هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه

قدرت الله هېوادپال

952

پر اداره د مشر د شخصيت اغيزه له ډير پخوا راهيسې ثابته ده. خو د ځينو شخصيتونو نيمګړتياوې پر اداره له ضرورت ډيره منفي اغيزه لري. هر څوک بايد پر خپلو نيمګړتياوو خبر وي، او ورسره شاوخوا خلک هم بايد خپل نږدې دوستان د هغوی له نيمګړتياوو خبر کړي، يا ورسره کار وکړي تر څو ځان بهتره کړي.

خو، د مشرۍ په موقف کې ښايي بشر خپلو نيمګړتياوو ته متوجه نه وي، او ورسره شاوخوا خلک يې يا د ويرې يا لاسته راوړنو ته د خوشحاليو يا خپلو ګټو پاللو لپاره ښايي مشر ته د هغې د پريکړو نيمګړتياوې په ګوته نه کړي، يا ورته ونه وايي چې پريکړو ته رسيدو کړنلاره او پروسه کې ستونزې شته.

هغه مشران چې له واقعيتونو ليرې وي، د دې پر ځای چې پراخه فکر يا مشورې وکړي، له وړاندې ټاکل شوو عادتونو يا د خپلې مشرۍ پر طريقو پريکړې کړي. که دا ډول مشر ته هر ډول خپلواکي ورکړای شي، ممکن ناوړه پريکړې يې د ډيرو پر ژوند ناوړه اغيزې ولري.

هیڅوک پوره نه دي، هر څوک بايد پوه شي چې څرنګه ښې لارې ته ځان برابر کړي، په ځانګړي ډول کله چې د مشرۍ په چوکۍ کيني نو بيا مجبور دی چې سمې يا داسې پريکړې وکړي چې ناوړه اغيزې يې تر ټولو کمې وي، او داسې پريکړو ته رسيدو لپاره بايد ځان پوه کړي او ورسره له هر اړونده اړخ سره مشوره وکړي.

د مشر يو تر ټولو اساسي دنده د خپلې پريکړې اوږدمهاله اغيزې ارزول دي، چې عموماً د ستراتيژيو له اړخه ورته کتل کيږي، ادارې ستراتيژيو جوړولو ته ځانګړی پاملرنه کوي خو د ستراتيژيو عملي کولو او مشرانو پريکړو اغيزو ته اړونده پاملرنه نه کوي، ستراتيژئ اوږدمهاله وي او داسې هم ډير کيږي چې ستراتيژي يو څوک جوړې او عملي کول يې د نورو پر غاړه وي.

مشرۍ ته عموماً هغوی رسيږي چې له نورو ځان وړاندې ګڼي، يا د وخت له تيريدو سره يې دا احساس پيدا کړی وي چې زه دلته د خپلو هڅو او پوهې له برکته رارسيدلی يم، چې کله کله د مشر دا او ورته فکر د مشرئ د ناکامۍ سبب ګرځي، مشري سره لدې چې امتياز دی يو مسؤليت هم دی، اکثره وختونه ډير تمرکز پر امتياز کيږي او د مسؤليت پر اړخ سترګی پټيږي.

دلته موږ د مشرانو له هغه سلوکونو او عادتونو يادونه کوو چې د مشرۍ پر اغيزمنتيا ناوړه اغيزه کړي.

پر ځان ړوند باوري مشر

پر ځان ړوند باوري مشر داسې لوړې او غټې ژمنې کړي چې پوره کولای يې نه شي. دا ډول ژمنې بيا هغوی لپاره چې د دې ژمنو عملي کولو مسؤليت ور په غاړه وي، هغوی ته بې ځايه انديښنې رامنځ زيږوي. ورسره دا ډول مشران په خپله يوه نړۍ کې اوسيږي چې د خپلو پريکړو اوږدمهاله اغيزو او د نورو لخوا د دوی پریکړو ننګولو څخه ناخبره وي. او عموماً کله چې دوی د خپلو پريکړو پر ناوړه اغيزو خبريږي نو بيا اوبه له ورخه تيرې وي.

که چيرې د مشر په توګه فکر کوئ چې د بې ځايه ړوند باور په لور روان ياست، نو د اغېزې کمولو لپاره يې له دې لارو چارو کار واخلئ:

++ مباحثه او اختلافي نظر رامنځ ته کړئ: د بحث په پيل کې اختلافي نظر وهڅوئ او ټولو ته وواياست چې مخالف نظر ښه دی. که يو ګام نور هم وړاندې ځئ نو اختلافي نظرونو لپاره د بيلابیلې مشخصو برخوالو څخه ډلې جوړې کړئ، چې د يو بل د نظر په وړاندې بحث وکړي، او دواړه اختلافي نظرونه منطقي پای ته ورسوي.

++ زړور خلک راټول کړئ چې ستاسې نظر وننګوي: هڅه وکړئ له «بلې صيب» خلکو څخه ځان وساتئ. داسې خلک ولټوئ چې په خپل مسلک کې ماهر وي او پر خپلو توانونو باور ولري او د خپلې پوهې پر اعتبار ستاسې د نظر د ننګولو جرات وکړي. ورسره ورته وواياست چې نظرونه به يې اوريدلی او په پام کې نيولی شي.

د «بلې صيب» خلک پخپله ځان مشر ته رسوي، که مشر دې اړخ ته ځيرکه ونه اوسي، نو له وخت تيريدو سره يوازې همدې خلکو ته پاتې وي.

