ترانزیتیواو اینترانزیتیو

 ډاکتر ماخان مېږی شینواری

887

Transitivität   ( له لاتین trānsitiō ) ترانزیتیواو اینترانزیتیو

پیل یادونه: زه دالیکنې لهالماني ادبیاتو رانیسم. کېدی شي ډېر د سمونونو څه یا په کې وي په کې دي. دا ډېر کار دۍ، کېدی شي دا ښه شوی وي، خو دا هم تاسو ښه کولی شۍ، نو مرسته مو مه سپموۍ.

ترانزیتیویتي ( له لاتین څخه: اخوا تلل یا پورېوتل، اوښتل. زه ګوره اوړېدل نه لیکم، چې هغه لوربدلون ته وایې، دا په دې پرېپوهېدنه چې له یوې لور بلې ته اوړي. لور بدلوي) یو ژبلاریز خوي دۍ، چې  و یوه کړنوي یا په ټولیزه توګه یوه جوړښت یا یوه غونډلې ته لیکل کېدی شي. ترانزیتیو مخ ته لرو، که په غونډله کې هم سبجکت او هم یو (سیده) ابجکت و مخ ته ولرو یا همداسې له یوه کړنوي وغوښتل شي.  intransitivاینترازیتیو هغه جوړښتونه  همداسې کړنویونه بلل کیږي، چې سیده شی نه لري. که دوه شیان مخ ته ولرو، نو دا جوړښت همداسې کړنوی ditransitiv دیترانزیتیو (دي دوه ته وایي) بلل کیږي.

بیا: ترانزیتیو او اېنترانزیتویا کړنیز – اوکېدنیز کړنوییونه او  یا لازمي او متعدي: که رېښتیا ووایم، نو په لازمي او متعدي باندې نه پوهېږم او په دې هم نه پوهېږم، چې کوم یې لازمي او کوم متعدي دۍ او دا څه پرېپوهېدنه لري، خو داالماني یې ګورم، نو دا یو یې کړل کیږي او دابل یې کېدل کیږي (داپه دې پرېپوهېدنه چې نه کړلکیږي)، نو ایا دابه کړلکېدونکي (کړلکېدونی) او کېدونکي (کېدونی) نه وي؟ او که غواړۍ خوزند او ناخوزند.

بیا یې پېژند: هغه کړنوویونه ترانزیتیو دي، چې د سبجکت په څنګ کې ابجکت هم لري (دوه ارګومنتونه). اینترانزیتیو یې په مخامخ یو سبجکت بسیا کوي، داپه دې ترې پوهېدنه، چې دایوه ابجکت ته اړتیانه لري (یو ارګومنت) چې یوه غونډاله  ترانزیتیو یا اېنترانزیتیو دۍ، کېدی شي له پرېبوهېدنې څخه یې وپېژنو. او د کړنوي له جوړښت څخه هم پرېپوهېدی شو، چې کوم یو وی ترانزیتیو یا اېنترنزیتیو دي.

د دې لپاره بېلګې:

سپوږمۍ ډوډۍ پخوي (ت)، ډوډۍ پخیږي (اېنت)

سپین کتاب لولي( ت ) .  کتاب لوستل کیږي (اینت).

د ترانزیتیو پښتو پرېپوهېدنه: اخوا تلل یا پورېوتل ( لکه له یوې پولې).

زموږ ځوان ژبپوه ښاغلي کامران منګل په خپل کتاب کې د دې لپاره لیږند کړ لیکلی.

زما پرېکړه: د دې لپاره موخور بلل: کړنیز کړنوی او کېدنیز کړنوی یا کړونی کړنوی او کېدونی کړنوی. د دې لپاره اړتیا نه شته، چې موږ دې د ت او اینت لاتین ویي پرېپوهېدنه ولیکو. دا د ما د وړاندیز نومونه هغه څه سیده په ګوته کوي یا ښایي.

په ټولنه کې: پلار او ځوی یا ځوي او پلار ترانزیتیو دي او ورو او بل ورو دا اینترانزتیو دي. له بل ته سیده تلل او له یو بل ته ناسیده تلل دي.

په ژبلار کې د ترانزیتیویتي د روښانونې په هکله نه هم اندیزوالی له بېلابېلو درسي اندونو له لارې هم منځ ته راځي. دلته د ښوونځي ژبلار اود ټولیزې ژبنیز ژبلار ي سره مخامخ لیدلور.

Transitivität in der Schulgrammatikترانزیتیویتي د ښوونځي په ژبلار کې

په ورځني ښوونځي ژبلار کې به ترانزیتیویتي د یوه وي پر خوي باندې، چې د څنګه والی یا حالت اکوزاتیو واکوالی ولري، پېژندل شوي یا یې پېژند ورکړ شوی. د دې له مخې یو کړنوی ترانزتیو دی( چې ،،موخه ور،، کړنوی هم بلل کیږي)، که د هغه یو مللوبغاړی څنګه والی یا حالت اکوزاتیو ولري.

د ښوونځي په ژبلار کې توپیروننخښه په پاسیووالي کې ده. یو کړنوی د دې له مخې ترانزیتیو دۍ، که د پاسیومخ ته تګ په لور کارول کېدی شي، چې له هغې سره (اکوزاتیو – ) ابجکت یا شی سبجکت کیږي.

بېلګه: هغه پیسې لیږي – دا پيسې د هغه لخوا ولېږل شوي

په ژبپوهنه کې ترانزیتیویتي

په ټولیزه ژبپوهنه کې د دې ( د ښوونځي ژبپوهنې له مخې) په څټ لږ روښانه شوی. په دې ترڅ کې چې د ښوونځي ژبلارې له مخې اکوزاتیو د د ترانزیتیو ټاکنو پېژندنخښو په څېر په چوپړ کې دی، نو په ژبنیز لیدلور کې د اکوزاتیو منځ ته راتګ د یوه جوړښت ترانزیتیو خوي په څېر راوړل کیږي. په ژبپوهنه کې څنګه والی ، حالت یا کاسوس په سر کې یې پېژند د ترانزیتیویتي له مخې ورکول کیږي. له دې سره د هغو ژبو لپاره  هم لار وازه ده، چې اکوزاتیو ( لکه Ergativsprachen ) نه لري او کېدی شي د تراتزیتیویتي پېژند ورکړل شي.

دا موضوع ډېره څېړنه دما لپاره هم ستونځمنه ده. ډېر څه لري، خو هغه له وتونژبې څخه یې را استل وموخه ژبې ته لږ څه ډېریږي او پېچلي کیږي هم.

لنډ ښوونځي کې اکوزاتیو او په ټولیزه ژبپوهنه کې بې له اکوزاتیو هم پېژند لري.

خو د دې لپاره به بېلګه راوړم:

سپي پولیس وداړه.

پام، سپی داړي.

دا دويمه غونډاله یوه ټولیزه پرېپوهېدنه لري، دویمه یو ځانګړی حالت روښانه کوي.

نورې بېلګې: کوچني غاب مات کړ(ت). غاب ماتیږي یا غاب مات شو(اینت)

مور مړۍ پخوي(ت)، مړۍ پخیږي(اینت)

لمروړانګې د واورو سړي ویلې کوي(ت). د واورو سړي ویلې کیږي(اینت).

کړلکیږي او کېدلکیږي یا کړنیز او کېدنیز.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.