د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار

قدرت الله هېوادپال

1,997

افغانستان هند، چين او پاکستان سره په ګاونډ کې پاتېدو او ځوان ولس له کبله د ټکنالوژۍ خپلولو او ودې لپاره يو تر ټولو بهترين چاپيريال لرلای شي، خو د لنډمهاله پلانونه او بې فکر پريکړو له کبله افغانستان ونشو کړای چې د خپلې ودې لپاره اوږدمهاله کړنلاره او لاره چاره وسنجوي، او تر اوسه هم معلومه نه ده چې چيرې ولاړ شي.

د افغانانو پر ټکنالوژئ متمرکزو آنلاين بحثونو مراکزو ته سر ورښکاره کړئ، هو افغانان له سياست پرته هم پر نورو موضوعاتو غږيږي، نو وبه وينئ چې څومره د دولت د ناوړه کړنلارو چې هیڅ له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي يا اړونده کړنلارو نه شتون څخه سر ټکويهر کله چې دا بحثونه يو څه ګرم او عمومي بحثونو برخه شي، نو حکومت يوه اعلاميه خپره يا دوه درې غونډې وکړي بيا بيرته خير خيريت شي.

سره لدې چې ډير بحثونه انتقادي اړخ لري، لدې ګيلو ډک وي چې هیڅ نه دي شوي، خو څه بايد وشي له هغې لږه يادونه کيږي، پدې ليکنه کې هڅه کوو د خپلو پخوانيو بحثونو په رڼا کې له ځينې ګامونو يادونه وکړو چې کولای شي راتلونکي لپاره په پام کې ونيول شي.

photo of outer space

بدلون لپاره بايد څه وشي

ټاکلي اهداف او اوږدمهاله ليد

دلته تر اوسه د معلوماتي ټکنالوژئ يا ډيجيټايزيشن (ټکنالوژيو خپلولوپه لور مزل عموماً د کمپيوټري پروګرامونو، آنلاين پورټلوويبپاڼو، يو نيم ټکنالوژيو شرکتونو جوړولو يا تشبث هڅولو پورې محدود دی، دا هر څه چې ډير پر پيسو متمرکز دي هر يو غواړي پکې دخيل شي، خو هغې چارې ته چې پيسې نه لري يا په فيسبوک کې يې عکسونه ښايي لږ لايکونه واخلي، له هغې ډډه کيږي.

د ټکنالوژۍ په ساحه کې د پرمختګ لپاره د يوه عمومي او پراخه تعريف نشتون د تلپاتې بدلون لپاره د يوه جامع ليد د نه رامنځ ته کيدو سبب ګرځيد همدې تنګ نظر له کبله پاليسي جوړوونکي وړو او انفرادي پروژو ته د اصل پرمختګ په سترګه ګوريلکه په دې څو کلونو کې دلته څو تجربې وشوې او اوس هم روانې دي، څوک هر زده کوونکي ته د ليپ ټاپ سپارلو هڅه کوي، څوک ښوونځيپوهنتونونه له انټرنېټ سره نښلوي، څوک د ابتکار او کوچنيو تشبثونو هڅولو پسې دي، څوک دولتي ادارو سيسټمونو ډيجيټلي کولو او هر سند سکين کولو پسې دي، څوک پر پيژندنه د آی ټي پروژې ورکوي يا خپل هر ملګري ته د آي ټيټکنالوژۍ اتل په نامه اتلولي او لقبونه سپاري، څوک دولتي ادارو ته ويبپاڼې جوړوي چې په کلونو کې يې محتوا نه نوی کيږي، دا او ورته هیڅ چارې د يوه ليد په رڼا کې نه کيږي چې وښيي يو له بل سره ربط لري.

سره لدې چې دا چارې خپلې ګټې لري، او ښايي خپلې لنډمهاله لاسته راوړنې هم ولري، خو په داسې يوه هېواد کې چې له بې وزلۍ کړيږي، او پر ټکنالوژۍ هره مصرفيدونکی افغانۍ او زيرمه له ښوونځي يا روغتون څخه د هغې اخيستلو پر معنا تعبيريدای شي، دولت په عمومي او اړونده پاليسي جوړوونکي بايد پوه شي چې يو لوی مسؤليت يې په غاړه دی.

