثابتېږي.

ـ هغوی چې د وينې د کمښت ستونزه لري، حتما باید پستې ته په غذايي رژيم کې ځای ورکړي.

ـ پسته د جنسي قوت په پياوړتيا کې هم مرسته کوي.

ـ د حافظې په پياوړتيا کې هم رغنده رول لوبوي.

ـ د معدې په پياوړي کولو کې هم اغېزمن دي.

ـ د ټوخي په آرامولو کې ګټور ثابتېږي.

ـ د اعصابو او زړه په ارامولو کې ګټور ثابتېږي.

د پستې زیانونه

په دې برخه کې باید یادونه وکړو، چې هر څه له اندازې ډېر شي حتما زیان رامنځته کوي. پسته هم همداسې خاصیت لري. که له اندازې ډېره وخوړل شي، ځينې ستونزې پېښولی شي. چې تر ټولو مهم يې په لاندې ډول دي.

ـ د وزن ډېرښت

ـ د هاضمي سیستم ستونزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply