د کابل پوهنتون رئيس: ښځي او نجوني فعلاً په پوهنتون کي د زده کړو او کار اجازه نه لري

1,206

د کابل پوهنتون ښځي او نجوني له کار او زده کړو څخه منع سوي دي. د نيويارک ټايمز د راپور له مخي د کابل پوهنتون نوي رئيس دغه پوهنتون ته د ښځو او نجونو ورتګ منع کړی دی.

د کابل پوهنتون نوي رئيس محمد اشرف غيرت د تويتر په يوه پيغام کي اعلان کړی «تر هغه وخته پوري چي د ټولو له پاره يوه واقعي اسلامي فضا نه وي برابره سوې، ښځو ته اجازه نه ورکول کيږي چي پوهنتون ته د کار يا زده کړو له پاره راسي.»

د طالبانو په تيره واکمنۍ کي (۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کال) هم نجوني او ښځي له کار او زده کړو څخه محرومي سوي وې.

تيره اونۍ د کابل پوهنتون پخوانی رئيس محمد عثمان بابري له دندې ګوښه او پر ځای يې محمد اشرف غيرت وګومارل سو. ويل کيږي چي غيرت یوازې تر ليسانس درجې پوري زده کړي کړي دي. د طالبانو دغي پريکړي د نورو پريکړو په شان په ټولنيزو رسنيو کي ستر غبرګونونه راوپارول او سختي نيوکي پرې وسوې.

Kabul | Konflikt in Afghanistan - Frauen demonstrieren für Talibanد کابل د پوهنتون په یوه درسي خونه کې د طالبانو په ملاتړ د بشپړ نقاب لرونکو ښځه غونډه

غيرت مخکي له دي چې طالبان واک ته ورسیږي په ځينو تويتري پيغامونو کي د خبريالانو د وژلو غوښتنه کړې وه او ويلي يې ول چي خبريالان د لوېديځ «جاسوسان» دي. تيرکال په افغانستان کي ډېر خبريالان په چاودنو او هدفي وژنو کي ووژل سول.

د طالبانو د لومړۍ دورې حاکميت برخلاف اوس نجوني کولای سي تر شپږم ټولګۍ پوري ښوونځي ته ولاړي سي، خو تر شپږم ټولګيو پورته نجوني ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. خو هلکانو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل سوې ده. د نجونو په اړه د طالبانو وياند استدلال کړی دی چي نجوني «د زده کړو امن محيط» ته اړتيا لري.

افغانستان په نړۍ کي يوازینی هيواد دی چي د ليسو او متوسطه ښوونځیو نجوني د زده کړو اجازه نه لري.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته اعلان کړی وو چي د ښځو او نجونو حقوق به د اسلامي شريعت په چوکاټ کي رعايت کړي، خو دا معلومه نه ده چي دغه ډله له اسلامي شريعت څخه څه تفسير لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.