«په ايران کي د آلمان سفارت د ټولو افغانانو د منلو پلان نه لري»

506

رپوټونه: د آلمان سفارت ویلي دي چي په ایران کي د افغانانو د منلو له پاره کومه برنامه نه لري، خو ځینو هغو کسانو بیا د آلمان له سفارت څخه ویزې ترلاسه کړي چي د حفاظت د شرایطو په درلودلو سره په دا وروستیو کي ایران ته تښتیدلي.

ځینو رسنیو په تهران کي د آلمان د سفارت خبرتیا چي د افغان اتباعو د منلو په هکله ده داسي خپره کړې چي گواکي دا به یو نوی خبر وي.

د آلمان د سفارت خبرتیا چي څه د پاسه دوې میاشتي مخکي خپره سوې، په دغي «مهمي سپارښتني» باندي پیلیږي چي آلمان د ټولو افغانانو له پاره کومه عمومي برنامه نه لري او یوازي په ځینو خاصو مواردو کي د منلو امکان موجود دی.

نوموړي سفارت د په اصطلاح خاصو مواردو په هکله توصیه کړې: د منلو امکان د افغانستان د هغو اتباعو له پاره موجود دی چي په یوه آلماني او یا هم بین المللی سازمان کي یې فعالیت کړی وي او یا په ځانگړي ډول تر خطر لاندي وي، د مثال په ډول د بشری حقونو فعالان، د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکي او خبریالان او هغه هم که د آلمان حکومت مخکي لا د هغوی د منلو سره موافقه کړې وي.

د آلمان سفارت همدارنگه هغو افغانانو ته چي د آلمان د حکومت له خوا یې د منلو موافقه ترلاسه کړې، سپارښتنه کړې چي خپل پخواني کارفرما ته خبر ورکړي چي په ایران کي ژوند کوي او له هغه سره د اړیکو د ساتلو له پاره دي نوي معلومات ورسره شریک کړي، تر څو سفارت د هغوی د کار د بهیر د دوام له پاره له هغوی سره اړیکي ټینگي کړي.

خو په هرات کي د معراج راډیو تلویزیون پخوانۍ رئیسه او د هرات په پوهنتون کي د ژورنالیزم استاده، سهیلا عرفاني چي فعلاً په ایران کي ژوند کوي، وايي چي ځینوخبریالانو او د بشري او ښځو د حقونو فعالانو وکولای سول له سفارت څخه ویزه ترلاسه او آلمان ته ولاړ سي.

میرمن عرفاني له دویچه ویلي سره په مرکه کي وویل: «ځینو هغو خبریالانو چي موږ پیژندل، ویزې اخیستي او تللي دي او ځیني هم ویزې لري او پرواز ته منتظر دي. خو زما له پاره جالبه ده، زه چي په رسنیو او ژورنالیزم په برخه کي ۱۵ کاله کاري سابقه لرم، لا هم منتظره یم او هیڅ ډول تاید مي نه دی ترلاسه کړی.»

د آلمان سفارت همدارنگه ویلي دي، هغه کسان چي یو وخت یې په افغانستان کي د محلي ځواک په توگه فعالیت درلود او د هغوی کاري قرارداد د ۲۰۱۳ کال ترپایه نه وي خلاص سوی، د دې امکان موجود دی چي د خپل پخواني کارفرما له خوا له خطر سره خپل مخامخ کیدل اعلان او د محلي کارکوونکو له پاره د اوسني بهیر له مخي خپله عریضه وړاندي کړي.

Afghanische Flüchtlinge im Iranپه ایران کی د جرمني د سفارت مخی ته افغانان کتار ولاړ دي

په تهران کي د آلمان سفارت څرگنده کړې: «هغه افغانان که هغه ښځه وي او نارینه، په مدني او اجتماعي حوزو، په علمي او فرهنگي رسنیو کي یې کار کړی وي، او نظامي اضطراري تخلیوي عملیاتو تر پایه، د آلمان حکومت یې له خطر سره مخامخ کسانو په توگه پیژني او د آلمان خاوري ته به یې د ورننوتو امکان موجود وي.»

د آلمان سفارت په وبسایت کي دې موضوع ته اشاره سوې ده چي د پناه غوښتني په هکله هیڅ ډول عریضه نه ترلاسه کوي او تر ارزوني لاندي یې نه نیسي.

د اسوشیتد پرس پخواني خبریال فرهاد جویا وکولای سول ایران ته تر تیښتي وروسته په آلمان کي د بې پوله خبریالانو له سازمان سره په همږغۍ سره، په تهران کي د آلمان ویزه ترلاسه او څلور ورځي مخکي ځان هامبورگ ته ورسوي.

هغه دویچه ویلي ته وویل: «ما اول سفارت ته مراجعه وکړه، خو کوم جواب مي ترلاسه نه کړ. وروسته مي د بې پولي خبریالانو سره اړیکي ونیولې او د هغوی له لاري مي په تهران کي د آلمان له سفارت سره اړیکي ټینگي سوې. دوې نیمي میاشتي وخت یې ونیو، تر څو ویزه ترلاسه کړم، اوس آلمان ته راغلی یم او په قرانطین کي يم.»

جویا د هرات تر سقوط یوه اونۍ وروسته، د شپې له خوا د نیمروز د سرحد له لاري ایران ته وتښتید. هغه وايي، داسي نه ده چي آلمان ټولو هغو افغانانو ته چي په ایران کي اوسیږي، وخت ورکړی او وې مني. یوازي خاصي ډلي چي واقعاً له خطر سره مخامخ دي او مخکی یې له آلمان څخه د قبولۍ ایمیل ترلاسه کړی وي، په تهران کي د آلمان سفارت له هغوی سره تماس نیسي«.

د آلمان خارجه وزیر هایکو ماس ویلي دي چي د کابل ترسقوط وروسته په افغانستان کي د آلماني بڼسټونو دوه زره پخواني همکاران د پاکستان له لاري وتلي دي.

د هغه په خبره آلمان له طالبانو سره خبري اتري کوي، دا ځکه چي په زرونو هغه افغانان چي په آلمان کي یې د اقامت اجازه ترلاسه کړې، له خپل هیواد څخه د وتلو انتظار باسي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.