مونږ خيرات هم غواړو او تشريفات هم

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

1,048

نن مو د جګړې د اړتیا او دوام په دوکتورين خبروم. هغه دا چې جګړه کله هم په خپل ذات کې سپيڅلي نه وي. د جګړو سپيڅلتيا له جګړې وروسته د عدالت د تأمین او امن د قيام لپاره وي. بله دا چې اساسي موخې د خبرو له لارې د ترلاسه کولو  لپاره وخت  وپيرل شي . کله کله مټکور  اړخ ترهغو د سولي خبرو ته تيارى نه ښئي تر څو چې د جګړې په ډګر کې سولې ته مجبور نشي.

کله هم چې مخالف اړخ خبرو ته تيار شي، په همهغه مهال جګړه د توجیه کولو له مدار څخه وزي او د مشروعیت استدلال له لاسه ورکوي. خبرې پيليږي، د غوښتنو نوملړ د دواړو غاړو لخوا وړاندې کيږي، د څه واخله څه ورکړه فارمولې پربنسټ د دواړو متخاصمو ډلو ترمنځ معامله کيږي او جګړه پاى ته رسيږي. که احياناً دواړه متخاصمې ډلې ژور اختلافات ولري او هوکړې ته د رسيدو لپاره انعطاف نه مني، نو په اسلامي، افغانى او نړيوالو قوانينو کې د حل نورې لارې شتون لري.

د ژور تأسف ځاى ده چې زمونږ داوړو خواو قطر ته باصلاحیته پلاوي او دريمګړي نه، بلکې خپل مدافع وکيلان استولي دي، د پریکړو واک يې ورڅخه نفى کړې دى. د مدافع وکیلانو په صورت کې قاضي پريکړه کوي او قاضي شتون نلري، نو د سولې هيله بيځايه ده.
راځئ هوډ وکړو چې په داسې مسائلو باندې خبرې بحث او مناقشه نکوو چې د اختلاف بنسټونه جوړوي. په دې نه غږيږو چې جګړه حرامه ده که فرض. که هر څه وي، خو د تيرو تجربو له مخې يې ګټي زمونږ دښمن ته رسيږي او زيانونه يې مونږ په اوږو وړو.

کولاى شم له طالب اړخ څخه پوښتنه وکړم چې ولسوالي مو له چا ونيوه؟ هغوى څوک، د کوم قوم، کوم ملت او په کوم خداى، کوم کتاب او کوم نبي باندې ايمان درلود؟ فتحه کړاى شوى ځاى د کوم هېواد ملکيت وو؟ اوس مو څومره څه ډول او په کومو برخو کې بدلون راوړ؟ داخو څرګنده خبره ده چې اکثره دولتي ځواکونه په خپله خوښه تسليم شوي دي. له هغوى څخه ترلاسه شوي ملکي او نظامي وسائطو باندي مو څه وکړل؟  په اصطلاح په تر لاسه شويو غنيمتونو  او په دولتي تاسيساتو مو څه وکړل؟ راځئ ومنو چې که جګړه کول ستاسو مجبوريت هم وه خو له دې امله د افتخار او وياړ مقام نشته چې جګړه په کور کې او له ورور سره ده.

راځئ فرض کړو چې تاسو د کابل نيولو په وړاندي ټول موانع شاته پريښودل او د کابل په نيولو بريالي شوئ، پوهيږئ چې له ځه ډول ننګونو سره به مخ ياست؟
ستاسو په وړاندې شديد سياسي مخالفت او حتماً وسلوال مقاومت پيليږي. تاسو د کورني او بهرني غبرګون سره مخ کيږئ. تاسو به ونکړاى شئ د افغانستان ټولې بريښنايي انځوريزې کاغذي او تر هر څه وړاندې خواله رسنئ مديريت کړاى شئ. ستاسو په وړاندې د تبلیغاتو توپان راپورته کيږي. تاسو ته جګړه، فساد، د ظرفیتونو نشتون کمزورئ اقتصاد نړيوال بنديزونه، دولس مليونه زده کونکو د اړتیاو پوره کول، بيوزله ملت د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو غوښتنې او مطلقاً ستاسو په کړو وړو شکمن ولس درپاتې وي. د يادو ستونځو حل دير څه ته اړتيا لري چې تاسو يې نلرئ.

که تاسو کابل ته د دوو لسیزو وړاندې ښار فکر کوئ نو په خپل دريز باندې بيا را تاو شئ! ياد ولرئ چې تاسو له يوه بشپړ جنګي اړخ څخه په مکمل ډول سياسي او ملي مسئوليتونو ته اوږه ورکوئ. ستاسو د فراست او مديريت وړتیاوې تر ازموينو لاندې راځي. په بشپړ يقين سره درته وايم چې ستاسو په دندو کې دومره ډيروالى راځي چې تاسو يې په علمي تجربوي روزيز اوسياسي برخو کې سترې نيمګړتياوې لرئ. تاسو به تاسو ته د تسليم شويو افرادو، اموالو، وسائطو، وسائلو او ودانيو ته د زيان رسيدو په تړاو مسئول وګڼل شئ. ايا تاسو پوهېږئ چې په ښارونو کې ستاسو په وړاندې منفي ذهنیت شتون لري؟ ستاسو لخوا نيول شوي دولتى وسائط په انځوريزو رسنيو کې لاتراوسه لاس په لاس کيږي او ستاسو منفي اړخونه نندارې ته وړاندي کوي.

