لندن او د (یادونه ـ پرهرونه) مخکتنه

افضل ټکور

1,722

د جولای په ۳۰ما زیګرپر شپږ بجو په لندن کی د کیسه ليکوال عبدالوکيل سوله مل د نوې داستاني ټولګې (يادونه ـ پرهرونه) د مخکتنی غونډه جوړه شوی وه. غونډه د ښه شاعر او ليکوال نضیف الله تکل صاحب له خوا په مخ وړل کيدله. په لومړی سرکې د غونډې پرمخ بیونکي دغونډی برخه والوته ښه راغلاست ووایه او د داسې ادبي غونډوپه ارزښت ېې په لنډو وویل :

 د دی غونډی ارزښت په دی کی هم دی چی موږ اوتاسی له اوږده ځنډه څه لپاسه یو نيم کال وروسته سره راغونډيږو،او دا ټول دګران ليکوال سوله مل صاحب برکت دی.

د غونډی لومړنې ويناوال د پښتو ژبی نامتو څیړونکی او کيسه ليکوال اکبر کر ګرو. هغه د سوله مل د دغه اثراو کيسو په اړه مفصله اوهراړخيزه وينا واوروله. کرګر صاحب وويل :

ـ د سوله مل صاحب دغه يادونه او ټپونه يوډول سنتی او ټولنيز ټپونه دی . د سوله مل په کيسو کی ټول زاړه ارزښتونه او سنتونه له منځه ځی او نوی په کی راټوکيږی .

له کرګر صاحب وروسته دغونډی بل ويناوال کيسه لیکوونکی سليم حيا ت و، چی دريځ ته راوبلل شو.هغه د سوله مل د کیسوپه اړه لنډی خبری وکړی ،وی ویل:

ـ يادونه او پرهرونه دګران سوله مل دلنډوکيسو ټولکه ده چی ټولی ديارلس کيسی لری ـ اوزموږدټولنی دهغو کردارونو کيسی کوی چی په تورو مخونویې سپین نقابونه اچولی دی خوليکوال هغوی ته هینداره ايښی چی هر ملالنډی او کرغيړن مفتی په کی خپل تورمخ ووينی . د سوله مل د کیسو يوه ښه ځانګړنه داده چی دی کيسی په ډيرښه زمان او مکان کی وړاندی کوی، زموږ د پښتو په ډیرو کيسو کی د زمان او مکان انځور نه وی او يا ډیر کمزوری وی کيسه په هوا کی روانه وی.

له محترم سلیم حيات وروسته ښاغلي نوید محسنی د سوله مل د کار او زيار يادونه او ستاينه وکړه او هغه ته يی د نوی داستانی ټولګی مبارکی ورکړه.

له محسنی  صاحب وروسته پلوشه جانی لطیف د سوله مل د دغی داستانی ټولګی او د سوله مل صاحب د کيسو يادوونه او ستاينه وکړه.

له پلوشه جانې وروسته راقم الحروف ته وار ورسيده .هغه وويل:

 ـ د سوله مل صاحب کيسی خوږی ساده او روانی دی دغه ساده توب هنر دی لکه ارواښاد حمزه شينواری چې وايی :

حمزه هرڅو که اينه ده لطافت دغزل ـ ستا به هنر دغزل داوی چی ساده کړی ژبه

دلته ګورو چی ساده توب په ادبی اثاروکی هنر دی اوپه دغه هنر کی سوله مل صاحب له هر چا نه مخکی دی،دنړی دزياتروادبی شهکارونويوه ځانګړتيا همدغه ساده توب دی.

بل کوم ټګی چی دسوله مل صاحب په وروستيوکيسوکی ډير په زړه پوری دی هغه دروانې نړیوالې وبا(( کرونا ))په اړه کيسی دی چی سوله مل صاحب ليکلی دی .د(کورني بندی)په نوم کيسه يی ښه بيلګه بللی شو، دفورم له مخی هم دسوله مل صاحب کيسی لنډی او په زړه پوری دی اولوستونکی کولی شی هغه په شوق او مينه ولولي .زما په اند چی داجمل پسرلي ،ايمل پسرلي اونور سعيد نه وروسته دسوله مل صاحب کيسی  لنډی دی.

داډول دتيليفون په ليکه له اکسفورښارنه زموږ دهيوادنامتوژبپوه ډاکټرصاحب مجاوراحمد زيارهم لنډی خبری وکړی .هغه وويل :

ـ سوله مل صاحب نه يوازی زموږپه هيوادکی يو اشنا اوپيژندل شوی نوم دی بلکی دسیمې په هيوادونوکی هغه دپوره شهرت خاوند دی.

د دغی درني غونډی وروستی ويناوال پخپله د غونډې پرمخ بيونکی نظیف الله تکل صاحب و. هغه د ښاغلی سوله مل صاحب د (یادونه پرهرونه ) په نوم دکيسی په ځانګړتيا او کرکټرونو باندی پوره رڼا واچوله اوسوله مل صاحب ته ېې د دغی داستانی ټولګی د خپريدو مبارکی وويله.

د غونډی په پای کی ښاغلی سوله مل دغونډې له ټولو برخه والو او ويناوالو نه مننه وکړله او د خپل کار او کيسو په اړه يی لنډی خبر وکړلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.