نن سبا بیلابيلې څيړنې او بې شمېره شواهد ښيي چې داسې بې ربطه او لنډمهاله پروژې او چارې د ټکنالوژۍ د تلپاتې ودې او بدلون سبب نه ګرځيد يوه بې وزله هېواد لپاره ځانګړو شرکتونو يا اشخاصو سره د شرکتونو جوړولو لپاره مرسته نه کوي تر څو چې له همدې مرستې سره د افغانستان بانک (مرکزي بانکلخوا د اړونده قوانينو او کړنلارو مرسته (د پور يا شراکت ورکولو لپاره)، د ماليې څخه معافيت يا نورې اړونده مرستندويه کړنلارې او قانوني چوکاټ نه وي.

زده کوونکو ته د انټرنېټ بنډلو ورکول يا پوهنتونونوښوونځيو ته انټرنېټ رسول سره لدې چې يو نيک عمل دی، خو تر څو چې انټرنېټ ټولو لپاره ارزانه نه وي يا اړونده محتوا نه وي تر څو همدا زده کوونکي لدې وسيلې څخه مثبته ګټه واخلي، بيا هم موږ تر ډيره وسيلې ضايع کووانټرنېټ کولای شي د نورې نړۍ په څير يو برابروونکی او د بې وزلۍ له منځه وړلو يوه ښه وسيله شي.

نو ځکه له څرنګه چې مو تل ويلي دي، د دې لپاره چې له لنډ مهاله او فيشني چارو تير شو او د فيسبوک له خبرونو او عکسونو اخوا فکر وکړو، نو بايد پوه شو چې په راتلونکو لسو کلونو کې چيرته غواړو ولاړ شو، بايد اړونده معلومات ولرو تر څو دا وټاکو چې د افغانستان په څير هېواد لپاره کومه چاره ښه ګټه راوړلای شي.

هر مصرفيدونکې افغانۍ، ساعت او چاره بايد اوږدمهاله اهدافو په لور زموږ مزل لنډ او ټاکلې لاسته راوړنه ولري.

دا چارې ښايي له دې څخه پيل شي چې موږ څه غواړو، څه غوښتل ښايي د يوې څيړنې پر اساس واوسي چې د هېواد اړونده معلومات او نورې نړۍ تجاربو په رڼا کې دا وټاکو چې څه زموږ لپاره بهتره دي، د همدې په رڼا کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د کار ساحه تعريف شي.

په عمومي توګه، دا چاره ښايي لدې پنځو لارو چې ګوندې سره هممهاله او موازي پر مخ ولاړ شي، ترسره کيدای شي ۱لاسرسی او نښليدل ۲ډيجيټالي زيربناوی ۳بريښنايي حکومتولي (ټکنالوژۍ پر مټ د عامه خدمتونو غښتلي کول)، ۴ډيجيټلي مهارتونه او پوهه، ۵ابتکار او تشبث.

موږ بايد دې هرو پنځو ساحو لپاره څرګنده تعريف شوي لنډمهاله او اوږدمهاله اهداف ولرو او تر ټولو مهم اړونده چارواکي او ادارې بايد پوره مسؤليت او ملکيت واخلي تر څو پوه شو چې تر اوسه څه شوي او څه غواړي چې وکړي.

cable network

مسؤليت او ځواب ورکول

په دولتي کچه يو تر ټولو اساسي ستونزه د ادارو تر منځ د دندو او مسؤليتونو ويش دی، سره لدې چې پر کاغذ تر يوه حده معلومه ده چې څوک بايد څه وکړي خو په عمل کې هر څوک هر څه کړي او هیڅوک هیڅ هم نه کړيلدې هر څه سره بيا په ځانګړي ډول د ارګ او نورو سلاکاران او مشاورين هم دي چې له دې ادارو بهر کيني او له ټولو ځان لوړ ګڼي.

د ټکنالوژۍ او ډيجيټلي کولو دعويدارانو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، آسان خدمت، احصايي مرکزي اداره، آترا، ماليې وزارت، ارګ، لوړو زده کړو وزارت او نور شامل دي، که دا ادارې پر کاغذونو دا دندې نه مني خو په عمل کې يې پرې ځان مصروف کړی دی، او پدې ټولو کې د ارګ چارواکي دي چې د همغږئ پر نامه يې له هر څه مټې راتاوې کړي او له مسؤليت منلو پرته د امتيازاتو او فيسبوک پوسټونو په منډه کې دي.

