ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر، چې قحطۍ ته په نژدې شرایطو کې ژوند کوي، ۸.۷ میلیون ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان (ډبیلو اف پي) د راپور په اساس دا شمېر د روان کال د شمېرو په پرتله درې میلیون زیات شوی دی.
ملګري ملتونه وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیون خلک، چې د هېواد څه باندې ۶۰ فیصده نفوس کیږي، لوږه ګالي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کال تر پای پورې به د افغانستان ۹۷سلنه خلک د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دغه سازمان همدغه راز ویلي دي چې د روان کال تر پای پورې به ۳.۲ میلیون افغان ماشومان په سختې او جدي خوار ځواکۍ (سو تغذیه) اخته شي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو، وچکالۍ، غربت او اقتصادي ستونزو له کبله ۳.۵ میلیون افغانان په خپل کې وطن کې دننه بېځایه شوي دي.
په دوی کې یې ۵۰۰زره هغه کسان دي چې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلو سیمو نورو سیمو ته بېځایه شويدي.
د بادغیس ولایت څخه یوې بې ځایه شوې میرمن ګل عذار اسوشیتډپرس ته ویلي: «موږ د خوراک لپاره هېڅ نلرو. په بد وضعیت کې ژوند کوو. اوبه نشته او زموږ ماشومان کور په کور ګرځي چې اوبه پیدا کړي. موږ بې کوره یو.»
د یوې بلې بېځایه شوې کورنۍ مشر جان محمد هم د ژوند له کړاوونو سر ټکوي. دی چې د پنځو ماشومانو پلار دی وویل: «موږ د سګرټ استعمال شوې قطۍ او له کثافاتو څخه نور توکي راټولوو چې اوربل کړو او ځان ګرم وساتو. ځینو خلکو او تجارانو د وریجو مرستې وکړې او خپل اولادونه مو ماړه کړل. ډېر کله موږ یوازې په چای او وچې ډوډۍ وخت تېروو. موږ نه پېسې لرو او نه د ژوند کولو لپاره نور مواد.»
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره په وخت مرستې ونشي، د ژمي په راتګ سره به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.
pashtovoa.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.