په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي سخته محدوده شوې ده

654

د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې پر طالبانو باندې په پراخه کچه د مطبوعاتو او بیان د آزادۍ د محدودولو تور پورې کړی دی. په وروستیو کې طالبانو داسې قوانین وضع کړي چې عملا د دوی په اړه د هر ډول انتقادي رپوټونو مخه نیسي.

هیومن رایټس واچ، د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو له لوري نافذ شوي اقدامات لا دمخه د انتقادونو او مخالفو نظرونو د چپ کولو سبب شوي. د بشري حقونو د دغه نړیوال سازمان د رپوټ له مخې د سپتمبر میاشتې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځینې قواعد صادر کړل چې دومره پراخ او مجهوله وو چې «عملا د طالبانو پر وړاندې د هر ډول انتقادي رپوټونو» مخه نیسي.

د آسیا د حوزې له پاره د بشري حقونو د څار ادارې مرستیالې مشرې پتریشیا ګوسمن، ویلي دي چې «نوي مقررات په دغه هیواد کې د مطبوعاتو آزادي خفک کوي.» د هغې په خبره نوې مقررات دومره پراخ دي چې ژورنالیستان غوره ګڼي چې سکوت وکړي، ځکه چې په بل صورت کې له بندي کیدو څخه باید اندېښنه ولري.

د دغه سازمان د رپوټ له مخې د دغو مقرراتو په ترڅ کې پر رسنیو بندیز لګول شوی دی چې د داسې مواردو چې له «اسلام سره په ټکر کوي»، «د ملي اهمیت درلودونکي کسانو ته پکې توهین شوی وي» او د «خبرونو محتوا ته بدلون ورکړل شوی وي» د هغې له نشرولو او خپرولو ډډه وکړي.

زیاته شوې ده چې خبریالان باید دې ته هم پاملرنه وکړي چې په رپوټونو کې «تعادل» مراعات شوی او د داسې موضوعاتو په هکله رپوټونه ور نه کړي چې د رسمي لوري تائید شوي نه وي او یا «پر عامه ذهنیت باندې اغیز اچولی شي.» هیومن رایټس واچ توانیدلی چې دغه مقررات و ارزوي.

په وروستیو کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ځیني خبریالان په خپلسري توګه نیولي او ربړولي دي. د بشري حقونو د نړیوال سازمان د رپوټ له هغه وخته چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، ۳۲ خبریالان يې نیولي دي. پر دې سربیره د خبریالانو له قوله ویل شوي دي چې د طالبانو له لوري دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې د دوی رپوټونه چې طالبانو د «پروپاګند» په توګه یاد کړي باید ودروي. یو شمیر خبریالان له هیواده وتلي او یا له خپل کاره لاس پر سر شوي. همداشان په ځانګړې توګه د لویو ښارونو دباندې ځینې رسنۍ تړل شوي دي.

د ګوسمن په خبره: «طالبانو دا خبره ډېره روښانه کړي ده چې نه غواړي په پرانیستو بحثونه کې ګډون وکړي.» هغې زیاته کړې ده چې نور حکومتونه دي په راتلونکي کې له طالبانو سره د اړیکو پر مهال د رسنیو پر وړاندې دغه اقدامات خپله مرکزي موضوع وګرځوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.