++ ځان له بهرني چاپيرياله خبر وساتئ: ځان پوه کړئ چې دنيا په کومه روانه ده، اکثره وختونه خلک په خپل ځان يا اداره کې دومره غرق وي چې نه پوهيږي بهر څه کيږي، څه بدلونونه او کومې نوې ټکنالوژئ نړۍ ته وړاندې کيږي. ورسره که چيرې فکر کوئ چې کاري ډله مو تاسې له واقعيتونو نه خبروي، نو د دنيا له حاله ځان خبرول تاسې سره مرسته کولای شي چې له واقعيتونو خبر شئ.

++ له (ادارې) بيرون خلکو سره وغږيږئ: له ادارې بيرون ماهره او تجربه لرونکو خلکو سره په اړيکه کې واوسئ، يا مشاورين ولرئ چې ستاسې له ادارې بيرون وي او کولای شي ښه نظر درکړي. ضرور نه ده چې دا خلک دې تل حاضر وي، کولای شئ د ټليفون يا کله ناکله غونډو له لارو يې نظرونه واخلئ.

silhouette of people standing on highland during golden hours

بې حوصلې مشر

ماشومان به مو ليدلي وي چې هر پړقيدونکي/ ځليدونکي څه پسې منډې وهي. په مشرۍ کې دا مشران هر نوي فکر، موډ يا نوي توکي پسې ځغلي. دوی تل په دې لټه کې وي چې خلک ووايي «په لومړي ځل…» دا کار شوی دی. په نتيجه کې «هندو ستړی خدای ناراضه»، ځان ستړی کړي، ادارې وسايل ضايع او مشتريانو ته غوړې غوړې ژمنې ورکړي چې د پوره کولو توان يې نه لري.

دوی سترې او احساساتي ويناوې کړي چې خلک هڅوي او دا احساس ورکوي چې تاريخ بدلوونکی چارې تر لاس لاندې دي، خو وروسته خلک پر دې عادت پوهيږي، هغو وايي چې هره اونۍ نوې ژمنه او نوې تاريخي چاره وي. په بدل کې بيا خلک د هغوی ژمنو په وړاندې صبر کوي، پوهيږي چې اونۍ وروسته به بلې تاريخي چارې پسې ټول ځغلي.

که چيرې ځان درته بې حوصله مشر ښکاري، او فکر کوئ چې هر ځليدونکي توکي پسې خغلئ، ښايي دا لارې چارې په پام کې ونيسئ:

++ په کليدي او ستراتيژيکو پريکړو کې وخت او معلومات په پام کې ونيسئ: په خپله پروسه کې ځنډوونکي يا دروازې کيږدئ، داسې شيان او موارد چې تاسې ځنډ ته وهڅوي. په ځانګړي ډول، نور پريږدئ چې بحث ته ستاسې له نظر سره مخالف واقعيتونه او معلومات راوړي، او تاسې پر دې معلوماتو بحث ته کافي وخت او امکان برابر کړئ. دا کار به تاسې سره مرسته وکړي تر څو د خپلو نظرونو له عملي کولو وړاندې هغه وازمويي او وارزوئ.

++ په کليدي او ستراتيژيکو پروسو کې نظم رامنځ ته او نور پريږدئ چې هغه وچلوي: هڅه وکړئ چې نظر ورکول د هغې له عملي کولو بيل کړئ، تاسې ښايي د مشر په توګه په نظر ورکولو او پريکړو کې به ښه وئ، پريږدئ چې نور ستاسې نظر عملي کړي، لکه تاسې موټروان ته د موټر چلولو کلي ورکوئ، بيا واک هم ورکړئ چې هر څنګه يې غواړي دا موټر وچلوي.

++ له ځانه منظم مشران راټول کړئ، چې ښه نظر درکولی او پراخولی شي، او ورته د خپلو مفکورو امتحانولو امکانات هم ورکړئ، دا کار به تاسې سره مرسته وکړي چې ستاسې يا د ادارې د نورو ښاغلو مفکورې په پرانيستي توګه امتحان او اصلاح شي.

++ د ريسک عوامل او زيرمو اړتياوې په پام کې ونيسئ: د خپلو مفکورو ريسکونو ته متوجه اوسئ، ريسک د ابهام اغيزه ده. د خپلې مفکورې عملي کولو لپاره وسايل او زيرمې ولټوئ، او د هغوی په عيارولو کې وخت مصرف کړئ. د ريسک ارزولو لپاره عموماً د بدبينانه، خوشبينانه او پر تجربې ولاړ نظر تر منځ اوسط او تعامل په پام کې نيول کيږي.

++ د خپل نه زغم لامل منځ ته ولاړ شئ: عموماً داسې نه وي چې بې حوصلې مشر دې هر څه ته زغم ونه لري، کله کله هر څه ته ډير صبر کړي خو ځينو مواردو ته بې حوصلې وي. د مشر په توګه ځان پوه کړئ چې ولې ځانګړی چارې ته بې حوصلې ياست، کله کله دا بحث چې په هېواد کې لومړي ځل يا په تاريخ کې لومړي ځل چاره د پخوانيو تجربو پر اساس وي، او عموماً پخوانيو تجربو کې دې ښه احساس ورکړی وي، نو ځکه هر ځل همدې احساس پسې ګرځي.

مشري تر ډيره پر ځان واک لرل او نورو سره کار کول دي، ښه مشر ځان او نور او ټولنه پيژني.

(په راتلونکي برخه کې موږ پر دوو نيمګړتياوو غږيږو)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.