دولت ښايي د نړۍ تر ټولو غښتلی او ځيرکه ماغزه راټول کړي، خو که چيرې د دې ډلې هغه ليد د بيوروکراسۍ او قانوني اسنادو ملاتړ ونه لري نو بيا هم هیڅ ديد دولت هره کړنلارپاليسي يا اصلاح د دولت د چارو عملي کولو اصولو په رڼا کې وي، او هر هغه اداره يا وزارت چې اصولاً يا قانوناً دا واک ولري چې دا اصلاحات او کړنلارې عملي کړي هماغه بايد مخکښه اداره واوسي، دا چاره هیڅ بديل نه لري، تر څو چې موږ په قانوني ډول نورې ادارې رامنځ ته نه کړو يا اصولي سندونو له لارې شته ادارې غښتلې کړو.

لدې سره بل اړخ په ولاياتو کې اړونده دولتي حضور دی، هلته موږ د اړونده ادارو رياستونه لرو، سره لدې چې افغانستان په نړۍ کې يو تر ټولو ډير متمرکز حکومت لري، چې د يوه چارواکي سفر اجازې مکتوب هم لاسليک لپاره ارګ ته راځي، خو د ولس ډيره برخه په کليو او له کابله بهر اوسيږي، پداسې صورت کې هره کړنلاره چې عملي کيږي هغه بايد ولسي او ولايتي اړخ هم په پام کې ونیسي، او تر څو چې د هغو کليوالو ژوند آسانه نه کړي، بيا مو هم خپله دنده سر ته نه دی رسولی.

غښتلې ډيجيټلي پيژندنه او زيربنا

د هر ډول ډيجيټل بدلون حياتي توکی ډيجيټل پيژندنه ده، نو ځکه پدې ټول بحث کې د احصايې ملي ادارې ارزښت نور هم روښانه کيږي.

په سکټور يا څانګه کې برياليتوب تر ډيره پر دې ولاړ وي چې موږ هلته له ډيجيټل پيژندنې څرنګه کار اخلو، چې پدې کې د ځمکې ملکيت له اصلاحاتو نيولې، زده کړه، روغتيا، ماليه او نور ټول راځيآیا حق اصل حقدار ته رسيږي؟ سم خلک واکسين کيږي؟ څوک څومره ماليه ورکوي؟ آیا هغوی چې بايد ماليه ورکړي ځان خو ترې نه پټوي؟ او همداسې نور ډير موارد.

سره لدې الکترونيکي تذکرې ورکول کيږي، او تر ډيره په ښارونو کې ولسونه ورته مراجعه هم کوي، خو له تذکرې ورکړې مهمه داده چې له دې معلوماتو سره بايد څه وشي، موږ په تيره ليکنه ( الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات ) کې هم پر دې غږيدلي وو چې په تذکره کې ډير معلومات اضافي دي او د وسايلو د ضياع سبب ګرځي.

د نورې نړۍ تجاربو په رڼا کې ويلای شو، چې د ډيجيټل بدلون لپاره د ډيجيټلي پيژندنې اصل بايد پر دې پنځو ساحو تمرکز وکړي:

– ډيجيټل پيژندنهپه ملي کچه منل شوې بايوميټريک پيژندنه، چې د دولتي ادارو يو بل سره کارکولو پر معيارونو برابره وي، او دولتي اداره وکولای شي خپل اړونده معلومات د مراجعينو پر ځای له نورو دولتي ادارو څخه واخلي.

– ډيجيټل معلوماتډيټاد هېواد د هر وګړي او کاروبار د معلوماتو ساتلو داسې ځای چې د يو چا ټول اړونده معلومات له ټاکلو اختياراتو سره پکې خوندي وي، چې په دې کې د هغې له تذکرې نيولې، تر تحصيلي معلوماتو، تر ماليې او ملکيتونو او تر روغتيا ټول معلومات شامل وي.

– ډيجيټل لاسليکد لامده يا قلمي لاسليک په څير لاسليک چې ډيجيټلي سندونه پرې لاسليک شيلدې لارې هر وګړی يا کاروبار دا واک لري چې پوه شي څوک يې اسنادو ته لاسرسی لري يا چا ته دا لاسرسی ورکړي.

– ډيجيټل تادياتد تادياتو واقعي، هم مهاله او ارزانه سيسټم چې وکولای شي د ښاريانو، کاروبارونو او حکومت تر منځ تاديات آسانه او ترتيب کړي.

