اروپايي ټولنه: طالبان د افغان سولې لپاره طرحه نه لري

604

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو سره سم باید د افغان سولې خبرې چټکې شي؛ خو طالبان لا هم هېڅ طرحه نه لري.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سرپرست استازي ټوماس نیکلاسون په اسلام اباد کې له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغان سولې د پڅ بهیر په اړه اندېښمن دي؛ ځکه طالبان لا هم هېڅ ویلو ته نه لري او د تاوتریخوالي کچه یې لوړه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې طالبان دې نور وخت نه ضایع کوي؛ که چېرته د اسلامي امارت غوښتنه هم لري؛ نو د طرحې پر وړاندې کولو سره دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
نېکلاسون ویلي، چې طالبان باید دا فکر له خپل سر څخه وباسي، چې د زور له لارې به واک ته ورسیږي.
نوموړي خپلو خبرو کې پاکستان ته هم ویلي، چې پر طالبانو دې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې فشار راوړي، چې د افغان سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کړي.
نېکلاسون دا هم ویلي، چې ښايي طالبان د اسلامي امارته د غوښتلو سره یوازې یوه افراطي طرحه وړاندې کړي.
د ده په وینا، طالبان باید د سولې خبرې چټکې کړي او د افغان حکومت سره دې یوې هوکړې ته ورسیږي؛ ځکه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه تر نیمايي هم اوښتې ده.
ده زیاته کړې، چې افغان حکومت رښتینی دی؛ ځکه طالبان سوله نه غواړي او هېڅ وړاندیزونه هم نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.