خلیلزاد: طالبان باید وپوهیږي، چې د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی

620

د امریکايي ځواکونو د وتلو له پروسې سره سم، طالبانو په افغانستان کې جګړو ته زور ورکړی، چې دا چاره خورا خواشینونکې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان فکر کوي، چې له افغان حکومت سره یې موافقه باید له اوربند مخکې وي او د همدې لپاره یې په یاد هېواد کې جګړې تېزې کړې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغان حکومت سره د طالبانو جګړه پایله نه لري او نه هم یاده ډله د زور له لارې واک ته رسېدی شي او دوی ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره د مذاکراتو میز ته کیني؛ ځکه امریکا به د زور له لارې راغلی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

خلیلزاد یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ډاکټر عبدالله په مشري د سولې یو باصلاحیته پلاوی دوحې ته تللی او هلته به له طالبانو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.