په لاهور کې درنده چاودنه شوې

601

د پاکستان د لاهور په ښار کې  د الله هو چوک ترڅیرمه درنده چاودنه شوې.

د لاهور امنیتي سرچینو ویلي‌ دي چې چاودنه د جوهر ټاون په سیمه کې د الله هو چوک ترڅیرمه شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د یو تن پولیس په ګډون ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو نه د ۵ تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د لاهور د ښار د پولیسو یو تن مشر غلام محمود ډوګر خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي‌ چې د پنځو تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د چاودنې  ډول تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات دوام لري.

د بله پلوه عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې چاودنه د یو موټر سایکل پر مټ شوې ده . د چاودنې نه څو شیبې مخکې د پيښې د ځای نه یو موټرسایکل درې ځله ښکته او پورته لاړ چې وروسته چاودنه وشوه.

Trt Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.