په امریکا کې د افغان ماشومانو وژونکي مجرم ته ولې برائت ورکړل شو!؟

شننه: عبدالله لغمانی

1,062
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموريت ته د پای ټکی کېښود. دوی دلته په کراتو کراتو د ملکي وګړو وژنې کوچنۍ تېروتنې  او وړوکې اشتباګانې بللې، خو خپل دا کار یې جرم، نسل وژنه نه ګڼله او نه یې هم ډېرځلې خپل پوځي چارواکي له دې امله محکمه کړي دي ، بلکې د يوې نمايشي څېړنو په پای کې به یې بمباري او چاپې یوازې یوه کوچنۍ تېروتنه او ناسم پوهاوی ګاڼه.
د اګست په وروستیو کې یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په هوايي بريد کې په کابل کې لس تنه په يوه کور کې ووژل. په رسمي توګه دغه عمليات دترهګرو په ضد ترسره شوي و، خو افغان ماشومان او مېرمنې پکې بې ګناه ووژل شوې. د CNN د راپور له مخې د متحده ایالاتو هوایی ځواک ددې جنايت لپاره داخلي تحقیقات ترسره کړل او دې نتیجې ته ورسیدل چې هرچا چې دا حمله کړې هغه ملامت نه دی.
په تحقيقاتو کې د جګړې له قوانینو څخه کومه سرغړونه نه ده په ډاګه شوې. او يوازې دومره ويل شوي چې ځای سم نه و مخابره شوی او موږ په هغه چا باور کړی و چې دا ځای يې د ترهګرو د مرکز په توګه راښودلی و او موږ چې حمله پرې وکړه نو بې ګناه افغانان ووژل شول او په دې خواشيني يوو چې دا کار شوی خو هيڅوک به یې له امله محکمه يا په سزا ونه رسېږي.
د نظامي تحقيفاتو ادارې دا هم وويل چې د هوايي بريد په وخت کې  موږ نه پوهېدولو چې په سيمه کې د ملکي وګړي شتون ولري. ماشومان چې تر ټولو کوچنی یې درې کلن و او مېرمنې، په غلط وخت کې په غلط ځای کې اوسېدلې. امریکایان داسې فکر کوي د افغانستان په واټونو کې  ماشومان بيخي ګرځي نه او نه هم له کوره بهر څوک راوځي.
دا هغه پلمې دي چې په کراتو کراتو امریکايانو کړې دي او دلته یې بې ګناه انسانان د خپلو ړندو بمباريو په نتيجه کې له خاورو سره خاورې کړي
په دې تېر شل کالونو کې امريکايانو په کورونو، مسجدونو، د ودونو په مراسمو د بې ګناه خلکو په کورونو او په ډله ييز ډول وژلو په لسګونو او سلګونو پېښې ترسره کړې دي.
دوه لسیزې امریکايي پوځیان او افسران په کابل کې وګرځېدل، خو ايا ونه پوهېدل چې کابل يو ګڼ نفوسه ښار دی. نه د تروریستانو پوځي اډه، نه د جګړې ډګر، او نه د ترهګرو د روزنې سنګر، بلکې داسې ښار چې په کې ژوند کېږي او تمدن دی پکې روان دی. د ښارونو بمبارول د خلکو د بمبارولو معنی لري. په هرصورت، دې ډول شیانو ته پام نه کول په تېرو شلو کلونو کې امریکایي پوځي ماشین يوه اصلي کار وو.
د امریکايي پوځیانو په شتون کې  په تېرو شلو کلونو کې په زرګونو ملکي وګړي ووژل شول. امريکا اعلان کړی و چې چې دې خاورې ته به سوله راولي، خو په عين حال کې يې بې ګناه خلک ووژل- د افغانانو ودونه، جوماتونه او د استوګنې ودانۍ يې بمبارې کړې. په افغانستان کې د امریکا ټوله ډیموکراسي د بې ګناه خلکو په هډوکو جوړه شوې وه.
د امريکا هوايي ځواک د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا کې په کور باندې ددې  له امله بريد وکړ چې له دې يوه ورځ وړاندې  د کابل په هوايي ډګر ځانمرګی بريدونه وشول او د مختلفو اټکلونو له مخې، د ۱۳ امریکایي سرتیرو او افسرانو په ګډون تر ۲۰۰ پورې خلک پکې ووژل شول.  د امريکا په جوابيه بريد کې بيا ټول ملکي وګړي او ماشومان او ښځې  د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ښکار شوې.
امریکایانو د داعش په لټه کې په بې ګناه کسانو بمبار وکړ خو په بې رحمانه ډول یې  سوله ایز او سوله خوښي  خلک ووژل.  په دې کار کې د امريکا او ترهګريزو سازمانونو یوازینی توپیر دا دی چې ترهګر په پټه او يوناڅاپه عمل کوي، امریکایان په ښکاره وژنې کوي او په دې کې هیڅ بد نه ويني او نه هم د غلط کار له امله څوک محکمه کوي.
لکه په دويم نړيوال جنګ کې چې نازيانو څه ترسره کول په هماغه ډول امريکا او ناټو دلته  په تېرو شلو کلونو کې ترسره کړل . جرمني پوځیانو او افسرانو به په عامه توګه ښځې او زاړه خلک اعدامول او له تېغه به یې تېرول  او د نورو خلکو ژوند یې د انساني تمدن تېروتنه ګڼله.
خو پوښتنه داده چې دا ټول څنګه پای ته ورسیدل رښتيا هم د متکبر کبر زوال لري او امريکا. کټ مټ هغه تاريخ دلته تکرار کړ. د هټلر پوځ په ماتې او منډو شوروي اتحاد پرېښود، لکه څنګه چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل. دوی دواړو د غرور لپاره څه نه درلودل، د دوی د کلونو کلونو د منډو او فعاليتونو پایلې يوازې غم او اوښکې وې او بس.
اصلي خبره چې د امریکا اداره یې په اړه غلطه نه وه  هغه له له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو اېستل وو، او دا یوازینۍ سمه پریکړه ده چې په لسیزو خونړۍ ډیموکراسۍ کې شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.