د روغتيا نړيوال سازمان د ‘اومېکرون’ په نامه د کورونا وېروس نوې بڼه د اندېښنې وړ بللې

507

۵ لیندۍ ۱۴۰۰ – ۲۶ نومبر ۲۰۲۱

د سویلي افریقا یوازې ۲۴ سلنه نفوس ته کورونا ضد واکسین ورکړل شوي دي.
د سویلي افریقا یوازې ۲۴ سلنه نفوس ته کورونا ضد واکسین ورکړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او ‘ د کورونا وېروس نوې بڼه د اندېښنې وړ ‘ بللې او دا وېروس یې د اومېکرون په نامه یاد کړی دی.

ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د وېروس په دې بڼه کې خورا ډېر بدلون راغلی او لومړنۍ نښې – نښانې یې پرې د بیا اخته کېدو ډېر احتمال ښيي.

د وېروس دا بڼه چې پخوا په (B.1.1.529) نامه پېژندل کېده ډبلیو ایچ او مسوولینو لومړی ځل په سویلي افریقا کې وپېژندله، خو اوس یې په بوټسوانا، بلجیم، هانګ کانګ او اسراییل کې هم د کوویډ پر دې بڼه اخته ناروغان لیدل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ”په دې نوې بڼه کې ګڼ بدلونونه راغلي او ځینې یې د اندېښنې وړ دي. ”

په اعلامیه کې ویل شوي، د ( B.1.1.529 ) ډول بڼه د نومبر پر نهمه یوه اخیستل شوې معاینه کې تایید شوه. ”

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ساینسپوهان به څو راتلونکو اونیو کې معلومه کړي چې دا څومره ژر انتقالېږي او اغېز یې څنګه دی.

بل لور یو شمېر هېوادونو اوس پرېکړه کړې چې له سویلي افریقا سره پر تګ راتګ بندیزونه ولګوي.

امریکا متحده ایالات وروستی هېواد دی، چې له دوشنبې ورځې وروسته به سویلي افریقا، بوټسوانا، زمبابوې، نیمیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او ملاوي سره پر هوايی تګ راتګ بندیز ولګوي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې له دې هېوادونو سره تګ راتګ بند کړی.

برازیل او اسټرالیا هم ورته بندیزونه لګولي دي.

د وخت په تېرېدو سره د وېروس د بڼې بدلون يا تغير نوې خبره نه ده خو دا ډول بدلون کېدی شي د لېږد پر وړتيا او د واکسينو پر اغېزمنتوب اغېزه وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په راتلونکو څو اوونيو کې به ساينس پوهان معلومه کړي چې د دغه وېروس په کومه اندازه لېږدول کېږي.

دوی خبرداری ورکړی چې په ګړندي ډول پر سفر محدويتونه وضع کړي.

د کورونا وېروس نوې بڼې له پېژندل کېدو وروسته پر سفر بندیزونه ډېرېږي

سفر

روغتیايي ماهرین وايي، چې دا تر اوسه لیدل شویو ټولو بڼو کې تر ټولو ناوړه ده.

د جمعې پر ورځ له بي بي سي سره خبرو کې د (سپای – ایم) څېړنیز مرکز غړي ډاکتر مایک ټیلدیسلې وویل، د سویلي افریقا ایله ۲۴ سلنه وګړو د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړي، چې له کبله یې هلته په چټکۍ سره د نوې بڼې خپرېدو وېره ده.

په سویلي افریقا کې د بي بي سي خبریال اندریو هارډينګ وايي، ماهرین هڅه کوي، د نوې بڼې په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دا بڼه په خورا چټکۍ سره خپرېږي.

د بي بي سي خبریال وايي، ماهرین د الوتنو ممنوعیت نوملړ کې د افریقايي هېوادونو نومونو شاملولو په هکله خوښ نه دي او وايي، سویلي افریقا د نوې بڼې پېژندلو لړ کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.

ماهرین وايي، نوې بڼه نژدې پنځوس داسې اړخونه لري، چې له ۳۰ ډېر یې د هغو پروټینو له مخې رامنځته شوي، چې په نښه کولو لپاره یې کورونا ضد واکسین تولید شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.