امریکايي ‌چارواکي: قطر به په افغانستان کې د امریکا استازولي کوي

448

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې امریکا متحده ایالات او قطر پر دې سره سلا شوي چې قطر به په افغانستان کې د امریکا د سیاسي نمایندګۍ چارې هم پرمخ وړي. دغه ګام د واشنګټن او کابل ترمنځ د اړیکو د پیل له پاره مهم ګڼل کیږي.

ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر۱۲) قطر او امریکا متحده ایالات به داسې یو سند لاسلیک کړي چې له مخې به یې قطر په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي استازولي کوي.

دغه اقدام داسې مهال کې کیږي چې واک ته تر رسیدو نیږدې درې میاشتې وروسته طالبان د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي. امریکا متحده ایالات او ډېر نور هیوادونه اوسمهال پر داسې لارو چارو فکر کوي چې پرته له رسمیت پیژندلو له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي. امریکا متحده ایالاتو هم طالبان لا په رسمیت نه دي پیژندلي او د دغه جګړه ځپلي هیواد نیږدې ۱۰ میلیارده ډالر یې کنګل کړي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا په شمول ګڼ شمیر اروپايي هیوادونه د طالبانو په رسمیت پیژندلو کې بیړه نه لري، خو په افغانستان کې د ژمي په رارسیدو او خراب اقتصادي وضعیت له کبله ډېر هیوادونه اندیښمن دي.

ګڼ شمیر دغه هیوادونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي له پاره باید له دغه هیواد سره کار وشي.

د امریکا متحده ایالاتو او قطر ترمنځ د دغه تړون له مخې چې د روان کال د دسمبر میاشتې له ۳۱مې نیټې وروسته به عملي کیږي، قطر به په کابل کې د خپل سفارت یو شمیر کارمندان د امریکا څانګې ته ځانګړي کړي او له نیږدې به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او په قطر کې د دغه هیواد د سیاسي نمایندۍ ترمنځ همغږي رامنځ ته کوي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي دي چې په عین حال کې به امریکايي چارواکي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. طالبان په دوحه کې سیاسي دفتر لري او د بهرنیو اړیکو له پاره تر ډیره پورې له دې دفتره کار اخلي.

د دغه تړون له مخې به د قطر تر څار لاندې د امریکا متحده ایالاتو له پاره ځانګړی شوی ټیم په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب قونسلي خدمات وړاندې کوي چې پکې د امریکايي اتباعو له پاره خدمات شامل دي. زیاته شوې چې دغه ډله به د پاسپورتونو عریضو پر ترلاسه کولو سربیره نور محدود خدمات هم وړاندې کړي او په بیړنیو حالاتو کې به د معلوماتو پر تبادلې سربیره هم مرسته کوي.

د امریکايي چارواکو په خبره، د قطر تر څار لاندې د امریکا متحده ایالاتو د سفارتي کارونو له پاره ځانګړې شوې ډله به په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په پخوانۍ ودانۍ کې فعالیت کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې قطر به د دې ودانۍ امنیتي چارې هم پر مخ وړي او دا چې قطر به د یادې ودانۍ د څار مسوولیت هم پر غاړه ولري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.