د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي شخړه د سوء تفاهم نتیجه وه

801

د افغانستان او ایران سرحدي پولې ته نږدې د ایراني پوځ او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې رامنځته شوي. دواړو خواو دا «د غلط فهمې» نتیجه بللې. اوس وضيعت آرام دی او هیڅ لورې ته د ځاني زیان اوښتو اطلاع نه ده ورکړل شوې.

Grenze zwischen Iran und Afghanistanآرشیف انځور

د ایران خبري آژانس «تسنیم» په حواله د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په نیمروز ولایت کې د «سوء تفاهم» په پایله کې د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه. دغه خبري آژانس ویلي دي چې د طالبانو له خوا د ایران د دوو پوستو د نیول کیدو خبر هم ناسم دی.

د یو شمیر نورو رسنیو په حواله په دغو نښتو کې د ایران له خوا له درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې طالبانو بیا امریکایي هموې موټرې کارولي دي. د دغو نښتو یو شمیر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کیږي.

د تسنیم خبري آژانس په حواله له افغانستان سره په پوله ایراني سیمه کې د قاچاق د مخنیوي له پاره یو دیوال درول شوی دی. یو شمیر ایرانیان له دغه دیواله اوښتي و، البته د ایران له سرحد څخه نه و تیر شوي، خو طالبانو فکر وکړ چې دغه خلک له سرحد څخه تیر شوي دي، نو پر دوی یې ډزې وکړې.

د تسنیم په حواله د چهارشنبې په ماښام نښتې بندې شوي او ایراني چارواکو له طالب مشرانو سره د وضعیت په اړه خبرې پيل کړي دي.

نښتې د سوء تفاهم نتیجه وه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، د چهارشنبې په ماښام د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې په سرحد کې د موجودو کسانو ترمنځ د«غلط فهمۍ» په نتیجه کې نښته رامنځته شوې ده. نوموړي په دې بیانیه کې د طالبانو نوم نه دی اخیستی.

خطیب زاده زیاته کړه: «ستونزه حل کړای شوې ده. د دواړو هیوادونو د سرحدي ساتونکو ترمنځ تر اړیکې وروسته ډزې بندې شوې.»

د تلوع نیوز تلویزوني شبکې د طالبانو د ویاند بلال کریمي په حواله پيښه تائیده کړې، خو نور جزئیات یي نه دي ورکړي. طلوع نیوز په یوه ټویټ کې لیکلي دی: «هغه[کریمي] ویلي دي چې نښتې دریدلي دي، خو د نښتو د پيلیدو په اړه هیڅ معلومات نشته.»

د سیستان بلوچستان امنیتي مرستیال محمد مرعشي د ایران دولتي تلویزون ته وویل چې نښتې شدیدې نه وې، هیڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی رامنځته شوی او اوس جګړه ختمه شوې ده.

د ایران او طالبانو اړیکې

که څه هم ایران تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو دغه هیواد له طالبانو سره ښې اړیکې لري. د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د نومبر میاشتې په نیمایي کې په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي و او په مختلفو برخو کې یې خپل نظرونه تبادله کړي و.

تهران په اکتوبر میاشت کې د روسیې په شمول د ګاونډیو هیوادونو د یوې غونډې کوربه توب کړی و. خو په دغه غونډه کې طالبان نه و وربلل شوې. د اکتوبر په وروستیو کې تهران له افغانستان سره د شپږو ګاونډیو هیوادونو یوه کنفرانس ور بللې و او په دې غونډه کې یې له طالبانو څخه له ګاونډیو هیوادونو سره د «دوستانه اړیکو» غوښتنه کړې وه.

خو د دواړو هیوادونو ترمنځ کشمکش موجود دی. د دواړو هیوادونو د سرحدونو ترمنځ قاچاقبران ډیر فعاله دي او هره ورځ په زرګونو پناه غوښتونکي هم له دې لارې تګ راتګ کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.