ملګري ملتونه: د طالبانو مشران د جګړې غوښتونکي دي؛ نو ځکه سوله نه کوي

498

د ملګرو ملتونو  امنیت شورا د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو ځیني مشران اوس هم سولې ته لېوالتیا نه لري او غواړي، چې د جګړې له لارې قدرت تر لاسه کړي.

په یاد راپور کې د طالبانو ځیني رهبرانو ؛ لکه د ملا عمر زوی ملا یعقوب او سراج حقاني ته په کې اشاره شوې او زیاته کړې یې ده، چې نوموړي اوس هم د جګړې غوښتونکي دي او د سولې خبرې له ننګونو سره مخ کوي.

سرچینه کاږي، چې افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو او بریدونو اصلي عاملین طالبان دي.

دغه راز ملګرو ملتونو په یاد راپور کې د طالبانو او القاعدې ډلې نژدې اړیکې د امریکا لپاره له ګواښه ډکې بللې او ویلي یې دي، چې په راتلونکي کې به امریکا یو ځل بیا له ستر ګواښ سره مخ شي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د القاعدې ډلې مهم غړي اوس مهال هم د پاکستان او افغانستان په سرحدونو کې له طالبانو سره یوځای د جګړې پلانونه تطبیقوي.

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، اوسمهال افغانستان کې ۸-۱۰ سلنه بهرني جنګیالي له طالبانو سره یو ځای په جګړې بوخت دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د هلمند په ناوې ولسوالي کې افغان ځواکونو د طالبانو او القاعده ډلې پر ګډو پټنځایونو بریدونه کړي، چې د دوی مهم غړي او قومندان یې په کې وژلي دي.

دغه راز دو ورځې وړاندې لانګ وار ژورنال هم راپور خپور کړی وو، چې طالبان او القاعده ډله سره نژدې اړیکې لري او اوسمهال د طالبانو په ښوونیزو ګډو مرکزونو کې د دوی جنګیالي روزل کیږي.

خو طالبان په وار وار سره له القاعدې ډلې سره د اړیکو درلودل ردوي، په ورته وخت کې پرون د القاعدې ډلې مهم غړی عباس له طالب قومندان شفیق سره یوځای غونډه درلوده، چې د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.