طالبان کندزیانو ته: یا به د کور پر سر یو جنګیالی راکوئ؛ یا ۲۰ زره افغانۍ

554

د مالوماتو له مخې طالبانو د کندز ولایت په امام صاحب او علي اباد ولسواليو کې پر خلکو درنه جزیه وضع کړې ده.

باوري سرچینو سیحون نیوز ته ویلی، چې طالبانو د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې خلکو ته ویلي، چې د کور په سر به یو نفر له طالبانو سره لیږئ؛ ترڅو د افغان حکومت پر وړاندې وجنګیږي او که نه وي؛ نو ۲۰ زره افغانۍ به طالبانو ته د جزیې په ډول ورکوئ.

دغه راز د کندز ولایت په علي اباد ولسوالي کې هم طالبانو خلکو ته ویلي، چې له افغان حکومت سره د جګړې په ډګر کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه لیدلي او اوس باید ولسي وګړي له دوی سره د جګړې ډګر ته یا د کور په سر یو نفر ولیږي او یا دې هم هره میاشت ۲۰ زره افغانۍ ورکوي؛ ترڅو پرې دوی خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاد ولایت کې طالبانو په ګڼو سیمو کې پر عامو خلکو دخپلو جنګیالیو خدمت جبري کړی او ورته ویلي یې دي، چې د دوی د جنګیالیو پوره خدمت به کوئ، د هغوی جامې به مینځئ او د سهار، غرمې او ماښام خواړه به هم ورته په ښه ډول برابروئ.

په ورته مهال بیا یادې ډلې د میدان وردګ ولایت په سید اباد او چک ولسوالیو کې هم په خلکو ډوډۍ جبري کړې او ورته ویلي یې دي، چې طالب جنګیالیو ته باید درې وخته په وخت ډوډۍ ورسوئ.

باید یاده شي، چې څه موده وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس شوې وه، چې طالبانو په کې له یو سپینږیري څخه په زور د ډوډۍ غوښتنه کوله، چې د نه ورکړې په صورت کې یې د ټوپکو په کنداغونو وهلی و.

سیحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.