په سږني کانکور کې د سلگۍ بریا

پوهندوی آصف بهاند

1,539

په سږني کانکور کې د سلگۍ بریا

د افغانستان د ټول ځوان نسل بریا ده

دې نـاکـام کـې یـې بــریـا راتـه راوړې

سـلګۍ څـه ښکلې مُـسکا راتـه راوړې

 

پـه ولا زه یـې ژړا کې پـه خـنـدا کـړم!

پـه تــورتـم کـې یـې رڼــا راتـه راوړې

                 (عبدالوهاب باور)

د دومره گډووډو خبرونو په لړ کې د افغانستان میډیا داسې وايي چې د ۱۴۰۰ کال د کانکور  پایلې د لوړو زده کړو وزارت له خوا اعلان شوې، په خپرو شویو پایلو کې راغلي دي چې د سږني کانکور عمومي اول نمره سلګۍ نومېـږي، د لغمان ولایت اوسېدونکې ده او په کانکور آزموینه کې یې د (۳۵۲،۵۷۵) نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

دا خبره د پوښتنې وړ او ډېره جالبه ده چې موږ خپلې ښځینه ناقص العقله گڼو، ډېر ځلې یې ښکنځو او له ډېرو امتبازاتو نه مو محرومې کړې دي، خو سږ دویم کال دی چې د پوهنتونونو له پاره د عمومي کانکور د لسگونو زرو گډون کونکو په ډله کې نجونې تر ټولو جگې نومرې خپلوي. دا مسأله د دې گواهي ورکوي چې نه، زموږ ښځینه لکه د نورې نړۍ ښځې د لوړ استعداد خاوندانې دي او که زمینه ورته برابره شي او افغاني ناسم دودونه یې مخ ډب نه کړي، د پوهې بریا او ترقۍ لوړو پوړیو ته ځان رسولای شي.

که خدای کول سلگۍ به د خپلو خلکو په تېره د افغان زورول شوو ښځو د کلونو ــ کلونو سلگۍ په خندا بدلې کړې.

د لوړو زدکړو موسسو ته د داخلېدو په کانکور کې د سلگۍ بریا د افغانستان یو نوی انځور خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته وړاندې کوي، په تېره د افغانستان د مظلومو ښځو له پاره داسې یو الهام دی چې ښځې د لوړ استعداد لرونکې دي او په هر ډگر کې بریا تر لاسه کولای شي.

زما له پاره وینې تویونکي او غاصبین قهرمانان نه دي، زما قهرمانان هغه څوک دي چې خلکو او وطن ته د خدمت په موخه د پوهې په زدکړي پسې منډې وهي، چې یوه په کې سلگۍ ده. زه سلگۍ قهرمانه او د خپلو خلکو او وطن ویاړ گڼم.

تېر کال هم د کانکور په ازموینه کې د یوه بیوزلې کورنۍ یوه بیوزلې پیغله لکه سلگۍ، د لسگونو زرو گډون کونکو په منځ کې تر ټولو مخکې او تر ټولو لوړې نومرې و گټلې. دا جلۍ شمسیه نومېده، د نوي نسل د ښې روزنې او تشویق له پاره په هغه وخت کې د شمسیې د بریا له پاره هم ما یوه مقاله لیکلې وه. د هغې مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکلي وو:

«… دا تریخ حقیقت اوس ټوله نړۍ مني چې جگړې زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه راویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه او د نوي نسل د روزلو لړۍ، چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو له تعلیمه سره مرورېدل، بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل زدکړو ته لیوال و او دی، هر کله او هر چیرې چې ډیر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي؛ چې یوه غوره بېلگه یې زموږ د وطن همدا شمسیه نومې پېغله ده چې د خوارۍ او غریبۍ له تیارو خونو څخه یې وکولای شول چې داسې سر او غاړه راهسکه کړي چې د بریاوو څلي شي، د وطن د نورو پېغلو او ځوانانو له پاره د یو درس بڼه غوره کړي او دا وښيي دا هم کېدونکې ده چې په زحمت سره سړی کولای شي د بریاوو لوړو څوکو ته ځان ورسوي.

