ځان ته انګېزه ورکړئ

ګلاب بهار

2,361
ډاډه یم چې د انګېزې په اړه به مو څه نا څه خامخا اورېدلي وي او درته معلومه به وي، چې انګېزه هغه عامل دی چې انسان د فعالیت سرته رسولو لپاره هڅوي، یا په بل عبارت انګېزه انسان فعال ساتي او زمونږ په ژوندانه کې خورا زیات اهمیت لري او د یو ګټور او اړین عنصر په توګه هر چاته پکار ده چې له ځانه سره یې ولري، ځکه انګېزه ده چې تاسې د یوه فعالیت ترسره کولو ته اړ کوي او د وخت مدیریت موخه چې د مؤثریت او مثمریت اضافه کول دي، د هغې د لاسته راوړلو په لور مو سوق کوي. په نړۍ کې ټولې بریاوې او لویې لاسته راوړنې د یوې انګېزې د پیداکېدو په صورت کې منځته راځي او هر کله چې یوه مؤثره انګېزه صورت ومومي؛ نو بیا اړ کېږو چې د خپلې انګېزې بیانولو او عملي کولو لپاره ځان اماده کړو، چې په دې ترتیب د انګېزې موجودیت زموږ پر کاري وخت مستقیم تاثیر اچوي او مجبوریږو، چې د انګېز شوي فعالیت لپاره وخت مشخص کړو او د وخت مدیریت کولو او تنظیمولو له لارې نوموړي موخې ته ورسېږو.
دا چې انګېزه د ژوند یو مهم فکټور دی، نو ویلی شو چې بې انګېزې انسانان یا هدف نلري او که لري یې هم، خو نشي کولای چې پرته له انګېزې یې تر لاسه کړي، ځکه د هدف او انګېزې ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري او له یو بل څخه هېڅکله نه بېلیږي او هغه کسان چې لوړې موخې لري او غواړي هغوی ته ورسېږي، پکار ده چې لوړه انګېزه هم ولري.
د تکړه ویاند او مخکښ لیکوال روبېن شرما له قوله چې وايي، د ځوانۍ په دوران کې مې ډېری وختونه «ځانته په انګېزه اخیستنه» کې تېر کړل او ډېریو کتابتونونو کې چې د مختلفو څانګو کتابونه په کې ول، د دغې برخې له سببه مې د اړیکو، فټنس، کار، شخصي مالي تمویل او هڅونې په اړه کتابونه ولوستل، چې د هر کتاب د لوستنې پر وخت  يې زیاته انګېزه راکړې، دوی ټولو زما لپاره یو وړاندیز درلود او هغه اصول مې ترې په خپل ژوند کې هم عملي کړل، چې غوره مې وبلل. دوی ماته دا احساس راکړ، ترڅو لا ډېر وکړم او د یو داسې شي په لټه کې شم، څو بېرته کتابتون ته ستون شم، چې دا دی نن ورځ مې پر ټوله نړۍ کې کتابونه پلورل کېږي او انګېزوې سیمینارونه وړاندې کوم، چې له دې سببه ویلی شم چې زما د بریالیتوب او شهرت راز د انګېزې لرنه وه. که انګېزه مې نه وی لرلي کتاب مې نه لوست، خو کله چې د کتاب لوستنې انګېزه مې مله شوه؛ نو کتاب لیکنې ته يې سوق کړم، که څه هم چې په لومړي کتاب کې پاتې راغلم، خو وجه يې د انګېزې کموالی نه؛ بلکې له دغه برخې سره نا اشناتوب او د تجربې نشتون و، خو پر له پسې هڅو مې دا ثابته کړه چې زه هم د نړۍ غوره لیکوال جوړیدای شم، خو اوس د دې لپاره چې انګېزه باید څنګه ترلاسه کړو، په لومړي سر کې پکار ده چې سالم رقابت رامنځته کړو، زمونږ د کاري او عادي ژوندانه په چاپېریال کې خامخا داسې کسان شته چې یا له مونږ سره برابر، یا له مونږ شاته او یا هم پرمخ روان دي مونږ له شاته پاتې کسانو پند او عبرت واخلو او هغوی چې له مونږ سره برابر دي ورسره د سیالۍ او مخکې والي هڅه وکړو او هغوی چې له مونږ مخکې روان دي ورڅخه د پرمختګ او زیار ګالنې انګېزه ترلاسه کړو. د دوی تګلارې او تخنیکونه مطالعه کړو او د چورت وهنې وروسته یې له خپلو تلنلارو او تخنیکونه سره پرتله کړو. همدا راز د دوی د بریالیتوب او ناکامۍ پر رازونو پوه شو او د خپلو فعالیتونو سطحې يې په نظر کې ونیسو، چې په پیل کې يې څنګه او په څه ډول شروع واخیسته او اوس په کومه سطحه کې قرار لري.
تر دې اندنې چې د دوی وضعیت او حالت معلوم کړای شو، نو په کار ده چې د خپل کار او فعالیت اړوند لازم معلومات هم ولرو او د خپل کار د سرته رسونې اړتیا ته اهمیت ورکړو.
د دې ترڅنګ تاریخي او ډېری نور کتابونه ولولو؛ ځکه نوموړي کتابونه موږ ته انګېزه رابښي او د نامتو تاریخي څېرو کارنامې، فتوحات او لاسته راوړنې مو لا نورې انګېزې ته هم هڅوي او مورال مو قوي کوي، چې په پایله کې مو لا ډېر کار ته هڅوي او کار کول بیا په خپله انسان د تحرک لور ته بیایي او ژوند ته يې مثبت بدلون وربخښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.