رينټر دولت د هېواد په ګټه دی؟

ژباړه او زیاتونې: بریال حبیبي

4,342

افغانستان ته په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا، ناټو غړیو، ګاونډیو او… هېوادونو له لوري نږدې پېنځه تریلیون ډالر په مستقیمه او یا نامستقیمه توګه ورکول شول او دمګړۍ د امریکا او ناټو غړیو هېوادونو له وتلو سره سم ټولییزو رسنیو کې کله کله د جرمني هېواد او کله کله د الجزیره بنسټ رسنیو راپورونه ورکول کېږي، چې افغانستان د بې شمېره طبیعي زېرمو په لرلو سره کولای شي، لږ و ډېر خپل اقتصادي حالت ورغوي.
هڅه شوې چې په دغه لیکنه کې په افغانستان کې د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو د مرستو او پانګونو تېر بهیر او یا له دې څخه وروسته زموږ په طبیعي زېرمو د چین، روسیې او… نورو هېوادونو پانګونو ته د رینټر دولت د نظریې پر بنسټ کتنه وکړو او زموږ د ژوند او روزګار د غوره والي لپاره څو د حل لارې چارې ومومو!
رینټر دولتونه له هغو دولتونو څخه ګڼل کېږي، چې خپلواکو مالي سرچینو ته لاسرسی ولري.
یاد دولتونه د خپلواکو مالي سرچینو د شتون له برکته په ډاډه زړونو کولای شي، خپل سیاستونه په ټولنو کې هغسې پلي کړي چې څنکه یې دوی لازم بولي؛ ځکه د هېوادونو د درآمد داخلي سرچینې؛ د بېلګې په توګه: مالیې، تولیدات، صادرات او… یې د رینتونو تر سیوري لاندې او په لوړه کچه یې د اړتیا احساس خورا کم وي.
رینت یو اقتصادي ویی دی او له همدغه علم نه سیاست، سیاسي اقتصاد، ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او… علومو او هنرونو ته ورننوتی ، چې له لغوي اړخه د ځمکې او یا نورو ملکیتونو او توکونو د اجاره کولو یا کرایه کولو مانا لري او په ټولییزه توګه د هغه هر ډول درآمد، مؤقف، حالت، ګټې، مقام او… له ډېرېدلو او یا لوړېدلو څخه عبارت دی، چې له تولیدي هڅې او یا کوم کار، مهارت، اهلیت او… پرته ترلاسه کړلای شي؛
او یا:
د ټولنې له امکاناتو او فرصتونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه رینټ بلل کېږي او همدارنګه یو بل تعریف یې داسې هم شوی:
چې له هغه بادراوړي ثروت څخه عبارت دی، چې د محصول یا خدمت تر واقعي ارزښت لوړ وي.
په فیوډالي وختونو کې به د ځمکو څښتنانو خپلې د کښت وړ ځمکې، بزګرانو ته په داسې ډول ورکولې چې پخپله به یې د یادو ځمکو د کیفیت په لوړولو کې هیڅ ډول برخه نه لرله؛ نو ځکه د هغو کسانو لپاره په اقتصادي لحاظ یو ډول امتیاز وګڼل شو، چې نورو خلکو به ورته په ورته شرایطو کې لاسرسی نه درلود.
رینت بېلابېل ډولونه لري، چې څو مهم یې په لاندې ډول دي:
الف ـ اقتصادي رينت: د قېمتونو کنترول، حمایتي سیاستونه، د بودجې د وېش ډول او دولتي اعتبارات او همدارنګه سوداګریز محدودیتونه د اقتصادي رینت مهمې بېلګې دي.
ب ـ سیاسي رینت: د دولت او یا حاکمو ګوندونو له لوري د ټولنې د بېلابېلو اشخاصو/ قشرونو پر وړاندې له هغه تبعیض څخه عبارت دی، چې د بېلابېلو تصمیم نیوونو او وېشنو په ځانګړې توګه د قدرت او ثروت د سرچینو پر مهال ترسره کېږي.
ج ـ ټولنیز رینت: له ځانګړو استعدادونو، وړتیاوو او مهارتونو پرته له کوم ځانګړي امتیاز څخه د کوم چا برخمن کېدل ټولنیز رینت بلل کېږي؛ د بېلګې په توګه: په یوه ډله کې غړیتوب کې تر لاسه کول، خپلوۍ پالل او… .
د ـ اطلاعاتي رینت: په بېلابېلو اقتصادي برخو کې بېلابېلو اقتصادي اطلاعاتو ته داسې انحصاري او چټک لاسرسی موندل له اطلاعاتي رینت څخه عبارت دی، چې په بازار کې د اقتصادي ناسالم رقابت د رامنځته کېدلو سبب وګرځي؛ همداسې په دې برخه کې د حقوقي، سیاسي، کلتوري، امنیتي او… چارو اطلاعاتي رینتونه درواخلئ.