ما څو ځلې په ټینگار سره ویلي دي:«

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

 ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

 ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.

 ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.

 ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

 ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!»

د همدې خبرو په رڼا کې ویلای شو چې شمسیه د همدې زیارونو په گاللو سره وتوانېده چې ځان له تورو تیارو څخه راوباسي او د رڼا پر لوري داسې حرکت وکړي چې دا نسل او لا نور نسلونه په ځان پسې ور وکاږي چې د دې د زحمتونو پر لار پل کېـږدي او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره د دې له تجاربو نه استفاده وکړي…»

ما پخوا هم څو ځلې ویلي وو او ټینگار مې کړی و چې: په زدکړو پسې د ځوانانو حرکت او خوځون، دا ثابتوي چې دوی نور نه غواړي چې د نیابتي جگړې سرتېري اوسي او د هغه څه او هغه چا له پاره خپلې وینې تويې کړي چې نه شتون لري او نه یې دوی ته گټه رسېـږي؛ دوی غواړي چې د پوهې په ترلاسه کولو سره خپل وطن، کور کلی خپله ورغوي، ټولنې او خلکو ته نیکمرغي ور په برخه کړي، چې نور د خیرات لاس اوږد نه کړي.

زموږ اوسني نسل د رڼا او تیارې استازي پېژندلي دي او د رڼا مشعل (زدکړو) د ترلاسه کولو تکل یې کړی دی. زه ډاډه یم چې د وطن نوی نسل به په خپل دې تکل او مزل کې بریالي وي، ځکه چې دوی پر حقه لار روان دي.

د پوهې زدکړه د هر چا حق دی، په تېره د ځوانانو، هر څوک باید د دوی له دې انساني پروگرام سره تر خپلې وسې پورې مرسته وکړي او که څه مرسته نه شي کولای، باید خنډونه ورته رامنځته نه کړي.

زه چې سږ د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو دې بریا ته گورم، د پوهې د ډېوو د لاډېرېدو او د وطن د ابادۍ هېلې راته پیدا کېـږي. د ځوانانو د شوق او هیلو تر څنگ د گڼو روڼ انډو افغانانو نظریات، هيلې او خوښۍ مې نور هم په زړه کې د نوي نسل د روزلو هیلې پیاوړې کوي.

په سږني کانکور کې د سلگۍ د عمومي اول نومره گۍ په

باب تاند داسې رپوټ خپور کړی دی:«

سلګۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳) د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور پایلې،چې ښايي په څو ساعتونو کې وېب پاڼې ته پورته شي اعلان شوې.

په دې پایلو کې سلګۍ د موس خان لور  چې د کابل اوسیدونکې ده عمومي اول نمره اعلان شوه.

د راپورونو له مخې سلګۍ ۳۵۲.۵۷۵ نومرې ترلاسه کړي او د کابل ابن سینا پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

دغه راز احسان الدین د کرام الدین زوی، چې د کابل اوسیدونکی دی دوهم نمبره راغلی دی.

نوموړي ۳۵۲.۵۳۳ نومرې ترلاسه کړي او د ابن سینا پوهنتون طب پوهنځي ته په بریالي شوی دی.

او دغه راز ثناء الله د بسم الله زوی، چې دا هم د کابل اوسیدونکی د ۳۵۰ نومرو په ترلاسه کولو درېیم نمره او د ابن سینا طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د ازموینو د ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خاموش وایي، سږکال د کانکور په ازموینه کې له ټول هېواد څخه ۱۹۹۷۲۵ کسانو ثبت نام کړی و.

