جاپان غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

597

طالبان وايي چې د افغانستان له پاره د جاپان پخواني سفیر په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو پر سره خبرې کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي دي چې جاپان غواړي له نوي حکومت سره کار ته دوام ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د یو لړ ټویټري پیغامونو له لارې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال په کابل کې د جاپان له پخواني سفیر سره کتلي او د سفارت د بیرته پرانیستلو پر موضوع یې خبرې کړي دي.

محمد نعیم لیکلي دي چې افغانستان غواړي د جاپان په ګډون له ټولو هیوادونو سره نیکې اړیکي ولري: «اسلامي امارت د جاپان په ګډون له ټولو ګاونډیو، د سیمې هیوادونو او نړۍ سره د متقابل احترام پر اساس نیکې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې مرستې به یې په شفاف ډول تر اړمنو پورې ورسېږي.»

محمد نعیم همدا راز لیکلي چې په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د جاپان سفیر له افغانانو سره د بشري مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم لیکلي: «جاپان غواړي له نوي حکومت سره کار ته دوام ورکړي او د باور جوړولو لومړي ګام په توګه له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتوي او دا بشري مرستې باید د ژمي تر راتلو وړاندې افغانستان ته ورسېږي.»

جاپان داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو لخوا تر امنیتي ډاډ وروسته د خپل سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکوي چې تر دې وړاندې هم د آلمان په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو بیا پرانیستلو ته زړه ښه کړی دی.

د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته هم ځینو هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستي وو. د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، ګڼ شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل. طالبان بیا په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې دې خپل سفارتونه بیا پرانیزې او دا چې طالبان به ورته امنیتي ډاډ ورکوي.

محمد نعیم وايي چې د جاپان له سفیر سره د طالبانو د چاراکو په لیدنه کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا همدا راز وویل چې «د جاپان سفیر د اوسني اقتصادي بحران مخنیوي له پاره له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو پر ښه کېدو د ټینګار ترڅنګ» زیاته کړې ده چې هیواد یې هوډ لري له امنیتي ډاډ وروسته خپل سفارت په کابل کې بیا پرانیزي.

د یادولو وړ ده چې طالبان لا هم په نړیواله سطحه د رسمیت پیژندلو په هڅه کې دي او له امریکا متحده ایالاتو یې پر افغانستان د وضع شویو بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو مالي زیرمو د بیرته آزادولو غوښتنه کړې.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.