– ډيجيټل خدمتونهداسې زيربناوې چې د هر ښاري، کاروبار او حکومت تر منځ د معلوماتو شريکول آسانه کړي تر څو ښاري او نور وکولای شي د خپلې خوښې خدمتونو لکه مالي مرستې، پورونه، بيمې، ماليې، رای ورکول او نورو ته لاسرسی ولري.

ډيجيټل خدمتونه په ځانګړي ډول کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي له نورو هېوادونو سره سيال شي او ډيرو ته مالي او کاري فرصتونه رامنځ ته کړيد دې زيربنا له لارې زموږ کمپيوټر پروګرامونو جوړوونکي/متخصصين، کوچني کاروبارونه، فردي کارپوهان او نور کولای شي نورو ته خدمات وړاندې کړي ورسره دولت کولای شي د خپل ولس ژوند آسانه کړي.

نو تر څو چې د احصايې مرکزي اداره پر خپل ارزښت پوه نه شي، او يوه فعاله د اوږدمهاله ليد لرونکی مشر ونه لري، چې د معلوماتو او د هغې پر ارزښت يې سرخلاص نه شي، موږ به له همداسې حالت سره مخ يو چې نورې ادارې به د دوی چارې پر مخ وړي.

black and white robot toy on red wooden table

د کار لپاره وړ خلک

هر څوک دي خپل کار لره پيدا، نه يوازې د ټکنالوژۍ بلکه په هره برخه او اداره کې بايد وړ خلک د کار مسؤليت واخلي، داسې خلکو ته اړتيا لرو چې کار وکړي نه دا چې د خان خوشحالولو لپاره چارو ته سياسي رنګ ورکړي يا هره خبره او سلام يې پر فيسبوک له عکس سره مل وي.

لدې سره له دولته دا تمه هم تر ډيره بې ځايه ده چې له اړونده زيرمو او منابعو پرته خدمتونه وړاندې کړي، د نن په بازار کې چيرې چې ماهره کاري ځواک ته هر څوک اړتيا لري او د ټکنالوژۍ په سکتور کې چيرې چې په نړيواله توګه د اهل او وړ کارکوونکو تشه او لږوالی احساسيږي، په داسې صورت کې دولت د خپلې بيوروکراسئ او تر ډيره محدودو امتيازاتو له کبله وړ کارکوونکو جذبولو له ستونزې سره مخ دی.

داسې يو سکټور چې تر ډيره پر وړ بشري ځواک ولاړ دی، دلته د نن او سبا لپاره د وړ خلکو جذبولو او استخدامولو اړتيا ده، ورسره آن که اداره پيسې هم ولري او وکولای شي وړ خلک جذب کړي خو که چيرې مشر يې هغه جرات او ليد ونه لري چې ورته اړتيا وي، نو ادارې لپاره له نه مشر څخه ډير زيانمن تماميدای شي.

پايله

ټاکلی ليد وټاکئ، دا ليد پر کوچنيو او لاسته راوړل کيدونکو اهدافو وويشئ، څرګنده مسؤليتونه او واک ورکړئ او پرې يې ږدئ چې هغه اهدافو ته څرنګه رسيږيدا سکټور تر ډيره پر بشري ځواک او ابتکاراتو ولاړ دی، هغه څه چې نورو هېوادونو کې يې کار کړی وي ضرور نه ده چې دلته هم کار وکړي، نو ځکه د ناکامۍ سلنه يې لوړه ده، کوچني اهداف چې د اوږدمهاله ليد په رڼا کې ټاکل شوي وي ډير ګټور واقع کيږي.

دا چارې نورې نړۍ کړي دي، هلته هر څه د غوړه مالۍ، شخصي پيژندنو او فساد په تله نه تلل کيږي، موږ هم کولای شو له ټکنالوژۍ او ولس ته د خدمتونو برابرولو په چاره کې مخکښه واوسو، د افغانستان د ځوان نسل او پخوانيو سيسټمونو نږدې نشتوالی موږ ته ډير ښه فرصت برابر کړی دی چې دولتي او عامه خدمتونه پر ټکنالوژۍ سمبال کړو او ټوله نړۍ هم هماغه لور ته روانه ده، مهمه دا ده چې دا مزل ګړندی او له لږو زيرمو سره سرته ورسوو يا همداسې مصرفي پاتې شو او د ټکنالوژئ شرکتونو او نورې نړۍ حکومتونو ابتکاراتو ته وګورو او دلته د هغوی مصرفول او نقلول هم ځان ته وياړ وګڼو.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.