هغه زیاتوي چې له دې ډلې ۱۷۹۹۲۹ کسانو په ازموینه کې ګډون درلود، چې ۶۸۹۳۰ ترې لوړو زده کړو او ۱۱۴۳۵ ترې نیمه لوړ زده کړو پوهنتونونو ته بریالي او ۹۰۰۰۰ ترې خصوصي پوهنتونو نو ته ورپېژندل شوي.»

هر کال به د لوړو زدکړو موسسو ته د بریالیو ځوانانو د بریا له پاره د مبارکیو هنگامې ښې تودې وې او په خورا جوش او خوښۍ سره بریالیو ته د دوی د بریا مبارکیانې ورکول کېدې، خو سږ دا لړۍ ځکه سسته ده چې پر وطن باندې د وروستیو ناڅاپي نظامي او سیاسي بدلونونو تاثیر کړی دی او پر دې پروسه یې سیوری غوړولی دی. همدې مسألې ته د نوي نسل د روزلو یو

خواخوږي داسې لیکلي دي:

«هر کال چي به د کانکور نتایج اعلان سول، ملګرو به یو و بل ته مبارکۍ ورکولې، د ځوانانو په عسکونو به فیسبوک رنګین وو، میندو و خویندو به یو کوشنۍ پارټي خپلو ځوانانو ته نیولي وې، مستۍ به وې خوښۍ به وي، امیدونه به وه ارمانونه به وه…

خو سږ بریالي ځوانان هم خاموش دي او یاران و کورنۍ یې هم نا امیده.

خدایه دا دي څه راوکړل چي…

زه چي وام خوب وینم، بیا ځان ته نوکاره ورکړم هغه خوږ سم وام یاره نثاره ویښ یې او اسمان درباندي څرخي.»

د مبارکیو له دې سستو پروسو سره ــ سره د اغلې سلگۍ د بریالیتوب په پاره ما د مبارکیو گڼشمېر پیامونه په میډیا کې ولیدل، لوستونکي کولای شي چې د سږني کانکور اول نومره سلگۍ ته د مبارکۍ پیامونه په دې فیسبوک پاڼه کې ولولي.

https://www.facebook.com/hashtag/%D8%B3%D9%84%DA%AB%DB%8D

دلته به زه څو پیامونه د بېلگې په توگه رانقلوم:

پیاوړي فرهنگي ښاغلي نعمان دوست داسې لیکلي دي:

«نن دې غم له ما نه ځان ساتي که ښه کا…»

له کورنۍ مو درې تنو کانکور کې ګډون کړی وو او درې واړو ویاړونه وګټل.

ــ خورزه مې د کانکور ستورې شوه،

ــ زوی مې انجینرۍ ته بریالی شو،

او

وراره مې کابل پوليتخنیک ته.

دا ستر ویاړونه موږ د هیواد له هغو ذکي نجونو او هلکانو سره شریکوو چې ښه استعدادونه لري؛ خو سپیرې جګړې او فقر یې د استعدادونو غوټۍ، ګل کیدو ته نه دي پرې ایښي.

ربه!

د دې وطن د با استعداده نسل ارمانونه خاورې نکړې،

دا استعدادونه دې د خپل ګران هیواد په خدمت کې په کار راشي.

له ټولو هغو دوستانو مننه چې خوښي یې راسره شریکه کړې.»

پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون د سلگۍ د بریا له پاره داسې پیام خپور کړی دی:

«خویندو میدان وګاټه !

