راس ویلسن: طالبان بشري حقونو ته درناوی نه لري؛ هر ډول ورانکاري ترسره کوي

882

طالبانو په دې وروستیو کې هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی او هیڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه لري.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالي کې د طالبانو وروستۍ کړنې ټکان ورکوونکې وې او د طالبانو له خوا د دوکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تاسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت دا په ډاګه کوي.

ویلسن په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د ځینو ځایونو په نیولو سره عامه تاسیسات وران کړي، سرکونه او پلچکونه یې په بمونو الوځولي او د خلکو د تګ راتګ په لارو کې یې بمونه ځای پرځای کړي دي.

تېره ورځ هم یادې ډلې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې یو بازار سوځولی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.