هـ ـ ښوونیز او روزنیز رینت: یاد رینټ په ښوونیزه او روزنیزه برخه کې آن د زده کوونکو/محصلینو د ازموینې په نمراتو کې له توپیرکولو نیولې د هغوی تر فراغت، استخدام، د تحصیلي اسنادو پېر او پلور، د کار نشتون او… پورې په بر کې نیسي.
په پورتنیو رینتونو سربېره د ګران هېواد افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د رینټونو ګڼې بېلګې لیدلي کېږي؛ خو هغه هېوادونه چې ټول مرکزي سیستم یې پر رینټونو ولاړ او یا هڅه کېږي له همدې لارې پرمخ یووړل شي ، په لاندې ډول دي:
۱- هغه دولتونه چې د خپلو طبیعي زېرمو له درکه په بهرنیو رینټونو تغذیه کېږي؛ د بېلګې په توګه: عربي هېوادونه.
۲- هغه دولتونه چې د سیمې او یا نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له لوري په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او… برخو کې مرستې ترلاسه کوي؛ د بېلګې په توګه: افغانستان، مصر، یمن، عراق، فلسطین، سوریه او… هېوادونه.
که ځیر شو؛ نو په تېر کې که له یوې خوا د امریکا او… هېوادونو له لوري د رینت له امله افغانستان ته پورتني زیانونه ورواښتل او لا هم پکې تر ستوني ډوب یو؛ نو له بلې خوا په راتلونکې کې اوسنیو دولتي پالیسیو ته په پام او همدارنګه د یوه منسجم ملت او د هغوی د ارادې نشتون یې له پورتنیو ستونزو سره سره ممکن موږ یو ځلې بیا له لاندنیو ستونزو او زیانونو سره هم مخ کړي:
الف ـ له ټولنې څخه د دولت خپلواکه کېدل: لکه څرنګه چې مو وړاندې ورته اشاره وکړه، یو زیان یې دا کېدای شي چې د دولت له لوري د داخلي سرچینو، نوښتونو، فعالیتونو او… ایجاد او ودې ته زړه نه ښه کېږي او چې چېرته یې پخپله لازم وبلل، پانګونه ترسره کوي.
ب ـ د رینټ خوړلو د روحیې وده: د رینټ خوړلو له امله د ټولنې نږدې ټول استعدادونه ددې پر ځای چې تولیدي فعالیتونو او کار ته مخه کړي، په رینټونو پورې اړوندو فعالیتونو کې د بوختېدلو هڅه کوي او غواړي د دولتي بیروکراسي په چوکاټ کې د ځان لپاره کوم مقام او یا چانس پیدا او د (ببلاوي) له آنده څنګه د رینټ ترلاسه کوونکي او یا توزیع کوونکي شي؛ خو پاتې دې نه وي چې له دې لارې اجتماعي بې عدالتۍ ته هم زمینه سازي ترسره او اولسونه ورو ورو په بېلابېلو ډلو ټپلو وېشلي کېږي.
ج ـ مصرفي اقتصاد: لکه څرنګه چې په یادو ټولنو کې کار او تولیدي فعالیتونه کم او یا په نشت سره حساب دي، نو ځکه یوازې په مصرفوونکو تبدیلېږي او د رینټونو له تړل کېدلو سره سم بیاځلې هراړخیز فقر ته ورګرځي.
د ـ انحصار: د لویو شرکتونو، بنسټونو او آن اشخاصو له لوري په بېلابېلو برخو کې په وړو یا سیالو شرکتونو، بنسټونو او اشخاصو داسې محدودیتونه وضع کېږي، چې پلي کوونکی به یې دولت او ګټه به یې هغوی ته رسېږي؛ انحصار په ټوله کې دوه ډولونه (دولتي انحصار او خصوصي انحصار) لري او د ځینو پوهانو په خبره رینټ د انحصار زېږنده دی، چې موږ او تاسو یې بیا د پورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره د دولتي سکتور، خصوصي سکتور او همدارنګه د دوی دواړو د مشارکتي سکتور په رینټونو باندې هم وېشلای شو.
هـ ـ ریسک نه منل: طبیعي ده چې کله د افغانستان غوندې رینټر دولتونو کې رینټ وده وکړي، دولتونه او خلک یې د ژوند په هیڅ کومه سیاسي، اقتصادي، امنیتي، اجتماعي او … برخو کې ریسک منلو او په یوه بله لاره کې ځان ازمویلو ته زړه نه ښه کوي او په هر ډول شرایطو کې هڅه کوي هغه خبرې عملي کړي چې وایي:
(څه دې کول؟
چې پلار او نیکه دې کول) او یا (همرنګ جماعت باش)!
و ـ مدني ټولنه: په یادو هېوادونو کې مدني ټولنې کمزورې او په وړاندې یې هغه پوپولیستي جریانونه او ټولنې درېږي، چې دولت جوړې کړې او یا یې له ملاتړ څخه په بشپړ ډول برخمنې وي.
او…

پای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.