تېر کال شمسې خور د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام وګاټه ، د اولیاوو د ښار ؛ غزني نوم یې و ځلاوه او د افغان خویندو بې مثاله استعداد یې څرګند کړ ، سږ کال بیا له لغمان شریف څخه سلګۍ خور د ټول هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړ، دې نه یوازې د لغمان شریف ، په تېره بیا د الینګار ولسوالۍ د فرهنګیالي ولس شمله اوچته کړه او د خویندو پر لوپټې یې د ویاړ یو نوی ګل وټومبه ، بلکې دې کار سره یې شیطان ته هم یوه ستره ماته ورکړه او د خپل لغمانیتوب اصلیت ، رسالت او له شیطان سره زړه دښمني او سیالي یې هم په ډاکه کړه ؛ شیطان د ډېرو متعصبو او لنډفکرو په ذهن کې دا خبره کېنولې ده ، چې ښځې ته باید د تعلیم حق ور نه کړای شي چې فساد ترې پیدا کېږي ، ځینې خلک بیا دا خبره هم کوي چې ښځه تر نره په عقل کې کمه ده او یا هم عقلي نیمګړتیا لري ، خو نن زموږ خویندو خپل علمي استعداد یو ځل بیا دنیا ته په ډاګه کړ او دوه ځله یې تر زرګونو ځوانانو د علم میدان وګاټه ، نو اوس که نوی حکومت غواړي د شیطان له ذهني وسوسې ځان خلاص کړي ، د خویندو انساني او اسلامي حقه حقوقو ته باید زیاته پاملرنه وکړي.

شمسي خور ته خو مې پروسږکال مبارکي ورکړې وه او سلګۍ خور ته دې تازه په تازه او د هېواد ټولو خویندو ته دې یو ځل بیا مبارک وي.»

په کابل کې خپرېدونکې او انلاین ورځپاڼه «هشت صبح» په سږني کانکور کې د سلگۍ د بریا په

باب داسې لیکلي دي:

«روزنامه هشت صبح

نتایج کانکور 1400؛ دختری از کابل اول نمره عمومی امسال شد

8صبح، کابل: اداره ملی امتحانات کانکور، نتایج آزمون کانکور عمومی سال 1400 را اعلام کرد.

طبق اعلام این اداره، امسال دختری به نام سلگی از کابل، با کسب 352.575 نمره اول نمره عمومی کانکور امسال شده است. سلگی از لیسه محمداکبر خان پامیر در کابل فارغ شده است.

به همین ترتیب احسام‌الدین از کابل با اخذ 352.533 نمره در جایگاه دوم و ثناوالله نیز از ولایت کابل با گرفتن 350.800 نمره در مقام سوم قرار گرفته است. همین‌طور طبق اعلام اداره ملی امتحانات کانکور، صدام از ولایت کابل با گرفتن 349.483 نمره، ارشاد با کسب 347.78 و محمد منصور با اخذ 347.562 به ترتیب مقام‌های چهارم تا ششم را از آن خود کرده‌اند.

براساس معلومات اداره ملی امتحانات کانکور، نزدیک به 200هزار داوطلب در آزمون کانکور سال 1400 از سراسر کشور اشتراک کرده بودند.»

د نوي نسل د روزلو یو سر سپارلي سپاهي ښاغلي غفور لېوال د سلگۍ بریا ته داسې لیکلي دي:

«په زرهاوو ترخو سلګیو کې یوه خوږه سلګۍ هم را وټوکېده،

د غم په پرېمانه اوښکو کې یې یوه د خوښۍ اوښکه راورغړوله،

سلګۍ وښوده، چې د لکونو پېغلو او زلمیو ترمنځ لکه مرغلره ځلېدلای شي.

سلګۍ!

ستا ځلا دې د افغان انسان یوه نامعلوم سبا ته مبارک وي!

د وطن لورې!

هیلې دې غوټۍ غوټۍ ګل شه!»

ژورنالست فاروق فرداد سلگۍ د بریا په پار داسې لیکلي دي:

«سلګۍ، ضجه ها را درهم شکست و قطره قطره، آن را در انبوه تاريکی، ميزبان روشنی کرد ۔ اين دختر خان يک بار ديګر نشان داد که زن، مادر، خواهر خرد، نيرو و بينايي ګسترده و توانمند دارد۔

سلګۍ با ګرفتن بلند ترين نمره در کانکور امسال از ميان هزاران اول شد۔

به ملت افغانستان مبارک باد!»

