د بریتانیا پولیسو د افغان پناه غوښتونکو په شمول لسګونه پناه غوښتونکي نیولي او روانډا ته یې استوي.
حسیب افغان په بریتانیا کې افغان پناه غوښتونکی دی چې روانډا ته د پناه غوښتونکو په استولو اندېښمن دی.
هغه وايي: “موږ له یو زندانه چې دلته پنا راوړې بل زندان ته د روانډا په نوم وړل کېږو چې دا یو ډېر غیر عادلانه کار دی.”
د بریتانیا پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو په شمول د پناه غوښتونکو نیول پیل کړي او غواړي روانډا ته یې ولېږي.
برتانوي رسنیو که څه هم دقیق نه دي ویليو خو راپور یې ورکړی چې لسګونه پناه غوښتونکي تر دې دمه نیول شوي او توقیفځایونو ته انتقال شوي.
ګارډین راپور ورکړی چې پولیسو په ګلاسګو، لیورپول، برمنګهم او بریسټول ښارونو کې د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو ورننوتلي او هغوی یې نیولي دي.
دا کار په وېلز، سکاټلنډ او شمالي ایرلینډ کې هم شوی دی.
افغانان، سوریایان او سوډانیان هغه خلک دي چې تر ډېره روانډا ته د لېږلو له خطر سره مخ دي.
افغان پناه غوښتونکی حسیب افغان د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل: “خبرېږو چې ملګري یې کېنولي او بیا یې له هغه ځایه روانډا ته لېږي. په ټول کې زما په نظر دا زما په شمول د نورو افغان مهاجرینو چې لا یې د پناه غوښتنې پرېکړې نه دي نهایي شوي دلته یو ستر جبر او ظلم دی.”
حسیب افغان د بریتانیا له پارلمان او دولته غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د ده په خبره د پناه غوښتونکو په وړاندې له دې زیاتي لاس واخلي.
د بریتانیا پارلمان د اپرېل په ۲۲مه د روانډا لایحه تصویب کړه چې ورسره حکومت روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لپاره تابیاوې زیاتې کړي دي.
د بریتانیا حکومت د پناه غوښتونکو د توقیف لپاره خپل امکانات زیات کړي او د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲۲۰۰ توقیفځایونه جوړ شوي.
همدارنګه د پناه غوښتونکو د قضیو د مخته وړلو لپاره دوه سوه نوي کارکوونکي ګمارل شوي او ۵۰۰ داسې کسان هم ګمارل شوي چې د پناه غوښتونکو د انتقال لپاره یې د راپورونو له مخې په کافي اندازه تمرینونه او روزنې لیدلي دي.
اخوا بیا د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافعینو د کورنیو چارو وزارت مخته څو واره اعتراضي غونډې کړي دي.
د بریتانیا د پارلمان ځینې غړي هم د حکومت په پرېکړه باندې نیوکه لري.
له دې ډلې د پارلمان د برې خونې یا مشرانو جرګې غړي لارډ جرمن ای نیوز رسنۍ ته ویلي چې کورنیو چارو وزارت روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو پر مهال د پناه غوښتونکو خبرې او استدلال نه اوري.
ده ویلي، ممکن هغه افغانان هم له خطر سره مخ وي چې برتانوي ځواکونو سره یې همکارې کړې او دا د ده په خبره د شرم وړ ده.
خو د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک ویلي چې حکومت یې د ناقانونه پناه غوښتونکو استولو ته هوډ لري او لومړني پروازونه به په څو اوونیو کې پيل شي.
پناه غوښتونکو بیا له خپلو هڅو لاس نه دی اخیستی او د راپورونو له مخې د بریتانیا د پولیسو لهخوا د پناه غوښتونکو پر ضد د اقداماتو له پيل وروسته یو شمېر پناه غوښتونکي ایرلینډ ته د تللو هڅې کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.