هېچا هم په لومړیو کې دفتر او یا هم عصري دوکان نه دی لرلی. حتیٰ زیاتره لویدیځوال پانګوال هم خپل کارونه له کافي شاپه پیلوي. سټيو جابز چې په اوس کې د ټکنالوژۍ يوه غوره څېره، د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی، د iPad – iPhone – iPod او iMac بنسټګر دی، ژوند یې له سختو ګېروګنو سره مخ و. دی د ملګرو د کوټو په غویلي ویده کېده او د ژوند د ضروریاتو د پوره کولو لپاره یې د نوشابو د بوتلونو ټولولو او خرڅولو له لارې پیسې پیداکولې او د نس مړولو لپاره یې پر ځایي خیریه بنسټونو تکیه کوله. همدا راز د فسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د عامو خلکو په څېر زنده ګي کړې ده او فسبوک یې بدون له کوم دفتر او زیاتې سرمایې څخه، ایجاد کړی دی. له صفر څخه یې پيل کړی دی، خو نن په مېلیونونو ډالره ګټه کوي او ټوله نړۍ يې سره پرې نښلولې ده، چې د دوی دغه کړنې دا ثابتوي چې حتمي نه ده چې ته دې په لومړیو کې د ماسټري لرونکي مامورین له ځان سره ولرې، زیاته سرمایه دې ولرې او یا هم لوی ګدامونه او دفترونه دې وي؛ بلکې له شته وسایلو څخه ګټه پورته کړئ او د وخت په انتظار مه کېږئ، له هغه ځایه یې پیل کړئ په کوم ځای کې چې یئ، وسایلو ته هم انتظار مه وباسئ، څه چې درسره دي په هغوی کار پیل کړئ، پس څومره چې مو کارکرده ګي ښه کېږي په هماغه اندازه ښه وسایل هم ترلاسه کولای شی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.