زما یو پخوانی یار حکمت الله حکمت د اغلې سلگۍ د بریا مبارکي په دې ډول ویلې ده:

«د سولې په لمړنیو ورځو کی د خوښیو سلګۍ ته دکانکور دلمړی ځای مبارکی وایم، د دی هیواد زغوني، نازو، ملالي به تل د وطن ویاړ او عزت وی!»

د ښاغلي نوراجان نور د مبارکې پیام:

«سلګۍ بي بي مو د هیواد لوپټه ده

د کانکور په ازموینه کې اوله درجه بریالۍ شوېده.

د سلګۍ بي بي قدرمنو ښوونکو او ددې پتمنې کورنۍ ته دې ډېر ډېر مبارک وي.»

د سلگۍ د بریا په خاطر د ښاغلي عبدالوهاب باور (Abdulwahab Bawar) دا څلوریزه هم د ځانگړې پاملرنې وړ ده:

دې نـاکـام کې یـې بــریـا راتـه راوړې

سـلګۍ څـه ښکلې مُـسکا راتـه راوړې

په ولا زه یـې ژړا کې پـه خـنـدا کـړم!

پـه تــورتـم کـې یـې رڼـا راتـه راوړې

(عبدالوهاب باور)

د ښاغلي همراز د مبارکې پیام

چې خبرې یې لۀ کاره کمې نۀ دي

لوپـټـې مــو لۀ دستاره کمې نۀ دي

سلگۍ د موسی خان لور د سږ پۀ کانکور کې د هېواد پۀ کچه لومړۍ مقام وگاټۀ. ډېر زیات دې ورته مبارک وي! یوازې همدې ته نه؛ بلکې موږ تاسو ټولو ته دې مبارک شي. نوموړې دداسې یوې ټولنې غړې ده، چېرته چې لا هم پر ښځینه قشر تهدیدونه او محدودیتونه شته. هو، ددې ټولنې غړې، چېرته چې “ښځې” ته د نرینه پۀ نسبت ټیټ کتل کېږي. لۀ ښۀ مرغه، نوموړې نن د خپل زیار، د خپلو ستړیاوو او ویښو شپو ثمره ویني او یو لوی مقام گټي. دا ستر ویاړ دې #سلگۍ او د نوموړې کورنۍ پۀ ټوله کې یې ټول ملت ددې لوی ویاړ مبارکي وایم.

هره افغانه نجلۍ دې خپلو هیلو ته ورسېږي!

درنښت: همراز.»

ښاغلي رفیع هېوادمل سلگۍ ته داسې مبارکي وړاندې کړې ده:

«د کانکور آزموينې عمومي اول نمره #سلګۍ او ټولو هغو کسانو ته چي په دې آزموينه کي د خپلې خوښې وړ پوهنځۍ ته بريالي شوي د زړه له کومي مبارکې وايم.

د سلګۍ لومړۍ مقام تر لاسه کولو دا ثابته کړه چي د نجونو استعدادونه تر هيڅ چا کم نه دي بايد راتلونکي دولت د زده کړو سالم چاپيريال ورته برابر کړي.»

د سږني کانکور ټولو بریالیو ته د بریا مبارکیانې وایم!

د دې بریالیو اغلو او ښاغلو علمي سفر اوس پیل شو، زما هیله له دوی نه دا ده چې دوی به په خپل دې علمي سفر کې خپله ټوله انرژي د زدکړو له پاره وقف کړي،

دوی به هله بریالي شي چې د سفر په هر پل کې د خپلو مسلکي زدکړو په فکر کې اوسي او خپله موخه دې داسې وټاکي چې دوی به د خپل مسلک د علم له بحر نه ډېر څه د دې په خاطر ورخپلوي، چې بیا به خپلو خلکو او وطن ته خدمت کوي.

د زدکړو په نوي سفر کې، د ټولو د بریا په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.