آیا د م.م. د نغدو پېسو پروګرام به په افغانستان کې د بې وزلۍ مخه ونیسي؟

895

ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د ۳۰۰ ميلیونو ډالرو د نغدو پېسو د مرستې اعلان وکړ. دا مرسته به هغو کورنيو ته ورکول کيږي چې کوچنيان، زاړه او معلول کسان ولري.د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام «يو ان ډي پي» له خوا په نظر کې د نيول شوي پروګرام له مخې به چې د راتلونکو ديارلسو مياشتو له پاره د افغانستان ټولنیز اقتصادي وضيعت «خطرناک» بولي، ۱۰۰ ميليونه ډالر د «کار په بدل کې د نغدو پېسو» په نامه د روزګار د رامنځته کولو له پاره او همدا راز ۹۰ ميليونه کوچنيو شرکتونه د لګښتونو له پاره په نظر کې نيول شوي دي.

د «يو ان ډي پي» د آسيا او پاسيفيک د برخې سيمه ایزې مشرې کاني ويګناراجا رويترز خبري آژانس ته وويل: «دا به په نزدې راتلونکی کې له شديدې بې وزلۍ سره د مخامخيدو د مخنيوي يوه ډېره ښه لاره وي.»

په داسې حال کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان له نړيوالو مرستو محروم شوی دی او د دغه هېواد اقتصاد د سقوط تر بريده رسیدلی. د کرونا وبا او سخته وچکالي د دې باعث شوي چې د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس ښايي په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال په نيمايي کې بې وزلي کابو هر وګړی وګواښي، يعني د دې هېواد کابو ۹۰ سلنه وګړي اغیزمن کړي.

د ملګرو متلونو د خوراک پروګرام لا د مخه ويلي چې د ۲۲،۸ میليونه وګړو خوراک تضمين نه دی. ملګرو ملتونو همدا نن د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې وړاندوینه کړې چې د افغانستان اقتصاد به له زوال سره مخامخ شي او دا چې روان کال به د دې هیواد خالص ملي عواید ۲۰ فصیده رکود ولري.

د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام لا په اکتوبر میاشت کې اړمنو افغانانو ته د چټکۍ مرستې رسولو په موخه يو مالي صندوق رامنځته کړ چې آلمان هم ورسره د ۵۰ میلیونو يورو د مرستې ژمنه وکړه. په ټولیزه توګه دغه صندوق ته د ۱۷۰ ميلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه شوې ده.

Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen

د يو ان ډي پي رپوټ د نغدو پېسو د ورکړې (ABADEI) پروګرام پياوړي کولو ته چې په اکتوبر میاشت کې پر لاره اچول شوی وو، اشاره کوي. ويل شوي ول چې ۱۰۰ زره ډالر یې د کار په بدل کې د نغدو پېسو په شکل کې ورکړي دي او په کندز، مزار او هرات کې یې دوه زره او ۳۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده او دا چې دغه لړۍ به به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د يو ان دي پي دا تازه رپوټ همدا راز خبرداری ورکوي چې په هغه صورت کې چې د ښځو پر کار بندیز لغوه نه شي، د کرونا وبا سره د مبارزې له پاره د کاله ۲۵۰ ميليونه يورو ور نه کړل شي او همدا راز د بشري مرسو رسولو له پاره بندیزونه نرم نه شي، د افغانستان اقتصادي وده به مثبت لوري ته حرکت ونه کړي.

په رپوټ کې اټکل شوی چې د ښځو پر کار محدوديت کيدای شي د ۶۰۰ میليونو او يو ميليارد ډالرو ترمنځ مبلغ زيان واوړي چې دا کورني ناخالص توليد درې تر پنځه سلنه جوړوي.

وېګناراجا چې په کابل کې یې له طالب چارواکو سره هم ليدلي دي، وويل چې «ټولو هغو وړ ښځو او نارینه وو ته بايد داسې يو پېغام واستول شي چې په بشپړه توګه کار ته راستانه شي او د خپلو ټولو وړتيا په کارولو سره  نه يوازې د هېواد د روان اقتصادي ناورين د مخنيوي له پاره هلې ځلې وکړي بلکې دې موضوع ته د هېواد د راتلونکي له پاره د مهم ګام په توګه فکر وکړي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.