د حکومت له اړخ څخه هم پوښتنې لرم. هغه دا چې د ورور وژنه که مجبوريت هم وګڼو، خو تاسو د طالبانو وژل په وياړ سره يادوئ. ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس د طالبانو د مړيو شميره نه، بلکې سوله غواړي؟
ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس ستاسو د تاکتيکي شاته تګ او سبا بيرته تخنیکي پرمختګ کې د دغه ولس او هيواد زيان ويني؟  ايا پوهيږئ چې ستاسو په ليکو کې د پراخ مالي فساد له امله ولس له تاسو څخه په ډير لرې واټن کې پروت دى؟
ايا پوهيږئ چې ستاسو امريکايي او ناتو دوستانو د هغوى په اصطلاح (قاطع ملاتړ) ځواکونو هم دغه جګړه مهار نکړاى شوه, نو تاسو به يې د مردمي بسيج په نوم په معلوم الحال جنګسالارانو څنګه او څه ډول مهار کړئ؟

ايا پوهيږئ چې سوله قيمت او ستاسو قرباني ته اړتیا لري او تاسو يوازې د ولس په قرباني باندي سولې ته رسيدل غواړئ؟
ايا د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو، وزيرانو او واليانو او نورو لوړ پوړو چارواکو زامن له نظام څخه د دفاع په جنګي سنګرونو کې شتون لري؟
معلومه خبره ده چې ځواب نه دى، نو دوستانو!
بهر ته د تښتيدلو تابيا کولو، د جنګي ګواښونو، د عامه خلکو د وسلوال کولو او تاکتيکي شاته تګ پرځاى سولې ته د ارجحيت درجه ورکړئ. ملت سوله غواړي. همدغه مو د ملي عزت د ساتنې لپاره اړتیا ده.
واشنګټن ته د ولسمشر د وروستي سفر په هکله کله چې د خواله رسنئ فيسبوک پاڼه پرانيزې نو د ړندو مقلدينو لخوا به امريکا ته د ولسمشر غني د سفر په لاسته راوړنو باندې سر تر اسمانه هسک شي، خو کله چې سليقوي مخالفینو ته راشې، نو داسې ښکاري چې ولسمشر غني او پلاوى يې له هوايي ډګر څخه بيرته راشړلي وي. که راته په غوسه نشئ، نو درته وایم چې امریکا د خپل پياوړي سياست او پنډ خورجيني جيب په مټ د ټولو بيوزله هيوادونو متفقه پير ده. مونږ  محتاج او په خپلمنځي جګړه کې لتاړ او د امریکا مرستو ته محتاج ولس يو. نه مو څوک قدر کوي او نه هم راته لوړ تشريفات نيسي. هغه د پښتو متل دى خيرات هم غواړو او خر مو هم لغتې وهي. يوازې مونږ نه بلکې ټولو هغو هيوادونو سره همدغه شان چلن کيږي. البته د احتياج او اړتیاو د کچې د توپير به نظر کې نیولو سره.  ټرمپ د يوه هېواد صدراعظم ته ويلي وه چې؛ “I Love You”دوه اونئ يې خندل او هغه هیواد په ټولو رسنیو کې دا خبر تاويده را تاويده.

اوس هم وخت شته چې دواړه خواوې بايد يو بل ته د ماتې ورکولو له خطرناکو هڅو تير شي. سوله نه ناروا ده او نه هم عيب ده. نه اسلامي اصول ترپښو لاندې کيږي او د ديموکراسي بيخ بنياد وزي. په يوازې سر نه غني حکومت کولاى شي او نه هم طالبان د حکومت جوړولو وړتیا لري. که مو د يو بل د ماتولو مبارزې ته دوام ورکړ، افغانستان له يو بل ملي ناورين او بشري فاجعې سره مخ کيداى شي.

اوس داسې ښکاري چې د دواړو خواو په يو بل باندي د باور کچه له صفر څخه ښکته ده، نو وړانديز مو ورته داده چې د ملګرو ملتونو له سرپرستي او نړيوالې ټولنې تر حمايت او تعهد لاندي د موقت دورې لپاره د دواړو ډلو په ګډون د يوه بى پرې منل شوي شخص تر مشرتابه لاندې حکومت باندي هوکړه وکړئ او يا هم له ځانګړو شرایطو لاندې داسې موقته اداره جوړه کړئ چې د يوه ځانګړي زماني چوکاټ په دوران عمومي ټاکنې وکړي او له هغه وروسته منتخب حکومت ته واک وسپارل شي. که داسې نشو نو لازم نه ده مونږ د رڼا راتلونکې هيله ولرو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان،
د چنګاښ ٧/  ١٤٠٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.