د افغانستان د پوځ په لسګونو پیلوټان او تخنیکی پرسونل متحده عربي امارات ته انتقال شول

690

د افغانستان د پوځ په لسګونو پیلوټان او تخنیکي پرسونل چې د پخواني حکومت د سقوط نه وروسته تاجکستان ته پناه وړې وه تیره ورځ د امریکا په مرسته متحده عربي اماراتو ته انتقال شول

د افغانستان د هوايي ځواکونو د ۱۴۰ تنو نه ډیر پيلوټان او تخنیکي پرسونل چې پخواني حکومت د سقوط نه وروسته تاجکستان ته پناه وړې وه او هلته نیول شوي  وو د امریکايي چارواکیو په مرسته تیره ورځ په ځانګړې الوتکه کې متحده عربي اماراتو ته انتقال شول.دا کسان به وروسته امریکا ته یوړل شي.

دا خبره د امریکا د هوايي ځواکونو یو تن متقاعد افسر چې اوس د یوې مرستندویه ټولنې مشري په غاړه لري کړې ده .

هغه وویل چې د افغان پيلوټانو او تخنیکي پرسونل درې میاشتنې شکنجه پایته ورسیده. دا پیلوټان چې د امریکا لخوا روزل شوي وو د طالبانو لخوا د کابل  نیول کیدو نه وروسته د خپلو الوتکو سره تاجکستان ته پناه وړې وه.

په تاجکستان کې نیول شوي  وو او د پلازمینې دوشنبې نه بهر په یوې لرې پرتې سیمه کې ساتل کیدل. دې کسانو د وټسپ له لارې په یو غږیز پیغام کې ویلي وو چې په ډیرو بدو شرایطو کې قرار لري، خواړه ، خوراکي توکي او روغتیايي خدماتو ته پوره لاس رسی نلري.

د امریکا د هوايي ځواکونو متقاعد جنرال هیکس ویلي دي چې د افغان پیلوټانو او تخنیکي پرسونل الوتکه پرون سې شنبې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

دا د هغوې د نوي ژوند په اړه لومړنی ګام دی. ددې په هیله چې هر څه ژر د خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

هغه وویل چې په زرګونو تنو نورو هغه کسانو لپاره چې د امریکا د پوځ سره دنده ترسره کړې ده دا شکنجه اوس هم دوام لري. د افغانستان د هوايي ځواک په زرګونو تنه کارکوونکي نن ورځ د طالبانو غچ اخیستو له ډاره په افغانستان کې پټ شوي دي . هغوې د افغانستان نه د وتو په اړه خپلې هیلې هم د لاسه ورکړي دي. هغوې ټول د طالبانو لخوا د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي

trt/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.