د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .
ځايي سرچینو ویلي دي چې چاودنه کندوز ښار مرکز خان آباد کې په یو جامع جومات کې رامنځته شوې ده .
سره ددې چې تر اوسه پورې ددې چاودنې په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني تلفاتو دقیقه شمیره معلومه ده خو ځايي رسنیو تر پنځو ډیرو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې نن د کندوز ولایت مرکز اړوند د خان آباد بندر سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په یو جومات کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې ګنشمیر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه ویلي دي چې د پيښې نه وروسته سمدلاسه ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د پيښې په څیړنې پيل کړی دی.
د بله پلوه عیني شاهدانو د مرګ ژوبلې شمیره ډیره زیاته لوړه بللې ده .
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی دی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جامع جومات په مخکې چې په جومات کې د فاتحې مراسمو دوام درلود ځانمرګی برید شوی وو.
پدې برید کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.
خو د دې برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم چا په غاړه ندی اخیستی.
trt.tr/pashto
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.